ليکوال: محقق ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
١_   ايميل ( E-mail ) :
E- mail  د ( Electronic – Mail  ) لنډيز دی چې په پښتو کې ورته ( بريښنا ليک ) هم ويل کيږي . دا د انټرنيټ يو له هغو په زړه پورې سرويسونو څخه دی چې د بريښنايي ليکونو د ليږلو او لاس ته راوړلو  لپاره  کارول کيږي 
د E-mail يو له هغو په زړه پورې ځانګړتياو څخه يوه ځانګړتيا  دا ده چې موږ  د خپل بريښنايي ليک سره يو ځای ، تصويريا انځور، فيلم، غږا و يا هر ليکلی  ،  انځوريز او يا غږيز توکی هم ليږلی شوو .
دا کار په ايميل کې د Attachments  بټنې په وسيله  تر سره کيږي
   وروستی احصايې څرګندوي  ،  هغه کسان چې انټرنيت کاروي ،  په سلو کې   تقريبا ٨٠ يې د ايميل له خدماتو څه ګټه اخلي ..  نن ورځ د انټرنيټ له لارې د اړيکو د ټينګولوپه حجم کې  ، زياته ونډه د ايميل ده،  ځکه زياتې ګتې لري اودا ګټې  داسې يادولی شو :
  زياته چټکتيا  ، پوره غور او دقت ،کم لګښت ، په يو وخت کې  ډيرو کسانو  ، کمپنيو ،شرکتونو ...... او  د نړۍ  بيلابيلو ځايونو ته د يوه ليک ليږل.
هر څوک  ، شرکت ، کمپنی ا ويا  موسسه  که وغواړي  د ايميل  نه ګټه واخلي  ،  بايده دي د ايميل يو ځانګړی  ادرس ولري  ، اوهغه (E-mail-Address)  به داسې وي : 
 
پورتني ايميل ادرس ته که ځير شی  د دوه برخو نه جوړ شوي   ، چې  ددې نښې  ( @ ) په وسيله بيليږي .
 لومړی برخه  : _ ددې نښې  at Sing) @ ) چپ خواته  موقيعت لري   د شخص ، کمپنۍ ،شرکت يا د کارن  ( User name) نوم يا پيژندګلوي جوړوي،  چې د ادرس يا پتې ځانګړتيا وي وښايي
دويمه برخه  : _ د ډومين نوم (Domain Name)  دی  چې ددې نښې  ( @ ) ښي لوري ته موقبعت لري
 ا وپه انټرنيټ کې د  يوه ادرس يا پتې د  IP   (Internet Protocol ) څرګندويي کوي .
 په  ايميل ادرس کې ځنې  ثابت  عناصرهم شته  ، چې د لږ توپير په درلودلو ، يو بل ته ورته دي . 
د ادرس عمومي بڼه  :      username@hostname.com
Username:       د کارن  (استعمال کونکي ) پيژنګلوي ده چې هر څنګه يې غواړي ،  په خپله خوښه يې ځانته غوره کولی شي .
@:                  دا نښه   (@     ) چې تل ثابته وي د   at يا at sign  په نومونو ياديږي .
Hostname:     دکوربه کمپيوټر پيژندګلوي په ګوته کوي  چې دا کپيوټرکيدای شي د انټرنيټ  د بيلابيلو سرويس ورکونکو پورې اړه ولري  .
 بريښنا ليکونه کولی شو د وو لارو تر لاسه او يا هم وليږو :  يا خو مستقيما د ( ويب ) له  لارې اويا هم د ( مايکروسافت اوټ لوک اکسپريس ) پروګرام  له لارې چې د وينډوز برخه جوړوي . دايميل د خلاصولو په وخت کې ،  کارن ، له  خپل Username)  ) نوم او ځانګړی Passward ( شفر) څخه  چې غير له د ه نه بل څوک پرې نه پوهيږي استفاده کوي

د ايميل نه د ښې استفادې  لارښوونې :
د انټرنيت د اړيکو په نړۍ کې يولړ   قوانين  او ا صول دود دي چې  تقريباً ټول خلک يې  بايد  ومني او هغو ته بايد  پابند اوسي
 دغه اصول او قوانين  د مروجو ادابو په چوکاټ کې د(   Netiquette )  په نامه مشهور دي خو دا هم بايد هير نه کړو چې دغه  قوانين په هيڅ ځای کې  تصويب شوي نه دي خو بيا يې هم خلک مني  او هغو ته ځان متعهد بولي .
