د ښوونې او روزنې  وزارت   د ودانۍ په څلورم پوړ کې د خپل دفتر په کوټه کې  د لويې او رڼې ښيښې تر شاه ناست وم او د سالنګ واټ  د ارت او پراخه سرک په لور مې په ځير ځير کتل . د طبعت او  ژونديو بنيادمانو منډو ترلو په فکر کې ډوب کړی وم .
 د مازديګر مهال و  ، د مامورينو رخصتۍ ته لس پنځلس دقيقې پاتې وې  د چا په لاس کې تازه ترکاري ، د چاسره    تازه ميوه  او د چا سره هم  د ټوټو په کڅوړو کې چارک  ، نيمن  الوګان وو ،  هرچا هيله لرله  په بيړه خپل کور ته ځان ورسوي .
دخير خانې په تم ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه شيبه په  شيبه  زياتيده  ، د ملي بسونو درک نه و. که کوم يو به   را پيدا شو ، دومره بيروبار به پرې   جوړ شو چې يوازې  به  زلمي او غښتلي کسانو پورته شول خو ماشومان بوډاګان او ښځې به ټولې  اريانې دريانې ولاړې وې .
شيبه په شيبه د خلکو ګڼه ګوڼه نوره هم زياتيده . ناڅاپه  د کابل د شاوخوا د پرتو غرونو تر شاه ،  له ورايه د يو ډز غږ راپورته شو  د سترګو په رپ کې  دخيرخانې مېنې په تم ځای کې يې  داسې کړنګ  وکړ چې د چا خبره د غوږونو پردې  يې څيرولې .
د راکټ د ډز سره سم د خير خانې مېنې په تم ځای کې  ولاړ کسان په ځمکه  داسې سترې سترې ولويدل لکه لوګری چې په پټي کې  غنم وريبي .
 شيبه نه وه تيره چې د ترافيکو او  روغتون  د امبولانسونو غږ د کابل ښار فضا  په سر  وا خيسته .  د څارندوی    ( پوليس )  ټولګي هم  په ډکو ډکو موټرو کې  سيمې ته  راورسيدل ، سيمه يې تر خپلې  ولکې  لاندې راوستله . ښاريان هم د مرستې له پاره راورسيدل ، هر چا دا هڅه کوله چې مړي او ټپيان ژر ، امبولانسونو ته پورته کړي   . وير او ماتم ګډ وو.   د ښځو  او ماشومانو ژړا ګانو  د ټپيانو زګيرويو او دخلکو ويرې د خيرخانې مينې په تم ځای کې  سم دم قيامت جوړ کړی و
په دغسې  زړه بوږنونکي ماتم کې ، يوې ښځې چې توره څادري  يې  اغوستې وه او د وينو څاڅکو ورپسې لاره جوړه کړې وه ، غوښتل  يې  په بيړه د خير خانې له تم ځای نه   ځان وباسي . د څارندويو  يو تن  پرې پام شو او په عذر يې  ورته ويې ويل :
_ خورې ودريږه ! هله ژر شه ، امبولانس ته وخيژه چې روغتون ته دې ورسوو.
د تورې څادرۍ والا ښځې  غږ غوږ  ونه کړ ، او بيا يې هم  خپل منزل  ته په بيړه دوام ورکړ. د څارندوې کارکونکي د  خپل څنګ ملګري ته وويل
_  لکه چې دا ښځه په توده کې ده، ته وګوره وينې ورنه څاڅي خو  بيا هم په ځان نه پوهيږي  او هغسې تيزه روانه ده . ملګري يې د تا ييد سر وښوراوه او ورته  ويې وويل :
_  نو بيا ورشه  مخه  يې ونيسه او له تګ نه يې راوګرځوه .
څارندوې په چټکې  څادري والا ښځې ته ځان ورورساوه ،  تر مخ  يې ودريده ، په لاسينه يې  ورته وويل :
_ خورې !  تاته وايم ! په ځان پوهيږې که نه ؟ وينې درنه څاڅي  وينې ! يو ځل ځان وګوره ، معلوميږي چې سخته ټپي شوې يې ...
څادري والا ښځې  ځان ته   ښکته پورته وکتل او بيا يې په وار خطايې وويل :
_ نه نه ، زه جوړه يم، له مخې مې لرې شه ،  زه کورته ځان رسوم  .
څارندوې  بيا ورته وويل :
_ معلوميږي چې د راکټ ډ ز دې ماغزه خراب کړي ، زه درته وايم چې له تانه وينې څاڅي او ته وايې چې روغه يم ...
خو څادري والاښځې بيا هم ټينګار کاوه ، زه جوړه يم هيڅ راباندې نه دي شوي 
.څارندوې فکر وکړ چې د  ښځې ماغزه  په رښتيا هم کار نه ورکوي .  ژر يې  ټوپک  اوږې ته کړ او  دواړه لاسو نه يې د ښځې تر مخ  ارت  ونيول  او بيا يې ورته وويل :
_  وايم نه شې  تللی ،  مجبوره يې چې امبولانس ته وخيژې او  روغتون ته لاړه شې
ښځې بيا هم نه منله او  په غوصه يې همدا خبره تکراروله:  زه جوړه يم ، ته دروغ وايې ، له مخې مې لرې شه  .......
 . څارندوې  له مجبوريته هغه ښځه ،  د يو لاس  نه کلکه ونيوله  او د ځان پسې يې کش کړه .
ښځې چغې او کوکې پيل کړی او څارندوې يې په دې تورن  کړ چې  هغه غواړي په زور يې روغتون ته بوځي .
  له هرې خوا نه خلک پرې راټول شول ، ګڼه ګونۀ زياته  شوه ، د ښځې او څارندوې تر منځ کش او ګير همغسې  روان و چې نا څاپه  د  ښځې له  لاسه يو شی په ځمکه  ولويد .
 څارندوې په بيړه  هغه راپورته کړ : ګوري  چې  په راکټ  د يوې بلې وژل شوې  ښځې  پرې شوی  لاس  د ی ، چې په مړوند کې يې د سروزربنګړي اوپه ګوتو يې دسروزرو ګوتې وي .                 
١٣٦٦ ل کال _ کابل