ليکوال : ستانه مير زهير
په روزنيزو پروګرامونو کې پيام

د پيام يا پيغام لغوي معنی ( ابلاغ، مخابر، ليږدول، رسول .... ) ده . خو په عامه  اصطلاح کې پيام يا Message  هغې اطلاعيې يا خبرتيا ته ويل کيږي  چې د يوتن  يا  يوې ډلې  يا يوې  موسسې له خوا په ترتيب  بل تن ، بلې ډلې او يا د بشري ټولنې  ټولو غړو  ته ليږدول کيږي.
خو په په روزنيزو پروګرامونو کې پيغام  په مثبته بڼه کارول کيږي ، يعنې هغه پوهنيزه خبرتيا يا اطلاعيه ده چې د هغې په وسيله موږ غواړو ، دبشري  ټولنې د وګړو په سلوک ، عادت  او کړو وړو کې مثبت بدلون راولو.
# دپيام دليږديدنې  وسايل : د پيام د ليږديدنې له پاره نن ورځ له بيلابيلو فزيکي وسايلو څخه ګټه اخيستل  کيږي چې مشهورې وسيلې يې دادي :
 راډيو، تلويزيون، سينما، کتاب، مجله، اخبار ،  پوسټر، انټرنيټ، دجومات  منبر او نور .......
هره وسيله د پيام په ليږديدنه کې ځانګړی ارزښت  لري چې د ځنو ارزښت زيات او د ځنو کم وي
عملي کار : د پيام د ليږد يد نې  په وسايلو دې بحث وشي او د هرې وسيلې  په ښه والي او نيمګړتياو دې بحث وشي .
# د پيام د ليږديدنې فورمونه  اوبڼې   :  ددې له پاره چې پيام  خپله اغيزه  وښندي  ، اوپه  په ذهن کې  ځای ونيسي ، په کار دي  له  داسې لارو چارو او ادبي فورمونو څخه ګټه واخيستل شي چې  هغه په لوستونکو،  اوريدونکو او ليدونکو باندې  نيغه اغيزه ولري 
غوره بڼې او ډولونه  يې په دې  ډول دي :
  شعر ، متلونه ، ډرامه ( تياتري  ، راډيو يي او تلويزوني)  ، کيسې ( ناولونه ، لنډې کيسې ، تصويري کيسې  ) ، سينمايي فلمونه ، کارتوني فلمونه ، خطابه ، موعظه ، مقاله ، کارتون او نور ....... ښه به وي چې په يو څو ډولونو يې لنډه  رڼا واجوو :
١- شعر: د پيام د ليږديدلو له پاره شعر هم يو ښه فورم دی ، له همد امله  په لرغونو زمانو کې شاعرانو هڅه کړې  چې خپلې ټولنې ته بيلابيل پيغامونه د مقفی شعرونو په بڼه وړاندې کړي، لکه رحمن بابا چې وايي:
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي     _  چا ويل چې په درياب کې ګوهر نه شته.
عملي کار : د ورکشاپ ګډون کوونکی دې هغه شعرونه ووايي چې مشخص پيغام ولري.

٢ - متلونه : په ولسي ادب کې ډېر داسې   پيغامي  متلونه شته چې په زړه پورې  اغيزې يې  لري  او خلک يې په خپلو ورځنيو خبرو کې  د يو استدلال او منطق په توګه کاروي لکه  :
                   د يوه لاسه ټک نه خيژي   ،   ژرنده که د پلار ده هم په وار ده.
خو ځنې وخت ځنې کسان متل په خپل اصلي مفهوم نه کاروي او بې مورده يې  استعمالوي . په کار دي چې متل د اصلي موضوع سره سم وکارول شي
عملي کار : د ورکشاپ ګډون کوونکي دې پيغام لرونکي متلونه ووايي او د هغو پيغام دې تشريح شي .
٣_ شعار:  په راډيو ، تلويزون ، اخبار ، مجله ،  پوستر او نورو وسايلو کې بيلا بيل پيغامونه  د شعار په فورم کې  هم  وړاندې کيږي. .  هر څومره چې شعار لنډ وي، موزون او روښانه  وي، اغيزې يې زياتې وي . پيام د لنډ شعار په بڼه  مقابل لوری فکر کولو ته اړ کوي
لکه وقايه بهتر از تداوي است ، نظافت جز ايمان است  ، روشن نزديک شدن
عملي کار : د ورکشاپ ګډون کوونکی دې د يوه مشخص پيام  له پاره څو شعارونه  جوړ کړي . او د شعار ټو لې ځانګړتياوې  دې په پام کې ونيسي .
٤- ډرامه : د پيام د ليږديدنې له پاره تر ټولو ښه او موثره بڼه ډرامه ده. ځکه ډرامه د ورځنې ژوند د پيښو او حوادثو انځور دی. هر څومره چې يو پيغام په ډرامه يي  پيښو او حوادثو کې نغښتی وي، اغيزې يې مثبتې او په زړه پورې وي. ځکه پيښه يا حادثه  هغه څه دي چې تر ډېره وخته پورې د انسان په ذهن کې پاتې کيږي.
٥-  کيسې  :  د کيسو بيلا بيل فورمونه لکه ناول، لنډې کيسه او  تصويري کيسې هم د پيا م دليږدونې له پاره  غوره  وسيلې ګڼل کيږي .
٦- مقالې :  په مقالو کې پيام په هر اړخيزه او تشريحي توګه  عموما د اخبار او مجلو له لارې وړاندې کيږي، خو موثريت يې کم دی. ځکه د لوستونکو په ذهن کې تر ډېره وخته نه پاتې کيږي..
٧_  مو عظه  او خطابه :    موږ کولی شو ، په  ورځني ژوندکې  ځنې  ډيراړين او ضروري 
      پيامونه دمذهبي او  ديني مسايلو په رڼا  کې ، د موعظې او خطابې له لارې هم  وليږدو

