راليږونکی :ډاکټر ثواب الدین مخکښ
د راليږونکي پته :smakhaksh@yahoo.com
نيټه : 10-04-2007

الله هو-للې للې للې للې للې-للو- الله هو
پشي شه پشو- قورې شه تو تو
خوبه راشه زما دخان په وړو وړو ليمو- الله هو
الله هو-للې للې للې للې للې-للو- الله هو
په دې لاره مه راځی غلګو
زما خان به اوس اوده شي لکه غرنده پيشو
- الله هو
للې للې للې للې للې-للو- الله هو
په کوټه کې ده زانګو پړې يې دې دسرو
زما خان په کښې اوده دی له ګل په نندارو الله هو
الله هو شه الله هو
يوه زرې دې ده مور
پلاردې نشته دی په کور
نه مې خورشته نه مې مور
هم صحرا کوم هم کور
الله هو شه الله هو
ته اوده شه زما جان
موردې تانه شي قربان
ټول کارونه مې دې وران
شپه اوورځ مې دې په ځان
الله هو شه الله هو
الله هو شه الله هو ? زما جانه اللهو
للې للې للې للې للې-للو- الله هو
پلاردې تللی دی په جنګ
ښه تیره توره ترڅنګ
سربه ورکاندې په ننګ
په وطن راغی نيرنګ
الله هو شه الله هو- زما جانه اللهو
پلاردې تللی په غزا
دښمنان به کړي فنا
نوم به پريږدي په دنيا
نن به راشي يا سبا
الله هو شه الله هو- زما جانه اللهو
تربوران راته په څو
ټول وطن شو راته بو
له زړګې نه مې ځې نو
خدای دې ګډ کړي په دوی لو
الله هو شه الله هو- اللهو
ته لمسی يې دخالد
غزنوي دې دی والد
ولې زړه لري جابر
الله هو شه الله هو
ته زلمی شه د کرنګ
له دښمن ونه کړې څنګ
ملک نه ليرې کړه فيرنګ
الله هو شه الله هو
--- ---- ---- ----

للې للې للې للې للې-للو- الله هو
بابا دې تللی دی اوبه خور کوي په شپو ؟ الله هو
خان اوده دی خوب کوي په بسترو- الله هو
للې للې للې للې للې-للو- الله هو
دپلار داورځ دې ژړوي مې په کاسو- الله هو
زهره يې شنه شي دخوارانو په قولبو- الله هو
تياره يوسي تر غټ خيټی خر بيشو ? الله هو
په غرونو ګرځې خانان ښکار کړي په باښو- الله هو
ورځ مې تيريږي دخانانو په کوڅو- الله هو
للې للې للې للې للې-للو- الله هو


ښاغلې جيمز ډارمسټټر په خپل کتاب د پښتونخوادشعر هار وبهار کې هم دميندو خپلو ماشومانو ته داوده کولو لپاره سندرې را ټولې کړي دې چې يوه نمونه یې داده:
الله هو تاسو مه راځی غلو
هلته يو صندوق ډک دی د مصرو
الله هو تاسو مه راځی غلو
په کوزه چنه مه راځی په بره چنورو
هلته يو دبلی ډک دی دروپو
الله هو پيشي شه پيشو
دلې مه راځی غلو
زما بچی داسې اوده دی له ګوډی دمصرو
کله چې ماشوم له بهر نه کورته په ژړاراشي نو مورته ورته داسې وايي:
وای وای زوی مې چا وهلی وه
ډب ډب ډب يې په ملا وهلی وه
کورته په ژړا راغلی وه
مور يې الاجې که پلار يې چا کلک نيولی وه
ماشوم ته دخبرو دچل ښودلو او دخپلې ژبې سره داشنا کولو دپاره ميندې خپلو بچو ته داسې سندرې وايې
يو يې سپينکی مخ دی لکه پوڅه دچوپان
يويې لوړه پوزه ده که پوزه دريکان
دوه يې غټې سترګې دې که ګاټې دميدان
دوه يې نری وروځې دې که تورکې دکوران
دوه يې نرۍ شونډې دې که مزې دګريوان
په سپيڅلې کليواله مينه
ډاکټر ثواب الدين مخکښ