• اوبه د ژوند لومړنۍ منبع:   
چيری چې انسان او يا هر ژوندی موجود اوسيږي، هلته  اوبه او ژوند سره په يوه تله کې تلل کيږي. په وچو د ښتواو سپيرو ډاګونو کې(( اوبه د ژوند)) په نامه  هم ياديږی ځکه د وچو ډاګونو او دښتو وګړی زياتره داوبو د لږوالی سره مخامخ وی او د ا لږوالی کله هم د انسانانو د حتمی مړينې سبب ګرځي.
اوبه د ژوندي ارګانيزم حتمی توکی دی. په شنيليو( نباتاتو )  او څارويو کې د اوبو کچه په سلو (٥٠ _٩٠) پورې رسيږي. دانسان په بدن کې هم اوبه لويه ونډه لري. چې دا ونډه د  دماشومتوب په دوره کې په سلو کې تر  ٨٦ او د سترګو په سپين کې حتی  د  ( ٩٦ _ ٩٩ ) ته رسيږي . په انسان کې د اوبو لږوالی لومړی د تندې بيا د بی تندئ سبب ګرځی او که دا کچه نوره هم راښکته شي نود ميتابوليزم١  نورمال حالت له منځه وړي، اکسيډيشن  ورو کيږی او د مړينی ګواښ ور سره مل وي.
   د پالينتو لوجی٢  د علم د پر مختګ سره  سم دا ثابته شوې چې زموږ خاورينې کرې په سياره کې لومړني ژوندي موجودات په سيندونو او سمندرو نو کې پيدا شوی او وده يی کړی ده .  دپخواني  شوروی اتحاد٣  د يو پوه په عقيده د لومړيو ژونديو موجوداتو په وده او ساتنه کې اوبو خورا لويه مرسته کړی ده او دسلګونومليونو کلونو وروسته د سمندرونو ژوي د لومړی ځل له پاره وچی ته راوتلی دی او خورا اوږده مهال ته اړتياوه چی دغه موجودات د وچې د شرايطو سره اشنا شی.
    د ځمکې په کره کې د ژوندديو موجوداتو د منځ ته راتګ ، يودليل همدا دی چې د ژوندد خو را اسرار اميزې او لومړنۍ حتمی مادې (اوبه) شتون دی. که لرغوني تاريخ ته ځير شو په زغرده څرګنديږی چې د هيوادونو او ښارونو ودا نيدل، د هغو لوړمدنيت او لوړ فرهنګ ،  داوبو سره تړلی دی.  که د مصر لرغوني تمدن او فرهنګ ته ځير شونو پنځه زره کاله پخوا د دې ښار ودانيدل او لوړ تمدن د نيل د سيند سره نږدی اړيکي لری  همدا راز څلور- دری زره کاله پخوا د تمدن د بلې زانګو يعنی بين النهرين حيرانونکې ښارونه، ماڼی، معبدونه او سور بنيپال
بې ساری کتابتون د دجلې او فرات د سيندونو سره اړيکې لری. که د هند د
 مو هنشرودارو پنځه زره کلن لرغوني تمدن ته ځير شو نو هغه هم دسند د رود سره اړيکې لری.  که اوسني نږدی تاريخی – جغرافيايی سيمو ته وګورو د دی ادعا نور ښه ثبوتونه هم دادي چې  د پاريس ښار د سن دسيند  ، د لندن ښار د تمز دسيند  او د مسکو ښار د مسکو دسيند په غاړواباد شوي دي .
اوبو او سيندونوحتی کله نا کله  د ښارونو او وګړو په وړاندې د پوځی يرغلونو مخه هم نيولې ده. ددی ټولو په څنګ کې دا خبره هم بايد هيره نه کړو  چې يوازې د سيندونو په غاړو نه ، بلکې پروچو دښتو  او سپيرو ډاګونو کې هم ښارونه ودان شوی دی . په دغه ډول ښارونو کې  ، د و ګړو او ژويو له پاره د اړتيا وړ ا وبه ،  يوازی د څاګانو او کوهيانو په کيند لوسره برايريږی.