  *    د انسان په سلوک او کړو وړو کې بدلون راوستل دومره ساده او اسانه کار نه دی،  ښه به وي چې د پيام ټولې ځانګړتياوې په نظر کې ونيول شي ، په اصطلاح  پيام بايد له بيلا بيلو فلترونو څخه تير شي   څو چې خلک يې يې راسره  ومني :

#  د پيام ځانګړتياوې :  د پيام د ليږديدنې په وخت کې بايد د پيام ټولو ځانګړتياوو ته پوره  پاملرنه وشي. دغه ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
_  د پيام موضوع : د پيام موضوع بايد د ټولنې د اړتياوو له مخې وټاکل شي. د زياتو موضوعګانو په لړ کې لومړيتوب بايد  هغې موضوع ته ورکړل کيږي چې په همغه وخت کې  تر نورو زياته اړتيا وي.
عملي کار : د څو موضوعګانو نومونه دې واخيستل شي او په هغو کې دې يوه موضوع وټاکل شي او د لومړيتوب د حق په اړه دې خبرې وشي.
پيام: کيدی شي يو موضوع بيلابيل پيامونه له ځانه سره ولري.  خو په يوه وخت کې د ټولو ضروري پيامونو ورکول موثريت نه لري. ځکه چې ذهن په يوه وخت کې د ټولو پيامونود اخيستلو توان نه لري. ښه به وي چې په يو وخت  او يوه ليکنه  خصوصاً د ډرامې په يوه صحنه کې د څو پيامونو څخه يوازې يو پيام ورکړل شي.
عملي کار: د يوه موضوع د څو پيامونو په اړه دې خبرې وشي او بيا دې يو پيام وټاکل شي.
_ تکرار: پيام بايد په لازمه توګه تکرار شي. ځکه تکرار د زده کړې مور ده او د پام وړ اغيزې لري. هر تکرار بايد له بل سره تناقص او توپير ونه لري . 
مثال : که موږ يو ځل پيام ووايو په سلو کې نوي امکانات شته چې يو کال وروسته زموږ په ذهن کې پاتې نه شي. خو که پيام پنځه ځلې تکرار کړو په سلو کې نوي امکانات شته چې کال وروسته هم زموږ په ذهن کې پاتې شي.
_ علمي ارزښت   :   پيام بايد علمي او سانټيفک اساس  ولري . غير علمي اود انګيرنو له مخې پيام ورکولو څخه بايد ډډه وشي .  له دې امله  پيام بايد يو ځل د متخصص له نظره تير شي 
_ وضاحت : پيام بايد روښانه وي. مجهول او ګونګ پيامونه د ګټې پر ځای تاوان  لري . کله
 نا کله د يو مثبت پيام تر شاه منفی پيام پټ وي. موږ بايد متوجه اوسو او له دغسې پيامونو ورکولو څخه په کلکه ډ ډه وکړو.
_ کلتوري ارزښت : پيامونه بايد د خپلې ټولنې د کلتوري او فرهنګي ارزښتونو سره سم ورکړل شي . که موږ دا اصل په نظر کې ونه نيسو  ، کيدای شي نو د مقابل لوري له خوا يو لړ حساسيتونه را پاريږي او په پايله کې  بيا زموږ وروستي پيامونه نه اوري  خو د اړتيا په وخت کې کولی شو ځنې  ارزښتونو له پامه  وغورځول شي .  ځکه د ګټې پر ځای يې تاوان
عملي کار: د ايډز نارغی په کلتوري ارزښت دې  دې خبرې وشي
_  ژبه      : د پيام د وړاندې کولو ژبه بايد رسمی نه وي،  په ساده  ولسي ژبه بايد  پيام ورکړ شي ، ځکه  زموږ د ټولنې زياتره  کسان بې سواده قشر جوړوي اوبې سواده کسان  په رسمي او تحريري ژبه نه پوهيږي.