لومړی مخ
د استالف د منرالي اوبو چينه
د استالف د منرالی اوبو کان د کابل په ولايت کې دعرض البلد په ٣٤ درجو ٤٩ دقيقو او د طول البلد په ٦٩ درجو ١٥ دقيقو ٤٢ ثانيو کې پروت دی. مطلق جګوالی يی ١٨٢٠ متره دی. منرالی اوبه يی دمتحوله ډبرو په پوړونو کې او دالوويال – پرولوويال او لوس تر سوباتو په کمپلکس کې موقعيت لری او څلور چينې لری:
الف: د قره باغ دری چينې ( ١٨٢، ١٨٨، ١٩٠، ٢٥٧، ٢٥٨ او ٢٥٩ )
ب : د شور ابی دری چينې (١٨١)
ج : د سرخ دری چينې (٢٢٤)
د : د لو ګردری چينې (٢٢٥)
د قره باغ دری چينې : د دی برخې د ١٨٢ او ١٩٠ نمبر چينود منرالی اوبو سر چينه د قره باغ دسيند په الوويوم پور ې اړه لری، د قره باغ دری اولويال ، پرولوويال او د يولو ويال د غټو شګواو ميده شګو څخه جوړ دی. او دالوويال ټول کمپلکس د قره باغ سيندپه مرسته د ٢٥٧ او ١٨٢ نمبر چينو تر منځ د ٢٦٠ مترو په اوږدوالی بر بنډ شوی دی .
د دی برخې ١٨٢ او ١٩٠ نمبر چينې، د طبيعی فاکتور تر کومی اغيزی لاندې نه دی راغلي خو ٢٥٧، ٢٥٨، ٢٥٩ او ١٨٨ نمبر چينې بيا د قره باغ سيندپه تل کې پرتې دی او يوازې د اوبو په نورماله سطحه کې ليدل کيدای شی. د ٢٥٧، ٢٥٨ او ٢٥٩ چينو تودوالی د سانتی ګراد ١٧ درجی دی نو د ١٨٨ چينې تودوالی بيا د سانتی ګراد ١٩ درجی دی. د قره باغ درې د چينو ځانګړنی په (٧) جدول کې وګوری.
د يادونی وړ ده چی ٢٥٩ نمبر چينه خورا لوړ منراليزيشن لری او دنورو چينو په پرتله د اهميت وړ ده . همدا راز د (٦) جدول د شميرونو څخه داسی پايله اخيستی شو چی په قره باغ دره کې، منرالی اوبه په لږ ژوروالی کې لوړ منراليزيشن لری.
- د شور ابی درې برخه : په دی برخه کې د منرالی اوبو يوازی يوه ١٨١ نمبر چينه شته چی د لومړی ځل له پاره په ١٩٦٤ م کال کې څيړل شوی ده . داوبو توليدی سيک يی په ثانيه کې ٠،١٥ ليتره و. وروسته بيا د نورو څيړونو له مخی لاندنی پايلی لاس ته راغلی: عناصرو ونډه په ليټر کې دملی ګرامه په کچه :
کاربن ډای اکسايد – ١٥٠٠ – ٢١٠٠، د سليسوم اکسايډ – ١٠ ، اوسپنه – ٢،٥ برومين – ٠،١ او د فلورين او ايوډين کچه خورا لږه ده. د ميکرو عناصرو شتوالی داوبو په او ډينه کې په (٧ جدول ) کې وګوری.
د ١٨١ نمبر چينې د اوبو منراليزيشن پر لوړو خواوو توپير موندلی دی چی د
څيړ نو له نشتوالی څخه يې لامل څرګندنه شو، خو يو ټکې د يادونی وړ بولو چی د منراليزيشن لوړوالی د Hco3 او Na په برخه کې د ی او همدا برخه ټاکلو څيړنو ته اړه ده. د ١٩٦٧ – ١٩٦٨ کلونو د پايلو له مخې، د نوموړی چينې داوبو د کيمياوی او ډنی فورمول په لاندې ډول دی :
د يادونی وړ يی بولو چی د دی برخې دمنرالی اوبو د ترکيباتو تحليل د Na او Ca کتيو نونود کيفيت او پرتلنی له مخی شوی دی.