په دغه ډول  شرايطو کې د انسانانو له پاره د ځمکې لاندې اوبودزيرمو  پلټنه هم  ساده کار نه و او په دی لړ کې يی خورا ستونزی او ستړياوی ګاللی دي .  دلته دا پوښتنه هرومرو پيدا کيږی چې  ايا په لرغونو زمانو کې  به وګړو په څه ډول د څښاک اوبه لاس ته راوړلی؟
 په ځواب کې يې دومره ويلی شوچې  په تيرو زمانو کې دځمکې لاندې  اوبو د پلټنی له پاره  ټاکلی کسان وو چې په  خورا مهارت اوځير کې سره يې دا           کا ر سر ته رساوه. د دوی دا اسراره ميزه دنده يوازې د تجربې له مخی وه کوم علمي بنسټ يی نه درلود او حتی نه پوهيدل چی تر ځمکې لاندی اوبه  به څنګه
را ټوليږی؟
     دغه ډول کسان د وګړو له خوا د دی فن((استادان)) بلل کيدل، دغو                        استادانو بيلی بيلی طريقی درلودی: ځينو به پر ځمکه باندی د وښو او نورو شنيليو  په مرسته د ځمکې لاندې اوبه په نښه کولې ، ځينو  به بيا دلمر لويدو په مهال  پر هر ځای چی په کخی ٤  الوتی هغه ځای به يی دځمکې لاندې  اوبو زيرمه بلله .  همدا رنګه ځينو کسانو به دځمکې لاندې  اوبود پلټنی له پاره د يوه ګيلاس څخه کار اخيست ، هغوي به لومړی پر ګيلاس يوه ټوټه اوسپنه کښيښودله ، بيا به يی پراوسپنی يوه خوږه ( قند) کښيښودله، شپه چی به تيره شوه سهاربه يې  د خوږی له زيم اوپر ګيلاس باندی د څاڅکو له اندازی څخه تر ځمکې لاندی د اوبو زيرمه ټاکله.
 بله خورا په زړه پوری طريقه چی دځمکې لاندې  اوبود پلټنی له پاره                   کار ول کيده ، هغه د اوبود پلټنی دنيالګيو څانګې وې .  د اوبو پلټنې استاد به په ډاګ يا دښته  کې خورا ورو، وروتللو، په لاس کې به يې د نيالګيو داسی يوه څانګه وه چی هغې به  د ری ښاخونه درلودل. دوه ښاخونه  به يی په لاس کې وو او دريم ښاخ به يی د ځمکې لور ته ا ړول شوی و، داستاد ټول فکر به دی څانګې ته متوجه و ا و داسی ورو، ورو به يې ګام ايښوده  ترڅو ددريم ښاخ خورا کوچنی حرکت احساس کړی کله چی به دريم ښاخ حرکت  وکړ نو بيا به استاد مخامخ ،  ښی ا و کيڼی خو اته تللو تر څو د اوبو د زيرمی ټوله  ساحه وټاکې.
   په ١٦ او ١٧ پيړۍ کې د دی څانګی څخه ، نه يوازی   تر خمکې لاندې اوبو پلټنی له پاره کار اخيستل کيده بلکې دکاني   ډبرو او  او سپنو د پلټنی له پاره هم ترې ګټه اخيستل کيده. په ١٩ پيړۍ کې پوهانو هڅه وکړه تر څو ددې طريقی علمی بنسټ ولټوی ،  په پايله کې د دی طريقې په مرسته نوی علمی طريقه  د
(( راديو ستزی)) ٥ په نامه منځ ته راغله او په دی ډول علمی دری ښاخه يی
 (( سحر اميزه)) څانګه وزيږيده.
