راليږونکی :ګل آغا احمدي وردګ
د راليږونکي پته :gulaghaa@yahoo.com
نيټه : 19-03-2007
ګران ورور زهير شينواری صاحب سلامونه او ښې چارې!
هيله ده چې جوړ، روغ او پخپلو ورځنيو چارو کې د پوره بريالي توب خاوند وی.
محترمه وروره!
په پښتني سيمو کې د زانګو د سندرو را غونډول يو غوره نوښت دی چې تاسو يې هوډ کړی دی د لوی خدای له دربار څخه په دې لاره کې موفقيت درته غواړم. بايد ووايم چی موږ سره لدې چې په عملي ډګر او د خلکو په سينو کې زيات څيزونه لرو خو په ليکلې بڼه د ماشومانو د ادب ډيره کمه زيرمه لرو نو ستاسو د قدر وړ نوښت په دې لاره کې يو غوره ګام ګڼل کيږي.
زه به د لومړي ګام په توګه د خوب هغه سندره درته ووايم چې د وردګو دولايت د جغتو د ولسوالۍ په ځينو سيمو کې شهرت لري او ميندې يې خپلو ماشومانو ته د خوب پر مهال او په زانګو کې زمزمه کوي هغه په لاندې ډول ده:
اللو للو بچو
پشۍ مه راځه دغرو
(احمد )ويده دی لکه ګوډۍ د رنجو

اللو  للو للو

بله سندره
( احمد ) چا وهلی دی
ګوډ ميږي په پښه وهلی دی
ګوډ ميږی دې ړوند شي _ نن يې بيا وهلی دی

ا للو للو  _ بچی للوللو للو للو  

د ماشوم د لاس په پنځو ګوتو باندې داسې لوبه کيږي لکه:
غټه ده
جوټه ده
ملتانه ده
سلطانه ده
غچ غچي توپانه ده

بله سندره:
د کټ لاندې پيشو ده
پيشو ته وايم پشي
موږکه ستړی مه شې


ميده ميده باران دی
ورور مې را روان دی
اللو للو بچو_ اللو اللو بچو

بله سندره:
الله  هو الله  هو
دا مې زوی لکه ساهو
خدای دې داسې ګړندی کړه
لکه سويه يا آهو
الله اهو لله هو

بله سندره:
ای زما د سترګو توره
راته وخانده په زوره
پشۍ نشته پشۍ نشته
تاته وايم ګوره ګوره
سترګې پټې کړه ويده شه
زه خو نه ځمه له کوره
اللو للو بچو_  ا للو للو بچو

زه هڅه کوم چې نورې سندرې هم درته پيدا کړم
مينه او مننه
ګل آغا احمدي