په سيالۍ کې  دغه لاندې لنډۍ موږ ته راسيدلي دي
ليکواله - اغلې زر سرکه جبار خيل
انجلې
شبنم د ګل کره ميلمه دې
نرګس له شرمه سترګې نه پورته کوينه
هلک
شبنم به داسې په ګل نه وي
لکه خولې چې ګلې ستا پر مخ را ځينه
هلک
شونډۍ شربت کړه ماته يې راوړه
دګمبيري دښته کې جل وهلې يمه
انجلې
شونډۍ به خاوری درته درکړم
ته ليونۍ يي په کوڅو واېي حالونه
انجلۍ
د ګورستان نه مې ګيله شي
ځوانان خوندې کړي را ليږي تش پالنګونه
هلک
قبر سوری کړه حال مې ګوره
په خمارو سترګې مې پريوته ګر دونه
انجلې
قبر يي ښه جوړ کړۍ عالمه
مين پرديس دې په کې تير به کړي کلونه
هلک
قيمت د ې ووايه شيرنې
چې رروح مې ستا شي باقيدار به څومره شومه
انجلۍ
قيمت د مينې په بدل دې
مينه دې راوړه زه به ځان در جارومه

٨٣٠ / ١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-19 08:03:38
وږمه بشر يار
انجلۍ
نو رز خو راغې يار مې نشته
دوبۍ ته تللې سر پيسی را ته ګټينه
هلک
لاسونه سره رانجه په سترګو
زما شيرينې ليونی در پسی شومه
انجلۍ
داد ا مې ته مړ کړي خا ونده
چې لکه غوا مې په روپو نن خرڅوينه
هلک
دوعا به کړو خيری به نکړو
صبر سرور دی بريالي به شو مينه
انجلۍ
يو کال به نور هم صبر وکړم
پير خو مې نه يي چې جنډه به دی ساتمه
هلک
زما په ږيره سپين را ګډ شو
غريب سړۍ يم څوک واده نه را کوينه
انجلۍ
چې وارخطا نشی جانانه
زه پښتنه يمه په نامه دي ناسته يمه
انجلۍ
احمده خدای دې جنتي که
تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه
هلک
ارمان دې نۀ کړي هغه ميندې
چې خپل زامن د وطن لار کې لويوينه
انجلۍ
اصيله وم کم اصل بوتلم
اوس هره ورځ ډوډۍ د اوښکو سره خورمه
هلک
ته اصيل نه يي دروغ وايې
اصيل خو ښه وي چاته نه وائ حالونه
انجلۍ
ژاړم د خپل نصيبه نه ژاړم
چې مې په برخه کې بيلتون ورسيدنه
هلک
زړګۍ دې صبر کړه مه ژاړه
خداې په قران کې صابرين ويلې دينه
٧٢٩ / ١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-18 19:45:15
شماليوال
چې په شودو دې لويوله - اوس يې دهاړ غرموته مه پرېږده مېنه ه
٥٢٩ / ١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-18 13:53:30 م
SAIDWALI.HASSANI
که دې کتلې راته نه واې
غريب سړې وم خپل ژوندون به مې کاونه 
مسافرې سخته خوارې ده
 باران به اورې څوک به ځاې نه ورکوينه
په درنښت سيدولې حسني
٤٢٩ / ١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-18 12:36:25
 زمينداورۍ
و الله  بالله که به ملا سی
پر کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه
٣٢٩ / ١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-18 10:42:27
عطاالله
دبڼو غشی دې ميرات شه لږ يی په ورو اوروه
داخــوزړگی دی کابل نه دی چې اوبال نه لــــــــری
٢٢٩١٢٩ / ١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-18 06:02:26  سپين
ګل دشړشم زلفو کې کېږده
دبې وسۍ دغه سنګار دې خوند کوينه
چې خوېندې کېني ورونه ستايي
چې ورونه کېني خوېندې بل ته ورکوينه