 کله چی به د اوبو زيرمې  وټاکل شوې نو بيا به  په خورا ساده او ابتدايی ډول د کوهيانو کيندنه  پيل شوه او په دې توګه به يې دخپلې  ا ړتيا وړ اوبه لاس ته راوړی.  طبعاً انسانانو په بيلو زمانو کې اوپه بيلو بيلو  سيمو کې د څاګانو د کيندلو له پاره بيل ميتودونه کارولي دي خو تر هغه ځايه چی موږ ته داسنادو له مخی څرګنديږی ، د څاګانو لومړنۍ کيندنه تر ميلاد ٢٠٠کاله د مخه په چين کې پيل شوې ده ، په دی ډول چی د چين د سی چوان په ولايت کې د مالګينو اوبو د
 را ايستی له پاره د باڼسو د لرګيو په مرسته څاګان کيندل کيده او د ځينو څاګانو ژوروالی څو سوو مترو رسيده. کله کله  به د دغو مالګينو اوبو سره غازونه هم ملګري وو.
   په ١١٢٦ ميلادی کال د فرانسی دار توا ( ارتزی )  ښار په سيمه کې د يوه کوهي  له کيندنې وروسته اوبو دځمکې  پر مخ دارې پيل کړې . خلک دې پيښې ډير حيران کړل او دا يې يو معجزه وګڼله . د شا وخوا ټولی ځمکې خړوبه شوی خو  د اوبو بهيرهماغسې روان و.څه موده وروسته دا معجزه د ( ارتيزان ) د چينې په نامه ونومول شوه. نن ورځ هم  دهر کوهي څخه  د خپل فشار له مخې  چې کومی اوبه  راوځی هغه په همدی نامه ياديږي .  دوخت  په تيريدو سره ددې چينې معما هم څرګنده شوه .  په  ١٨ م پيړۍ کې پوهانو ته  ثابته شوه چی فشار لرونکې اوبه  د طبيعت کومه معجزه  نه بلکې د ځمکپوهنی يوه طبيعی پديده ده چی په هر ځای کې چې شرايط برابر شي  پيښيدای شی.
خو له مخه تر دی چی دا معجزه په ١٧ ميلادی پيړۍ کې په عملی توګه د انسانانو تر سترګوتيره  شی ، په ختيځ کې يوه پيړۍ پخوا لا  ستر پوه علامه ابوريحان محمد بن احمد البيرونی ٦   په خپلو څيړنو ا و تاليفاتو کې د ځمکپوهنی
 ( جيولوجي ) او هايدرو ځمکپوهنی  ( هايدرو جيولوجي )  په با ب اوپه ځانګړی توګه دارتيزنی څاګانو (  وروسته په دی نامه وبلل شول )  په اړه  هم خورا علمی او تخنيکې نظريات وړاندی کړی دی.  علامه البيرونی پخوا تر دی چی دارتيزنی اوبو اسرار و سپړل شی د اوبلنو پوړونو د فشار  په باب يی بشپړ نظريات درلودل  او اوس هم تر زياته حده پوری ابوريحان  البيرونی  په لويديزه نړی که د هايدرو مځکپوهنی ا و په ځانګړی توګه دارتيزانی اوبو دتيوری  بنسټ ايښودونکې بلل شوی دی. دا علمی _څيړنيز نظريات چی د ختيځو پوهانو په واسطه خورا پخوا څيړل شوی دی ،  له بده مرغه زموږ د لټی او بی پا می څخه  تر تورو خاورور لاندی شوی ا و نن ورځ دهری مسلی کشف او اختراع په اروپا او لويديزوالو  پوری تړلی بلل کيږي ، په داسی حال کې چی دا رتيزاني څاګانو په باب کوم نظريات چی په ١١ ميلادی پيړۍ کې ابوريحان البيرونی وړاندی کړی و زر کاله وروسته د ٢٠ پيړۍ
 تر پيل  پوری په امريکا کې فال ليدنه ګڼل کيده ٧   .
