د دوبۍ سفر       
...هلو ! هلو ! د ا هوايي ډګر دی ؟...  بخښنه غواړم دوبی ته سبا جاز په خپل وخت ځي او که پروګرام کې  څه تغيير راغلی ؟  ...  ښه ښه پوه شوم ، ډيره مهرباني ، د ځواب نه مو مننه. ..
غوږی  يې  بيرته په خپل ځای  کيښود او بيا يې خاني  ته   په غوصه وويل :
 ما درته ويل چې همغه زړه خبره ده  ،   خو ته سودايي يې سودايي ،  خپله کوې او دبل نه اورې  .
 خاني په مسکا  وويل :
_  خير دی ، مه خپه کيږه ، د مرګ او ژوند خبره ده ، احتياط ښه شی دی . اوبيا يې  خپله خبره داسې بدله کړه :
 تا خپل سفري بکس برابر کړی که نه  ؟
 ملګري يې وويل :
_  هو ، ته يې هم همدا اوس برابرکړه چې سهار ګوره بيا له وخته ځو ، هغه وخت دې بيا  هغه دغه نه منم .
خاني وويل : ښه سمه ده .
ژر ژر يې خپل بکس خلاص کړ ، د غاښو کريم ، د ږيرې خريلو ماشين  لاس پاکی او نور ضروري شيان يې يو په  يو  په خپل بکس  کې  کيښودل او  بيا يې وويل :
 ته ګوره کنه يا ر ، زما خو لومړی سفر دی ،  دومره ښه  نه پوهيږم ، دا شيان سم شو او که څه کم دي ؟
ملګری يې  له خپله ځايه راپورته شو ، بکس يې  ورته  ښکته پورته وکوت او بيا يې وويل :
_  بس هر څه دې   پوره دي  ، نور يې بند ه وه خو يوه خبره مې   په ياد لره او هغه داد ه چې په ميدان کې وار خطاه نه شې ،  بس داسې فکر کوه چې خپل کور ته روان يې او هيڅ خبره نه شته  . 
خاني په خندا کې خپله خبره داسې ورغبرګه کړه :
   بيغمه اوسه اشنا ! څوک چې اوښان ساتي دروازې لوړې جوړوي . دومره نو بې زړه هم نه يم، لکه څومره چې  ته فکر کوې .
 ملګري يې په خندا شو او و يې ويل : نو بيا واچوه پنجه  !
 ددې خبرې سره سم ددواړو يارانو د لاسونو پړک پورته شو .او  خاني  ور زياته کړه :
_  سبا به دا وخت که د خدای رضا وه په دوبی کې ناست  يو ، زه او ته به بيا  نورې خبرې هلته کوو ، که اوس  دې خوښه وي   ويده به  شو ، هسې نه چې سبازه او ته ويده پراته  يو او  جاز رانه الوتې وي . ملګري يې وويل : خانيه !  زما په زړه خبره دې وکړه، رښتيا هم جاز سهار له وخته ځي  بس تر سهاره د خدای په امان .
 دواړو بړستنې په سر راکش کړې . خاني ډيره هڅه وکړه چې ويده شي  خو د ډيرو سوداګانو اوچرتونو له لاسه   خوب نه ورتلو ،  کله په يوه اړخ او کله په بل اړخ   اوښته  ،  ټوله شپه  د  رنګا رنګ سو چونو او خيالونو سره  لوبيده . پخه شپه چې يې ملګري  له بړستنې سر
 راوويست ،  ګور ي چې  خانی ويښ دی . پوښتنه يې ورنه وکړه :
 ته لا اوس هم ويښ يې ؟
خاني په خندا ځواب ورکړ :
_ هو!   وروستی سوچ مې دا وه چې اول مې  د  ځان له پاره  يوه ښه ماڼۍ جوړه کړه، دوه درې نوکران مې ونيول ،  اخرين ماډل موټر مې واخيست.،  هغه مې کورته راوست ، هارنډ مې وواهه ، نوکر د کور لويه روازه خلاصه کړه  ،کله چې  له موټر نه را ښکته کيدم ، بس تا غږ وکړ
 ملګري يې بيرته سر په بړستن کې تاو کړ ، او خاني ته يې وويل :
 غوا لا حلاله نه ده او تا خانک په سر نيولی . ويده شه ويده !  ځان نه ليونی مه جوړوه .
