دريمه برخه :
ورځې او شپې تيريدی چې بيا هم يوه بله پنج شنبه د يوه نوى زيري سره راورسيده . په ښار کې اوازه خپره شوه چې يو ملا خوب ليدلی چې د پنج شنبې په ورځ کويټه د زلزلې له امله غرقيږي او له دهغي وروسته به قيامت وي ...............
لنډه دا چي په خلکو کي يوازي کوګل پاته وو، زړونه يې نه ووږ ما پخپله دا اوازې ډيري اوريدلې خو غوږونه بۀ مي کاڼه واچول ، پر زړه مي تيروله او ويل به مي چي دا د خداى کارونه دي .په دې څوک نه پوهيږي
د پنج شنبې مازديګر وو د خپل کور پر لوري روان وم چي يو ملګرى مي د مسجد ډډي ته ناستو وو او راته يې وويل چي ما ښآم کويټه غرقيږي پلاني پير داسي ويلي دي او يوه پلاني ملک داسي ويلي دي ، ما ورته همغه خپله خبره تکرار کړه ، زړه مه خوری ، داد خدای پاک کارونه دي دا خبره مي پلار راته په دې خاطر ښودلې وه چي په روحي تکلف اخته نه سم د ملګري خبري راباندي ترخې ولګيدلې او کور ته ستون سوم چي پلار ته مي دا کيسه بيان کړم ما ته چي به چا دا ډول خبري وکړې ما به پلار ته ويلې هغه به راته د زړه ډاډ راکاو ه نن هم په هم دې موخه کور ته روان سولم څه وخت چي کور ته دننه سولم ګورم چي پلار مي د سراى په انګړ کي د خيمې په جوړولو بوخت دى ددې په ليدو سره مي د پښو سيک دلاسه ورکړ داسي راته ښکاره سوه چي د ملګري خبره مي حتمي ده او نن شپه به زلزه کيږي او کويټه به غرقيږي دا شپه تر ټولو شپو دردونکې وه ټوله شپه مي خوب ونه کړ دسهار خواته مي سترګي سره ورغلي وې يو نا څاپه د خوبه راو غورځيدلم چي ومي کتل لمر راخلى وو ډير خوشحاله سولم او د ژوند اوميد مي پيداسو په داسي حالت کي چي دا اوازه ګرځيدله چي نن شپه د کويټې ښآر غرقيږي زياتره شتمنو کسانو خپل کورونه پريښودل څوک د ښاره ووتل او ځينو د خپل کلي څخه لري خيمې ودرولې او کور تر کوره هلته ولاړم وروسته معلومه سوه چي د ملنګانو نارې او د پيرانو خوبونه ليدل هسي طوطئې وې دا يوه ډله وه چي په لوى لاس يې غوښتل داسي وکړي او د موقع څخه استفاده وکړي هغه خلکو چي د خپله کوره يې لري شپه تيره کړېوه په سبا خپل کوروته ستانه سول يو دم اوازه سوه چي بيګا لوټمارانو د شتمون کسانو پر کورو زلزله ور وړېوه او سپيره کړي يې وه پاى