زهير صيب!
تر هرڅه نه د مخه د زانګو د سندرو تر نامه لاندې ستاسو د ادبي هڅو پيل تاسو او د پښتو ژبې مينه والو ته مبارکي وايم.
او د لوی څښتن له دربار څخه تاسو ته د کاميابی دعاوې کوم.
د پښتو ژبه د څپل پنځه زره کلن وياړ سره سره د علم ، تخنیک، ادبياتو او نورو برخو کې ډېر کار او چوپړ ته اړ ده چې د خپلو سيالو ژبو سياله شي،چې انشاالله د خدای په مرسته او ستاسو غوندې مشرانو په هڅه او هاند د نړۍ په کلي کې لکه څنګه چې په تيرو پېړيو کې زمونږ د نيکونو په تورو سر لوړې وه، اوس به د پوهې په وياړ ووياړي.

زهيرصيب!
ښاغلی بختيار صافی د زانګو دغه سندره چې د کنړ په سيمه کې ماشومانو ته اورول کيږي ماته راليږلې چې زه يې کټ مټ تاسو ته درليږم .

آللو للو    للو للو                     تاسې مه راځیء غلو

په بره لاره مه راځیء             په کوزه لاره ورو
کټ کې بوډا پروت دی             بوډا مړ کړی په چړو
کټ لاندې منګی دی                يو د سپينو بل د سرو
مېوند داسې ويده دی               لکه ګوډئ د رنجو
آللو للو 

په ډېره مينه
صداقت يعقوبي