 همدا راز په وچو دښتو  اوبی اوبو سيمو کې د اوبود لاس ته راوړنې لپاره  ،  بل فن چی په کار لويده هغه د او بلنو پوړو نو څخه،د څاه ګانو په مرسته وچو سيمو ته د اوبو سمول و چی زموږ په هيواد کې دکاريز په نامه ياديږی. دا خورا لرغونی فن دی او نږدی دری زره کاله پخوا د انسانانو په واسطه کارول  شوی دی  د دې فن په باب  د استراليا نا متو ځمکپوه ( جيولوج ) دوکتور ريچارد چپمين                                   ( Richard Chapman) په خپل يو اثر((Geology and water)) کې ليکې:
 ((... د دی فن په برخه کې د افغانانو او فارسيانو ونډه د ځانګړې يادونی وړ ده ، ځکه دلومړی ځل له پاره  دا فن په همدغو سيمو کې کارول شوی دی.                          د کر نی اوکور نيو اړتياوو د پوره کولو  له پاره دغرنيو سيمو څخه و چو سيمو ته  د کوهيانود کندنې  اوويالو  له لارې د اوبو سمول خورا لرغونی عنعنه وه چی د ميلاد تر مخه په ٩ ميلادي پيړۍ کې کارول شوی ده.  دا فن د  ميلاد تر مخه په ٥١٢ کال کې  مصر ته  ليږديدلی دی چی اوس هم د مراکش څخه ترافغانستان پوری په دغو ټولو هيوادونو کې  ، ترې کار اخيستل کيږی او په بيلو بيلو سيمو  کې په بيلو نومونو ياديږی لکه: شطاالتير، فګاريور،  کنات، کاريز، فلاج او شاريز. دا سيستم په وچو سيمو کې کټ مټ د مرطوبو سيمو د سيندحيثيت لری.))
ام. ا. با ټلر(M.A. Butler) په خپل يو تاليف  ((Irrigation in Persia by kanats )) کې ليکلی:
(( د تهران اوبه د شپږ دير شو کاريزونو په مرسته پوره کيدلې چی اوږدوالی يې ٢٦   کيلومترو ته رسيده او ژوروالی يی ځای، ځای ١٥٠ متره و، د اوبو بهير د کال په ترځ کې لږ توپير موند.))
و. تايسيجر(W.Thesiger) په  ١٩٤٨_١٩٤٩ ميلادی کلونو کې عربی ټا پو ګانو ته يو سفر درلود، د همد غه سفر د خاطراتو څخه په خپل يوا اثر کې د                                ((Arabian Sands)) په نامه ليکې :
 (( ...د کاريز سيسټم په دغو ټاپوګانو کې ليدل کيږی او ما هغه ونې وليدلی چې د کاريزونو له وچوالی څخه و چی شوی وې. خوځنې ونې لا تر اوسه پورې هم د دغو کاريزونو له برکته اوبه کيږي.))
کله چې انسانانو  د خپلو لومړنيو  اړتياودپوره کولو له پاره  اوبه لاس ته راوړلې نوبيا په دې فکر کې شول چی تر ځمکې لاندی اوبه به  هرومرو په خپل ترکيب کې د ځمکې د اوډ نی ( ترکيب )  عناصر هم  لری چې دا هر عنصر کولی شي د ژونديو موجوداتو د بيلو بيلو ا ړتياوو له پاره ښه منبع وي. د وخت په تيريدو انسانانو ته څرګنده شوه چې تر ځمکې لاندی اوبه په رښتيا هم په  خپله اوډنه کې کانی مواد غازونه  او ځانګړي  عناصر لري .
