راليږونکی :احمدشاه پاڅون هلمند افغانستان
د راليږونکي پته :a.patsoon@gmail.com
نيټه : 25-10-2007
سلامونه او نيكي هيلي و دروند ورور زهير صاحب ته !
ګرانه وروره پرون ستا پر ويبلاګ برابر سوم ډير زيات مي خوښ سو او زما په اند خو يو ډير ستر نوښت دي ځكه داسي موخه دي انتخاب كړې ده چي اوس مهال ورته افغانان اړتيا لري او ډير څه ورنه زده كيږي
زه اوس مهال په هلمند ولايت كي اوسيږم او دلته د خداى فضل دى زلزله تر اوسه نده سوې خوڅه وخت چي موږ په كويټه كي وو د كويټې ښار يوې درنې زلزلې ولړزاوه ، د هغه وخت  ياداښتونه مي درته ليكلي دي هيله لرم چي داته نشر  كړې ، خداى دي وكړي چي د لوستونکو  د خوښۍ وړ وګر ځي
په درناوي _ احمدشاه پاڅون

                                       دزلزلې رښتينې کيسې او خاطرې  ؟
لومړۍ برخه :
نا څاپه يوچاتر پښې كش كړم دا وخت به زه د ديارلس  كالو په عمر كي وم،  ډير ښه مي په ياد دي د جمعې شپه  او دشپې يوه بجه وه ، هوا دومره سړه وه چي دباندي پريوتل ستونزمن وو . په كوركي زما او زما د سپين ږيري پلار پرته نورټول ښځي او ماشومان وه ، وروڼه مي هم نه وو.
به  له بيديدو مخكي زيات خوشحاله وم ځكه سباته دجمعې ورځې  رخصتي وه او د ټولي ورځي پلان مي مخكي جوړ كړ.  په هم دې فكرو نو كي مي سترګي سره ورغلې وې او په خواږه خوب بيده  شوی وم چي يوچا په ډيره قوت سره تر پښې كش كړم،  ددې نه مخكي چي پوه سم څه پښه شوی ،  ګمان مي وكړ چي سهار دى او څوک مې راويښوي ، زياتي غوصه راغله چي دا خو د راويښولو طريقه نده ، دا فكرونه مي په ډيرلڼد وخت كي ووهل سترګي مي پرانستلې ، په كوټه كي تياره وه هيڅ مي نه ليدل ، ډير ډاريدلى وم او پاڅيدم چي دباندي ووځم ،يو دم د ديوال سره داسي ټكر سوم لكه يو چا چي سخته ټيله راكړې وي ، نور هم وبيريدلم او په بيړه دباندي راووتلم ، ومي ليدل چي د زموږ د كور ټول غړي د كور په انګړ كي ولاړ دي او د فضل الله!  فضل الله ! نارې وهي.  ما ګمان وكړ چي قيامت سوى دى ، بيا مي اسمان ته وكتل ځليدونكو ستورو زموږ حالت ته داسي په ځير ځير  كتل ، لکه  څوک چې  د يو فلم غمجني صحنې ته په خوند خوند  ګوري
د كور غړو ته ورنژدې سوم او ورته مي وويل څه پيښه ده ؟ هغوي وويل : نه ګورې زلزله ده !
څه وخت چي مي د زلزلې واوريدل نو ورسره سم مې دزلزلې سخت ټكانونه  حسس كړل او په مځكه كي داسي اوازونه ول  تا به ويل چي د ټانګانو كاروانونه په سرک  تيريږي .
پاته دي نه وي چي په كويټه كي زموږ د اوسدانې داسي سيمه وه چي زياتره كسان يې وسلوال وه،  څوشيبې وروسته د ځليدونكو ستورو مخونه سرو ګوليو پټ كړل . ټولو په دې موخه ډزي كولې چي خلك را ويښ كړي خو بايد ووايم چي دومره كسان په زلزله كي ندي خوږ سوي لکه څومره چې په هوايي ډزوکې مړه او ژوبل سول . ځکه د زلزلې له ويرې  ټول  خلک بيرون ته راوتلي وو ،  څو شيبې همدا سلسله روانه وه،  د زلزلې سخت ټكانونه ، د ماشومانو او تور سرو ژړاوي ، د ديوالونو د نړيدلو غږونه  ، ډزي ، او نور نور .....
وروسته د زلزلې ټكانونه ودريدل او يو شيبه درنه چپو تيا خوره سوه،  ټول پر خپلو ځايو نو ساړه ساړه ودريدل ، د  ګاونډيانو وير او فرياد  خوره سوې چوپتيا ماته سوه ،  هيڅ چا هم كوټو ته د تللو زړه نه سو كولاى . وروسته مو وپتيله چي په انګړ كي ځايو نه اوار كړو،  ټول لاس په كار سوو ،  څه وخت چي مو ځانو نه بيديلو  ته جوړول ، د زلزلې يوه بله جټكه راغله بيا ټول راپاڅيدلو خو دا ځل دومره ډارونکې نه وه   لكه لومړى زلزله .
 لږه شيبه وروسته  پر بستر څملاستلم ، د سوچونو لړۍ مي ورو په ورو اوږديدله ، يو مهال به وو چي سترګي مي پټې  سوي وې،  سهار مي د ورور په ږغ راپورته سولم چي سهار وختي يې کور ته ځان رارسولى وو.  راته يې ويل چي ولاړ سه د احمد دوى درك معلوم كړه چي څه حال يې دى ؟
هغه زما دخاله زوى دى چي هغه وخت زموږ د كور څخه ۵ كيلوميتره لري اوسيدى د تيري شپې وهم مي په زړه کي وو ، ژر راپور ته سولم او د هغوى د کور پر خواروان سولم په لاره کي مي زيات کورنه ،ديوالونه او نور څه وران ويجاړ پراته  وليدل .
دا ورځ هم داسي په وهم او بيره کي تيره سوه ، بس چي پر هر کونج به چې  راتاوسوې د بيګانۍ زلزلې خبره به کيدله