 خاني ورته  ښه وکړه ،  سر  يې بړستن ته ور دننه کړ خو خوب کله ورته ؟ ډير وخت  بيا هم په چرتونو کې ډوب و،  نا څاپه ور په  زړه شول، هسې نه چې سهار شوی وي . په بيړه يې سر له بړستنې راوويست، سترګې  يې په ديوالی ساعت ښخې کړې ،  د جاز الوتلوته پوره دري ساعته پاتې و. دوی ته د ټکټ د اخيستو په مهال   ويل شوی و چې د الوتنې د وخت نه به  دوه ساعته د مخه هوايي  ډګر ته راځی. ژر ژر يې خپل ملګری له خوبه راويښ او ورته و يې ويل:
هله ژر شه  پاڅيږه ! وخت لږ پاتې دی، تر څو چې زه او ته خپل عمليات سر ته رسوو، وخت پوره کيږی.
 ملګری يې غزونی وکړل. بيا يې د خپل لاس ساعت ته  وکتل اوزياته يې کړه :
_ سمه ده، هغه جيګ له اوبو نه را ډک کړه چې خپله خوراکه د اوبو سره  وخورو.
خاني وويل : د اوبوغم مې لا د شپې خوړلی ، خو دا ووايه چې يو ځل به بياهم   تليفون وکړو ، چې ښه ډاډه شو نو بيا به خوراک کوو ، څنګه دې خو ښه ده ؟
 ملګری يې په قهر شو، او زياته يې کړه: خانيه  !  تا هسې  د ځان نه ماشوم جوړ کړی. په دې ډيرو تليفونونو  کيدای شی څوک را باندې شکمن شي. ښه به داوي چې  نور دا فکر له سره وباسې.
خاني زړه نازړه ورته  ښه وکړه او بيا يې وويل : . ښه دا ووايه چې ته څو مره خواړه خوری؟ ملګري يې وويل :
ما خو چې د ځان سره څومره راوړی، هغه ټول  خورم، . ستا خپله خوښه خاني  وويل : بس همد اسې  زما هم وبوله.  
 د څښاک  او خوراک نه وروسته دواړو خپل سفري بکسونه  په لاسونو کې ونيول او په يوه زاړه ټکسی کې  يې ځان هوايي ډګر ته ورساوه . سالون ته د ننوتو سره سم يې تر هر څه دمخه  لومړی يې په مخامخ دړه د الوتنی پروګرام وکوت،  ډير خوشاله شول ځکه هر څه نورمال و  او  الوتکې په خپل وخت الوتنه لرله .  بيا يې خپل بکسونه د تلاشۍ  له پاره وړاندې  کړل. بکسونه چک شول  ، يو يو  ټکټ يې په بکسونو پورې  ونښلاوه او د هغو  يوه يوه  کاپي يې دوي  ته ورکړه ، د تالاشۍ مسول  ورته وويل  : دا ټکټونه  به  سمبال وساتی  ، کله چې په دوبۍ کې د هوائې ډګر نه وتلی نو دا به  هغوي ته ښکاره کړی  او بيا به تاسوته  خپل بکسونه در کړل شي . د خاني  ملګری ورته وويل:
  تا ښه وويل خو موږ نابلده نه يو، پخوا مو هم  ډيرسفر ونه کړی.....
