کمپيوټر د تودوخې په وړاندې ؟؟؟؟
ګرمی، يخنی او رطوبت دری واړه په کمپيوټر ناوړه اغيزه لرلی شی. هغه تودوخه چې په کسينګ کې دننه توليديږی، که چيرته د ټاکلي حد نه زياته شی کيدای شی په ځنو پرزو يې ناوړه اغيزه وکړی او هغه له زيان سره مخامخ کړي. له همدی امله په کسينګ کې دننه پو باد پکې لګيدلی او هغه له داخل نه توده هوا بهرته وباسي او ځای يې سړی هوا ته خالي کوي. د هوا دغه ډول سر کوليشن د کمپيوټر د پرزو په ساتنه کې مثبت رول لوبوي.
. زموږ د هيواد په ډيرو ګر مو سيمو لکه جلال اباد او داسی نوروکې چې د اوړی ګرمی خپل لوړ حد ته رسيږی، بايد ډيره پاملرنه شی چې کمپيوتر په داسې کو ټه کې ايښی وي چې منا سبه تو دوخه ولري . د کمپيوتر د کو ټې تودوخه کولی شو د اير کنډيش په وسيله کنټرول کړو. که د اير کنډيشن امکانات نه وي، هڅه دې وشي چې کمپيوټر د کور د لاندينی پوړ په کوټو او يا هم زير زمينويو کې چې هلته څه نا څه هوا سړه وی کيښودل شی.
رطوبت هم په کمپيوتر او ډسکو نو دواړه ناوړه اغيزی ښندی. خصوصاً په باراني موسمونو کې دا خطر ونه زيات وي چې بايد پوره پاملرنه ورته وشي .
٢ _ وړل راوړل:
ډيره هڅه دې وشی چې له اړتيا پرته خپل کمپيوټر د يو ځای نه بل ځای ته ونه ليږدول شي . او که بيا هم اړتيا وي نو د پوره احتياط او غور څخه به کار اخلی. يه دی برخه کې لږه بې احتياطی د ټولونه د قيمتي او مهمې پرزې يعنې هارډسک ته زيان اوښتی شي. خصوصا د انتقال په وخت کې که ستاسو کمپيوټر په موټر د خرابو لارو د جمپونو او جټکو سره مخ شي