منرالی اوبو  چينې: MINERAL WATER) )


له نيکه مرغه د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې د ( شفا بخښونکوچينو) په نامه زياتې چينې شته او د دودويزو روايا تو له مخې  ويل کيږي دغو چينو ته دوعا شوې او د اوبو څښل  يې هم ثواب او هم د راز راز ناروغيو د درملنې له پاره زياتې اغيزمنې دي . د طبي څيړنو له مخې منرالي اوبه د بيلابيلو ناروغيو لکه : روماتيزم ، د مفصلونو پړسيدل  د ينې يا ځيګر التهاب ، د معدې التهاب ، د کولمو التهاب ، د زړه ناروغي ، د پوستکي ناروغي ، نسايي ناروغۍ ، اګزما ټپونه او داسې نورو  په علاج او درملنه کې موثره اغيزه لري . له دې امله منرالي اوبه د طبي يا معالجوي اوبو په نامه هم ياديږي .
زموږ په هيواد کې د کا نو او صنايعو د وزارت د اسنادو په حواله څه نا څه ١١٢ د منرالي
اوبو چينې ثبت شوي .چې عموماً دا چينې د هندوکش، بابا او پارا پاميزاد د غرونو د     لړ يو په امتداد پرتې دي. په دې جينو کې يوه د هم (( چشمه شير)) چينه ده چې د پلخمري د غوری سمنټو فابريکی شما لي لوری په يو کيلو متری کې موقيعت لري. اوبه يې زيات منرالونه او د تودوخې درجه يې هم زياته ده. بل مشهوره چينه په هرات کې د  (چشمۀ اوبې) په نامه ياديږی، دريمه مشهوره چينه د کابل پلازمينی ته نږدې د استالف چينه ده. د دې چينی اوبه د بيلا بيول لابراتواري تجزيو له لارې معلومې شوي چې ډيرې په زړه پورې دي.
په افغانستان کې له منرالي اوبو څخه ګټه اخيستنه ډيره کمه ده چې د هروګړی په سر (٠،٠٠٠١) ليترته رسيږی، په داسی حال کې چې اړتيا ورته له حدنه زياته ده.
. روسي متخصيصينو د استالف د چينې پر غاړه  د اوبو د بوتل بندۍ  د فابريکې د جوړولو طرحه په دوو وريانتو نوکې وړاندې کړې وه :
١_ په کال کې د ٥٠ زره بوتلو نو ډګيدل.
٢- په کال کې د ٥ ميليونو بوتلونو ډکيدل
د لومړی وريانت لګښت د هغه وخت د افغانيو د ارزښت له مخې ١٧،٣ مليونه افغانۍ اټکل شوې وه. ګټه يې په کال کې ٢،٣ مليونه افغانی وه. د يو بوتل د اوبو قيمت ٤،٦١ افغانی اټکل شوی و.
په دويم وريانت کې د دې فابريکی لګښت ٢٥،٧ مليونه افغانی و او کلنی ګټه يې ٨،٤٦ مليونه افغانی او د يو بوتل اوبو قيمت ١،٤٩  افغانۍ اټکل شو ی و. د دواړو وريانتونو د پرتلنې څخه معلوميږی چې دويم وريانت اقتصادی او کلنۍ ګټه يې هم زياته وه  .
 لنډه دا چې په افغانستان کې دغه ډول د  طبی او صحی اوبو چينی خورا زياتې دي چې خلک په اسانۍ سره کولی شي د سيمه ايز  ټراسپورت په وسيله هغو ته ځان ورسوي او د بيلا بيلو مقاصد و له پاره  ترينه ګټه واخلي . نوری مشهوری  چينې يې په دی ډول دي:
چشمه حيدر--- د کابل لويديځ ته په اونجی باغبانان کې
سلطانپور----- د جلال اباد په جنوب لويديځ کې
چشمه شير--- پل خمري کې
چشمه دره کالو-  دباميان په جنوب کې
چشمه بهلول صيب __ په غزني کې
چشمه شفا – په مزاری شريف کې
د پورتنيو يادوشوو چينو سره زيا تره عام خلک بلد دی خوله بده مرغه لکه څنګه چې اړتيا ده، هغسی ګټه ورنه، نه اخيستل کيږی. که چيری د توريزم اداره، د عامې روغتيا  وزارت او د کانو او صنايعو وزارت دغه اسانتياوې برابری کړی، پوره باور لرم چې زموږ د ملی عايداتو په ز ياتوالي کې به ستره ونډه ولري. په دې اړه زموږ وړانديزونه دادي:
١_ کانو او صنايعو وزرات دی د ټولو تودو او کانی اوبو موقيعت  يعنې د اړونده ښارونو سره دهغو لريوالی او نږديوالی تثبيت او د نقشو پر مخ دې چاپ کړي ..
 ٢_ د چينو د منرالي اوبو خصوصيات او ځانتګړتياوې دی تثبت او د هر چېنی په اړه دې پوره  معلومات وليکل شي تر څو خلک که د هيواد د ننه دی او که بهرله هغو نه  خبر او ورسره  اشنا شي .
٣_ اړونده ادارې دي د ټولو منرالي اوبو په اړه خبر تياوې او  پا مفليتونه چاپ او خپاره کړي.
٤_ د تودو او طبۍ اوبود چينو  په  غاړو کې دي د موقتی استوګنې سهولتونه او اسانتياوې برابری شي تر څو خلک ورنه ګته واخلی او بې ځايه ضايع نه شي. دځنو مشهورواو ښار ته نږدې  چينو په غاړو دې داسې منظمې اوعصری ودانۍ جوړ ې شي، چې د کيناستلو، منيځلو او لمبلو له پاره مناسب ځايونه ولري  د لريو سيمو نه د راتلونکو سيلانيانو له پاره دې  د استراحت ځايونه هم په پام کې ونيول شي.
٥_ د سيمی ډاکټران بايد د دغو اوبو د ځانګړتيا وسره بلد شي ،  څو بيلا بيل  ناروغان همدغو چينوته د تداوې له پاره  وليږي ..