لومړی مخ
د زلزې رښتينې کيسې اوخاطرې
د ماښام لمانځه ته ولاړم ، هغه مسجدته چي پخوابه پکښي يو صف خلک هم نه وو، په دغه شپه کښي په مسجد کې د دريدلو ځاى نه وو ، يوځا ى مي ځان ځاى کړ، څه وخت چي فرض وسول، زموږ د کلي يوه سين ږيري فضل کرم اکا ولاړ سو او ويې ويل :
ما اوريدلي دي چي نن شپه بيا پر يو بجه زلزله کيږي ، ما درباندې خپله غاړه خلاصه کړه د فضل کرم اکا دې خبرې ټول حيران کړل او يوه بل ته يې وکتل ، دې سره زموږ د کلي مشر چي دا وخت مي يې نوم نه دى په ياد ولاړ سو او ويې ويل:
تاسو دسنت کولو وروسته انتظار سئ زه يو څو خبري کول غواړم ، هم داسي وسول يو هم نه لاړ سو ، او ټول پر خپلو ځايونو کښينتل، د لمونځ وروسته د کلي مشرر ولاړ سو او داسې يې ويل .
دا خو د خداى کارونه دي ، زموږ د وسه څه نه کيږي، زه خو وايم چي راځى ټول به يو څه پيسې تر وسه وسه راغونډي کړو او سبا به يو خيرات ، د الله د رضا لپاره وکړو. بس هم دا مو په وسه دي، نور نو خداى په خپلو کارو ښۀ پوهيږي.
ټولو ورسره خوښه کړه او د پيسو راغوڼولو لپاره دوه کسه وګمارل سوهل ، د نن په څير مي ياد دي چې په دې ورځ ډير ماشومان هم مسجد ته راغلي وو چي پلار او يا مور به ورته يوه يا دوې روپۍ ورکړي وې ، په دومره مينه به يې د پيسو و ځولۍ ته ور غورځولې چي زما هيڅ کله نه هيريږي .
دې خبري ټول ولړ زول او بيګانۍ شپې ويره ورباندي رابرسيره سوه ، کورته راغلم ، ډوډۍ مي ونه خوړه، ټو ل چپ ناست وو ، د خوب وخت راغی ، خو څوک نه بيديدل ځکه له ويرې چاته خوب نه ورتلو .
په دې شپه مي وروڼه هم پر کور وو پلار مي وويل تاسو بيغمه بيده سى زه تر يوې بجې پوري ويښ پاته کيږم که خداى مکړه زلزله سوه ، زه به تاسو ټول راپور ته کړم .
په نا هيلي زړه ټول خپلو کوټو ته ولاړل، ما هم دخپل پلار په څنګ کي بستر ه هواره کړه او پريوتلم
يو وخت راباندي خوب غلبه کړې وه، خو وروسته را ويښ سوم ګورم چي ګروپ لګيږي او پلار مي پر خپلي بسترې څنګ اچولى وو خو هم داسي بيده سوى وو
غوښتل مي را ويښ يې کړم خو ورځني شرميدم اخير مي و ټوخل اړخ مي بدل کړ، دې سره مي پلار راويښ سو او راباندي پوه سو، راته يې وخندل او دا خبره ماته تر ډيره وخته د پزي پيزوان وه ، په هر ځاى کي به زما پلار راته يادوله ، ته خو هغه يې چې له ويرې دې زه په ټوخي راويښولم
څه وخت چي مي پلار ويښ سو زه مطمين سوم او يو ځل بيا بيده سوم ، نه پوهيږم چي څومره موده بۀ تيره سوې وه چي بيا مي ستر ګي پرانستل سوې ، ګورم چي پلار مي بيده دى او ګروپ هم مړ وو ، ډير و بيريدلم ، په زړه مي يو لړ زه ننوتله، توره تياره راته تر بلاوو بتره وه، نژدې وه چي زړه مي و چوي، غوښتل مي د پلار څخه وپوښتم چي ولي بيده سوى دى، ايا شپه تر يوې بجې تيره سوې ده که څنګه ؟ خو بيا مي هم زړه کلک کړ دا شپه هم تر لومړى شپې کمه نوه که څه هم زلزله ونه سوه .
سهار سو لمر خپلي زريني وړانګي پر ويرژلو انسانانو وځلولې دهغې ورځي وروسته به په هرو دوو درو ورځو کي د زلزلې يوه جټکه راتله چي فقط به حيس کيدله. خلک ډير په وهم ا ډار کي وو ، تر داسي حده چي موږ پخپله په هره خونه کي يو يو ځنځير ځوړنډ كړ ددې لپاره چي کله زلزله وي نو ځنځير به ښوري او موږ به خبريږو
دا زما د ژوند تر ټولو بيخونده او خسته ورځي شپې وې ، بيخي د خندا او خوشحاليو څخه ډکې ورځې .