            د لومړي ځل لپاره چې انسانانو دګرمو او منرالی او بو چينې وليدې،  چې  روغتيا ته زياته ګټه لري  او په لوړ  فشار له ځمکې نه ددارو يا  فوارو په څير د ځمکې مخ ته راپورته کيږي نو د ډيرې حيرانۍ نه يې  د هغو لمانځنه پيل کړه او هغه يې د خپلو خدايانو په توګه و ګڼلې . خو د انسانانو د شعور او فکري ودې سره سم هغوي ته داسی فکر پيدا شو چې تر ځمکې لاندی اوبه،  په خپله اوډنه کې بيل بيل معدني عناصر لری. نو کيدای شی همدغه اوبه د کانونوپه پلټنه کې  هم ستر رول ولوبوي
 تر ځمکې لاندې اوبو کې د مندليف جدول تقريباً ټول عناصر شته او طبيعی خبره ده  ، دهغو عناصرو پله درنده ده چی د ځمکې په اوډنه کې زياته برخه لری لکه : کلورين، ګوګړ، کاربن، سليکان، اکسيجن، سوډيم، مګنيزيم، کلسيم، اوسپنه او الومنيم.  له همدې امله تر ځمکې لاندی اوبه کله ناکله  د  ((مايع کاني ډبره)) په نامه هم يادوی.  ځکه دهمدغو او بو څخه د نورو موادو او عناصرو را ايستنه ممکنه ده. د اوبو څخه دغه ډول ګټه اخيستنه اوږد تاريخ لری. په نهمه – يوولسمه پيړيو کې د تروواومالګينو اوبو څخه به يې په پولنډ ¸المان ايټاليا او روسيه کې مالګه لاس ته راوړله . همدارنګه په چکو سلواکيا کې به يې  هم  د کار لوی داری په هو ساينځی  ( استرا حتګاه ) کې د همدغو اوبو څخه په کال کې په زرګونو ټنه مالګه او سوډا لاس ته راوړله .
 تر مځکې لاندی اوبو کې دغه عناصر لکه: ايوډين، ارسنيک، برومين، پتاشيم، نيکل، و لفرام، ليتيم، مس، جست، سرپ، سره زر، سپين زر، او داسی نور په پوره کچه موجود دی. که څه هم د دی اوبو څخه د پورتنيو عناصرو لاس ته راوړنه  اوس هم خورا ستونزمن کار دی خو بيا هم د ايوډين او برومين لاس ته راوړل د  نورو منابعو په پرتله ،  تر ځمکې لاندی  اوبه يې خورا  ښه زيرمه ګڼل کيږي. که په يوه ليتر اوبو کې ٢٠ ملی ګرامه ايوډين  موجود وی نو له اقتصادی پلوه  د دی عنصر د را ايستنی له پاره  دا مناسبه  اندازه ده.   د بيلګی په توګه : په باختری قفقاز کې د يوه کوهي  په يوه ليتر اوبو کې ٤٣ ملی ګرامه ايوډين او ٢٤١ ملی ګرامه برومين موجود دی ،  د کارپوهانو په عقيده د دې کوهي څخه په کال کې نږدی ٤٠٠ ټنه ايوډين او ٥٠٠٠ ټنه برومين لاس ته راوړل کيږی. د يادونی وړ خبره ده چې ايوډين او برومين لرونکې اوبه زياتره د نفت وغاز لرونکوسيمو سره نږدی اړيکې لری.
دا واقعيتونه ښيی چې تر ځمکې لاندی اوبه(( مايع کاني ډبره)) په خپله اوډنه کې په خورا زياته اندازه بيل بيل فلزات او نور نادره عنا صر لری چې په زړه پورې ګټه ورنه اخيستل کيږي.
        په اوبو کې د حل شوو مواد و څخه دا څرګنديږي چی  همدا مواد په مځکه کې د کانونو سره نږدی اړيکې لری  او د يوه عنصر شتوالی په زياته کچه د همغه عنصر د کان  شتون هم ښودلی شی.  له همدې امله پوهانو د کان پلټنی ، هايدرو کيمياوی طريقی منځ ته راوړی او د دغو طريقو څخه اوس په پراخه توګه ګټه اخيستل کيږی.
همدارنګه  تر ځمکې لاندی اوبو يوه بله په زړه پوری ځانګړتيا داده چی د زلزلی سره نږدی اړيکې لری.  که څه هم دا اړيکي تر ډيره وخته پورې  چاته د منلووړ نه وې  خو اوس داسې نظر موجود دی  که چيری موږ  تر ځمکې لاندی اوبه د ځمکې د پوټکې(قشر) د ډبرو يو جز وګڼو نو پورتني اړيکې هم بايد ومنو.  اوسنيو علومو دا ثابته کړی ده چې زلزله يا د ځمکې د پوټکې ريږديدنه  د فضايی او سياری د عواملو په بايله کې پيښيږی. د بيلو بيلو عواملو له مخی د ځمکې د پوټکې په ډبروکې خورا کوچنی کوچنی اهتزازات  او څپی سره ټوليږی ، وروسته  بيا همدغه څپې د داسی يوه چټک  حرکت سبب ګرځي چې پوړونه سره ښوروی، ځمکه چوی،  کلی، ښارونه نړوی اوپه پای کې  انسانان له منځه وړی.