Netiquette د دوو کلمو  Network و Etiquette  د لنډيز  بڼه ده .
د ايميل نه د استفادې اداب  داداي :  :
 د   E-mail د لوستلو نه وروسته سملاسي  او بې له ځنډه  ځواب ورکړی
 واضح او مشخص يې وليکی
 په ټوله ليکنه کې د انګليسي د غټو حروفو د استعمال څخه ډډه وکړی
 په روانه او سليسه ژبه يې وليکی
 لنډ يې وليکی
 د E-mail  په پاڼه کې  ځانګړې شوی  برخه،  په پوره دقت او غور ډکه کړی .
 اخلاقی  ا صول  مراعات کړی .
 ددې لپاره چې د انټرنيتي  شبکې ارتبإطي ليکې زياتې مصروفې ونه ساتل شي  ، د سترو او درنو فايلونو ليږ دول دې د رخصتيو ورځو ته وځنډول شي
 نورو ته  دستونزو او مزاحمت سبب مه کيږی .
د ايميل د ليږلو راليږلو  د  عمومی پروتوکلونو څخه يو هم  SMTP  (Simple Mail Transport Protocol) اوبل يې   POP3 ( Post Office Protocol )پروتوکول   دی  چې دا د  دواړو مروجو بروزرونو ( مرور ګر )   يعنې Netscape   )     او Internet Explorer    ) ملاتړ د ځان سره لري ..
د ايميل،  وړيا سرويس ورکونکي  : 
هر هغه څوک چې انټرنيټ کاروي  ، کولی شي  په وړيا توګه د  E-mail څخه ګټه واخلي .
د ايميل د وړيا سرويس ورکونکو شمير زيات دی  ، خو دغه  يو څو لکه  Hotmail, Gmail، او Yahoo     ... په کې   زيات مشهور دي  
په تيرو کلونو کې د  Hotmail او Yahoo  شرکتونو د خپلو مشتريانو د ايميلونو له پاره،  دوو ميګابايټونو څخه کم  ځای ورکړی و ، هغوي  به مجبور وو چې هره ورځ د خپل ايميل پاڼه د زړو ايميلونو څخه پاکه کړي، ځکه که  به  پاڼه ډکه وه او ځای به په کې نه و ، نو بيا به ورته نوي  ايميلونه ،  را تللی  نه شول او بيرته به مسترديدل .
د  2004  کال د اپريل په اوله نيټه چې 83/01/ 13  تاريخ سره سمون خوري ، په نړۍ کې د انټرنيټ او کمپيوټر پورې اړوند خبري رسنيو ،  داسې عجيب خبرونه خپاره کړل ، چې په لوستلو او اوريدلو يې  خلک هک پک شول  . د خبر عنوان داسې و :
گوگل د ايميل نوی  سرويس د ( جي ميل )  په نامه  وړاندې کوي چې هغه به  ديو گيگابايت  1.0GB)) معادله وړيا فضا د خپلو مشتريانو په واک کې ورکړي   دا خبر په اول کې دومره د نه باور وړو چې د انټرنيټ کارکونکو  فکر کاوه دا به  هيڅ واقيعت ونه لري او کيدای شي  د اپريل د لومړی ورځ دروغ وي  خو وروسته بيا د  گوگل شركت مسئول مقاماتو، د نړۍ د معتبرو خبري رسنيو سره په مرکو کې ددې خبر کره والی يې تاييد کړ .
د Yahoo Mailا و Hotmail ،دوو سترو شرکتونو مديران ، د ګوګل د يو ګيګا بايټي ايميل د وړاندې کولو په خبر سخت په انديښنه کې شول او ددې لپاره چې د خپلو مشتريانو ډاډ او باور د لاسه ورنه کړي په دې هلو ځلو کې شول . چې هغوي هم د خپلو مشتريانو د ايميلونو ظرفيت پورته  بوځي . بلاخيره د 2007  کال په ورستيو مياشتو کې ، دواړه شرکتونه په دې وتوانيدل چې هغوي هم خپل  هر ايميل لرونکي ته ، يوګيګابايت (1.0GB)   ځای ورکړي .