لنډۍ د پښتو د ولسي ادب يوه بې سارې بډايه پانګه ده . زموږ د ټولنې  دژوند او ايډيا هيڅ خوا نه شته چې په لنډيو کې يې انعکاس نه وي ميندلی .مينه ، ښکلا ، وصال ، بيلتون خوښي ، خواشيني ، تيری عدالت ، سر ښندنه ، وطن پالنه او هر ډول رزمي او بزمي ايډيا په لنډيو کې ځای شوې ده .
د پښتوپه ولسي ادب کې عموما او په لنډيو کې خصوصا د ښځو ونډه ډيره زياته ده .همدغه لنډۍ دي چې په ويرونو ، ودونو، د غم اوخوښيوپه وختونو کې يې وايي .
د لنډيو جوړونکي هم غالبا  ښځې دي  . زياتې لنډۍ  د ښځو د زړه د ژورو تاثراتو ، خواشينيو او خپګان انعکاس دی  .
له نيمايي نه زياتې لنډۍ  ، د ښځو  د غم ، خپګان ، درديدلي زړه او د محرو ميتونو ترجماني کوي  . زموږ په ټولنه کې له بل هر چا څخه زيات،  ښځې له خپلو ټولنيزو حقه حقوقو څخه بې برخې  دي  ، نو ځکه يې خپل غږ  په لنډيو کې پورته کړی . همدغه لنډۍ دي  چې  د ښځو  د دردمن زړه  زګيروي او اهونه ، د نارينه و تر غوږونو رسوي .څو بيلګې دلته وړاندې کوو
کله چې د بنې  له غمه ژاړي نو وايي :
د بنې غږ راباندې وشو
                              لکه ډوډۍ په تناره کې وريته شومه
_ کله چې د ميړه له بد سلوکه ژاړي ، نو وايي :
نيستي د خدای له لوري راغله 
                           موزي په ما منت کوي چې خوار دې کړمه
موزي په مينه څه پوهيږي
                              په نس يې موړ کړه تر سبا کوي خوبونه
خاونده  بيا دې ماخوستن کړ
                               د نا رضا کټ نه مې ريږدي اندامونه
صورت زما واک يې دبل دی
                            خدايه نور واخلې دا بې واکه صورتونه
هيله ده چې تاسو هم ددې ډول   لنډيو په ليکلو کې ونډه واخلی

په دې لړۍ کې همدرد ورور دغه لنډۍ راليږلي دي :

 / ٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-26 08:21:19 م همدرد
دبيلتانه په وخت کي داسي واي
 څراغه بلي لمبي وکړه
 روستي ديد ن دي بيابه نه وي ديد نونه
 مسافرته شوي خواره زه شوم
خواره دي مور شه چي کندهارته دي ليږينه
سبابه کاڼي بوټي ژاړي
چي يو اشنادبله اخلي رخصتونه 
   مسافري دي روزي مشه
زه دي په سينه خوله بيده پريښودي ومه