دمورسندره
الله هو للوللو
__ای زما دزړه ارزو
زه دې جارشم دلاسو
___
شه للوللوللو
مور دې ستايي په نغمو
___
ټپوي دي په اوږو
نازوي د په بوسو
___
درته وائ الله هو
ای زما دزړه ارزو
____
شه للوللوللو
ګرځوم دی په ليمو
____
درته وايمه الاهو
ستړی نه په اسويلو
____
دسبا په ارمانو
تيروم شپه په خوږو
___
ثمر غواړم دميوو
پر ښتی دې په اوږو
__
درته وائ الله هو
شه للوللوللو
______
ای زما د زړه ارزو
الا هو للوللوللو
___
مور دې ستړی په زارو
ګرځوي دې په اوږو
___
نازوي دې په شيبو

پرښتی دې په اوږو
___
درته وايي الا هو
ای زما دزړه ارزو
______
شه للوللوللو
تورې شپی رڼا کوم
____
تا په مينه يادوم
خوب پر ځان حراموم
___
تا ته خوب در يادوم
ای وړوکی دزانګو
____
زه د ې جارشم دلاسو
الاهو للوللو للو
______
ای زما دزړه ارزو

شه للوللوللو
____
دسبا په محفلو
ته به ناست
 يې _____
په جرګو
جګ شمله دپښتنو
____
کړم به فخر ستا په کړو
ای وړوکی دزانګو
____ ای زما دزړه ارزو

پرښتی دې په اوږو
___ درته وای الا هو
شه للوللوللو ___اي
زما دزړه ارزو

ګرځوم دی په ليمو
___
ويدوم دی په نخرو
شه حفيظ ته ميرويس خان
____
زه دی مور يمه نازو
پرښتی دې په اوږو _-درته وای الاهو
شه للوللو للو ___اي زما دزړه ارزو