 دواړه بيا د پاسپورت شعبې ته ودريدل اوخپل پاسپورتونه يې  د وړې کړکۍ له لارې  پوليسو ته وروړاندې کړل .  يوه شيبه   وروسته  خروجي ويزه  ورته ولګيده ، د  سرحدي پوليسو د کلکې تالاشۍ نه وروسته د اتنظار سالون ته داخل شول .  دواړه ډير خوشحاله و،  ځکه هر څه يې تر اوسه سم روان و. د ټولو مسافرو د  راننوتلو سره سم  دسالون دروازه د بهر  په لور خلاصه شوه، مسافر لکه يو ستوی ليک يو په بل پسې  د  جاز په لور روان شول.  ټول په خپلو څوکيو  کيناسل .   د  الوتکې دروازی بندې شوې، حرکت يې وکړ چې سل دوه سوه  متره مخکې لاړه ،  الوتکه بير ته را ستنه سوه. د پيلوټ  له کابينه اعلان و شو:
ټولو مسافرو ته خبر ورکول کيږي چې الوتکه تخنيکی ستوزه لري، مهرباني وکړی، بيرته د انتظار سالون ته لاړ شي. کله چې ستونزه لرې شوه ، بيا به  تاسوته خبر  در کړل شی.
ددې  اعلان سره سم په خاني  او ملګری  مړې خولې را ماتې شوې، يو بل ته يې په حيرانۍ حيرانۍ کتل.، ټولې سورلۍ د الوتکۍ نه راښکته شوې  او بيرته د انتظار په سالون کې ځای په ځای شوې .  خانی ډير وارخطا وه   خو ملګری يې ډاډور کاوه چې ښايې ستونره غټه نه وي ، اميد دی  الوتکه ژر د الوتنی له پاره چمتو شي. يو ساعت تير شو، دوه تير شول، درې شول، څلور شول خو بيا هم د الوتکی د  الوتنې څه درک نه  لګيده . په خا ني  عصبي شوک را غی  بې اختياره يې چغه کړه :
_ د خدای له پاره ، دا تاسو څه ريشخند جوړ کړی   ، نور د انتظار حوصله نه لرم ، بيلوټ ته ووايی الوتکه چالان کړی، چالان کړي                   الو تکه ....!
 د سالون  يو تن مسول په لاسينه ، هغه  حوصله مندی ته را وبللو او ډاډ يې ورکړ چې يو ساعت وروسته به الوتکه  خامخا د الوتنی له پاره چمتو شي . همداسې وشول ،  پوره د پنځو ساعتونو له  ځنډنه وروسته الوتکه د هوايي ډګر څخه پورته شوه .
خو کله چې الوتکه  د دوبۍ  په  هوايي ډګر کې  په ځمکه کيناستله نو ورسره سم يو ا مبولانس اويو بس  سرويس  د الوتکی مخ  ته ودريدل . نور مسافر بس ته وختل خو خانی او ملګری يې   په امبولانس کې  روغتون ته   وليږدول شول . 
 خاني   خپله  ساه په لاره کې ورکړه خو  ملګری يې بې هوښه روغتون ته ورسول شو  .   د معدی د پرينمځلو نه وروسته هغه  له مرګه وژغورل شو.  خو کله چې  په په هوښ راغی ،  دوه درې  پوليس يې سر ته ولاړو. د ډاکټر نه يې د پيښې رپورټ وغوښت.  ډاکټر ورته  داسې وويل :
_  هغه مړشوی شخص اودا  دواړه ملګري وو ،  هره يوه د الوتنی څخه د مخه ،  دديرشو په شاوخوا کې کپسولونه  ،  د ستوني له لارې  معدې ته  تير کړي  و و چې په هر کپسول کې په پوره اندازه ( د هيروينو پوډر ) ځای په ځای شوي و.  هغوي په خپله  محاسبه  کې بريالي وو ځکه تر لنډې او ټاکلې  مودې پورې يې د اغيزې مخنيوی په نظر کې نيول شوی و ،  د معلوماتو له مخې د هغوي  احتياطي تدابير او  محاسبه هغه وخت  ګډه وډه شوه   چې  کله الوتکه دخپل وخت نه پنځه ساعته زياته و ځنډيدله  او بيا يې ورته هغه کپسولونه   په مخ کې کيښودل کوم  چې  ډاکټر د هغوي له معدې نه  روغ  را ايستلي   وو