ډاکټر شيرزمان طائزی

                    غزل
(( ساه نيولی دې راغلی يم درشل ته
ما پخپله ځان سپارلی دی اجل ته ))
څاروی نه يم چې قصاب به مې راکاږي
زه پخپله خو ښه ځم پسې مقتل ته
ښه ئې پېژنم خو څه وکړم پښتوده
د زړه ورمې دی پرانستی د زړه غل ته
چې د سترګو په رپ ځان سړی نه هېر کا
ګوتې پرې به جراحان کا داسې چل ته
ښاپېرۍ د کوه قاف ورته پسخېږي
چې داخله شي زما دز ړه محل ته
نا څاپی زما د خولې نه توبه ووځي
چې تسبو په لاس ئې ګورمه عمل ته
حېرانتيا د ستورو نه ده بې دليله
يو نظر وکړه بخيله لوند اوربل ته
١٩٩٦ م کال ، پيښور