- د سرخ درې او لوګر درې برخه : د منرالی اوبه شتوالی په دی برخه کې لومړی ځل د هايدرو منرال ډلی له خوا ټاکل شوی، تر هغه د مخه د څيړونکو په
را پورو نو کې ، د دې برخې د منرالی اوبو يادونه نه ده شوی، دا برخه د ١٨١ نمبر چينې شمال – ختيځ لوری ته د مخروطی ډولو غونډيو په منځ کې د ګونځی شوی انتی کلاين ( براخی انتي کلاين) په يو کيلو متری جوړښت کې پرته ده . د دې جوړښت په پورتنی برخه کې د ١٠٠- ١٥٠ مترو په پنډولی دمتحوله ډبرو پوړ پروت دی، اوپه دې برخه کې دوه ( ٢٢٤ او ٢٢٥ نمبر) چينې شته، د ٢٢٤ نمبر چينې کيمياوی او ډنه ، په ملی ګرامه اکو اولينت داسی ښودل شوی ده:
په فيصد اکو او لينت په دی اوبوکې اوسپنه نه شته، فلورين – ٠،١ ، سليسيوم اکسيايډ – ٧٠ او د ايوډين څرک ليدل کيږی.
د ٢٢٥ نمبر چينې کيمياوی او ډنه په ملی ګرام اکو او لينت داسی ښوول شوی ده:
په فيصداکو او لينت:
په دې اوبو کې اوسپنه ا وايوډين نه شته، خو فلورين – ٠،٦ ملی ګرامه په ليټر کې.شته
د استالف د سيمې منرالی اوبه په مګما تيکې اومتحوله ډبرو په ژورو تکتونيکې چاودونو پورې اړه لری. د دې چاودونو لوری شمال – ختيځ ته دی او درې زونونه لری: د A په زون کې منرالي اوبه په پوره کچه څيړل شوي دي دB په زون کې د خوږو اوبو ٢٢٦نمبر چينه لوړ منراليزيشن لری. او دمنرالی اوبو ټاکلی
توکونه ( هايدرو کاربونات ، سوډيم ) لری، د دې زون ٢٤٩-٢٥٢ نمبر چينې زياته او سپنه لری خو منراليزيشن يی لږ دی. د C په زون کې د ټاکلی منراليزيشن لرونکې منرالی اوبه نه شته خو دتراور تين په تر سوباتو کې نړيدلی پوښونه ليدل شوی چې د کاربونيک اسيد اوبو څرکونه په کې ليدل کيږی.
د متحوله ډبروپه تکتونيکې چاودونو او زونونو کې دمنرالی اوبو خپل سرې دارې او بهيرونه ډير احتمال لری او د اوبودرژيم څيړنو ښودلې چی د چينو د اوبو کچه په فصلونو کې توپير نه کوی اود ا ښيی چی دتکتونيکې چاودونو فشار پر يو ډول دی. هغه څيړنی چی تر اوسه پورې د استالف سيمې د منرالی اوبو په برخه کې
سر ته رسيدلی دی ، د منرالی اوبو د راتلونکو پلټنو له پاره ښه بنسټ جوړوي خو ځينی هايدرو جيولوجيکې مسايل تر اوسه پورې لا هم حل شوی نه دی چی د ډيرو څيړنو اړتيا ورته شته، اوهمدا راز د دی څيړنو د يادونې ارزښت هم په دې کې دی چی د استالف سيمه يو خو د منرالی اوبو له پلوه خورا شتمنه سيمه ده او بل دا چی د خپل موقيعت له مخې دهيواد پاتيخت کابل ته خورا نږدی پرته ده او کيدای شی چی د روغتيا يی مو خو له پاره د روغتونونو او هو ساينځيو په ودانو لو،او
همدا رنګه د بوتلونود ډکولو يا (Tabel Water) په توګه دهغو څخه په پراخه کچه ګټه واخيستل شی . د همدې هدف له پاره دپخواني شوروی اتحاد متخصصينو چی کله زموږ په هيواد کې د دی سيمې څيړنی سر ته رسولی، دوه وريا نتونه وړاندی کړی وو.
همدا راز داستالف د سيمې د منرالی اوبو څخه د اور بنا يز ( Urbanize) کرنی، بڼپالنی، شنيلی پالنی، پارکونو، ډنډونو او داسی نورو مو خو له پاره هم کار اخيستل کيدای شی.