 د د ی تراژيديو د پيښيدو سره سم ،  پوهانو له پخوا زمانو  را هيسی هڅه کړې چی د زلزلی اټکل وکړی تر څو د انسانانو د مرګ او ژوبلی مخه ونيول شي. د پخواني شوری اتحاد يو پوه ( ګ. مولانوف)  د ې سترې هيلې ته د رسيدو له پاره  يو  په زړه پوری ميتود  نه استفاده وکړه چی تر ځمکې لاندی اوبو سره تړلی دی. د څو تجربو نه وروسته،  هغه ته دا څرګنده شوه چی د زلزلې تر پيښيدو د مخه            تر  ځمکې لاندې اوبو کې د رادون دعنصر کچه زياتيږی  اوچې  کله زلزله تيره شی نو د رادون کچه بيرته لومړی حالت ته رسيږی. د اوبو او ډنی دا بدلون  کيدای شي دکوچنيواو وړو زلزلو له پاره دومره ګټور نه وی خو د ٤-٥ بالو درجو او پورته زلزلو له پاره خورا ډاډمن او ګټور ميتود بلل شوی دی.
بله خبره چی تر ځمکې لاندی اوبو اړيکې د زلزلی سره ښيی ،  هغه د زلزلو تر پيښيدو لږ څه د مخه په څاګانو کې د اوبو د سطحی لوړوالی دی. چې اندازه يې د ٣ څخه تر ١٨ سانتی مترو پوری وي.  له دی بدلون څخه هم د زلزلی په اټکل کې کار اخيستل کيدای شی.
     د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې څرګنده شوه چی تر ځمکې  لاندی اوبه د ټاکلو شرايطو لاندی د زلزلو سبب کيږی. دا پديده د اوبو د لويو   زيرمو د جوړښت سره اړيکې لری. د دی ادعا ښه ثبوت په امريکا کې د مصنوعی ډنډ   (  بولدردام )  ډکيدل دی. د دی مصنوعی ډنډ ډکيدل  په ١٩٣٥ م کال کې  پيل شول ، کله جې د اوبو سطحه ١٠٠ متروته ورسيده ، نو لومړی زلزله  منځ ته راغله   داوبو دسطحی په لوړيدو سره څوځله نورې زلزلې هم منځ ته راغلې . په همدی ډول د اوبو سطحه  چې ١٤٥ مترو ته رسيده  ، نږدی سل زلزلی پيښی شوې.
      د دی قاعدې  له پاره د بولدردام پيښه يوازنی بيلګه نه ده  بلکه د هند د اوبو  زيرمه ( کوينه )  يې بله خو را څرګنده نمونه ده. د دې زيرمې په ډکيدو سره  په سيمه څو ځلې زلزلی منځ ته راغلې دي. د ١٩٦٧ م کال زلزله  يې  نهوبالوته ورسيده چی د ٢٠٠تنو د مړينی او  ٢٠٠٠تنو د ژوبلی سبب شوه.
       پوهان په دی عقيده دی چې د دې پديدی اصلی لامل د اوبودسطحې  په لوړوالی پوری تړلی دی ، نه د اوبو په حجم پوری.  ځکه د اوبو د سطحی لوړوالی کله چی سلو مترو ته ورسيږی اويا  تر دې هم جګ شی نو د زلزلو شميرهم
پر زياتيدو شی.
تر اوسه تر ځمکې لاندی  اوبو  ډير اسرار لا نه دي څرګند او انسان هڅه کوي چې په خپل ټول توان سره  د نوی ټکنالوژی او نوی تخنيک په مرسته دغه اسرار څرګند او دانسانانو د نيکمرغی او سو کالی له پاره يې په کار واچوی.