١: کاربونيکې منرالی اوبه:
د دی ډول منرالی اوبو درملی ځانګړنی په اوبو کې د حل شوی کاربن ډای اکسايد غاز د زيات شتوالی له مخی څرګنديږی. د غاز درلود لو له پلوه په ټولو منرالی اوبو کې کار بونيکې منرالی اوبه خورا زياتی خپری دی چی په رقمی ښوونی سره تقريباً په سل کې د ٨٠_ ١٠٠پوری رسيږی. تر ټولو منرالی اوبو د دی ډول اوبو ګازی مشبوعيت خورا زيات وی او ګازی فکتور يی په متر مکعب کې ١،٥ څخه تر ٤،٦ متر مکعبو پوری رسيږی او کله هم دا رقم تر ١٨ يا زياتو متر مکعبو پوری رسيږی.
زيات پوهان په دې عقيده دی چی په اوبو کې حل شوی کاربن ډای اکسايد تر ډيره حده پورې ميتا مورفيکې منشا لری. دا ثابته شوی ده چی د سانتی ګراد په ٤٠٠ درجو کې د کاربن ډای اکسايد ګاز د کاربوناتی ډبرو يا ترجينی رسوباتو څخه په زياته کچه راوځی. د مګما تيکې او اور شيندونکو فعاليتويه سيمه کې تودوخه خورا زياته وی نو ويلی شو چی د کاربن ډای اکسايد منرالی او به هم په همدی سيمی پوری تړلی دی. همدراز دژورې مانتيا څخه هم د کاربن دای اکسايد ګاز يوه برخه را پورته کيږی چی د بيو کمياوی تعاملاتو په پايله کې
جوړ ښت مومی.
تر مځکې لاندې اوبو باندې د کاربن ډای اکسايد غاز اغيز ه خورا زياته وی چی د هغه له مخی داوبو په کيمياوی او ډنه کې توپير راځی او په اوبو کې هايدرو کاربوناتی ايونونه زياتيږی. له همدی امله کلورايډی اوبه،د کاربن ډای اکسايد په زياتيدو سره په هايدرو کاربونات – کلورايډی او سلفاتی اوبه همدا شان په هايدرو کاربوناتی – سلفاتی اوبو بدليږي.
کله چی کار بونيکې منرالی اوبه د ځمکې سطحې ته راوځی نو د کاربن ډای اکسايد ګاز يوه برخه الوځی او په پايله کې يی، کلسيم کلورايډ له اوبو څخه بيليږی او اهکې توفونه جوړوی. په افغانستان کې دمنرالی اوبو د چينو پر غاړه په استالف، غوربند دره، باميان، دارغنداب دسيند پر څنډه او نورو سيمو کې دا ډول اهکې تشکيلات ليدلی شو.
د کاربونيکو منرالی اوبو خورا زيات ډولونه په طبيعت کې ليدل کيږی خو د هغو له جملی څخه پنځه ډوله يې زيات خپاره دی چې په لنډيز سره يی دلته يادونه کوو:
لومړی ډول : خوږی يا لږ مالګينی منرالی اوبه دی چی منراليزيشن يی په ليتر کې ٤ ګرامه دی. دغه ډول اوبه د جيولوجيکې جوړښت په لږ ژور والی کې جوړيږي، د کيميادوی او ډنی(ترکيب) له پلوه هايدرو کاربونات – کلسيمی، هايدرو کاربونات – کلسيم، مګنيزی يا سلفاټ – هايدرو کاربونات – مګنيزيم کلسيمی ډولونه لري. تودوخه يی د سانتی ګراد تر ٢٠ درجو نه زياتيږی او د کاربن ډای اکسايد غاز په ليتر کې ٣،٠ ګرامه وی.
دوهم ډول: کاربونيکې تودی او سړې منرالی اوبه دی چی زياتره يی هايدور کاربونات – سلفاټ – سوډيمی او کلورايد – هايدرو کاربونات – کلسيم ډولونه لری او منراليزيشن يی په ليتر کې تر ٦،٥ ګرامو پوری رسيږی. تودوالی يی د سانتی ګراد ٣٧-٤٠ او کله هم ٧٠ درجو ته رسيږی، د کاربن ډای اکسايد ګاز په ليتر کې ٠،٢ – ١،٠ اوکله هم ٢-٣ ګرامه وی، دا ډول اوبه ژورو چاودو( شکستګي عميق ) ته نژدی موقعيت لری
دريم ډول : کاربونيکي د هايدرو کاربونات – سوډيمی اوبه دی چی کله ناکله د سلفاتو کچه يی زياته وی، منراليزيشن يی په ليتر کې تر ١٠ ګرامو پوری وی، د کاربن ډای اکسايد ګاز په ليتر کې تر ٢ ګرامو پروی وی، د اوبو تودوالی يې د سانتی ګراد ١٤-٣٥ درجی وی.
څلورم ډول : کاربونيکې کلورايد – هايدرو کاربونات سوډيمی او هايدرو کاربونات – کلورايډ – سوډيمی اوبه دی چی منراليزيشن يې په يوه ليتر کې تر ٢٥ ګرامو پوری وی، د کاربن ډای اکسايد غاز يې په ليتر کې ٢،٥ ګرامه دی، تودوالی يی د سانتی ګراد تر ٣٧ درجو نه زيات وي.
پنځم ډول : کاربونيکې تروی کلورايډ – سوډيمی يا کلورايډ – کلسيم – سوډيمی اوبه دی چې منراليزيشن يی په ليتر کې تر ٥٠٠ ګرامو پوری رسيږی، د کاربن ډای اکسايد غاز په ليتر کې تر ٢،٧ ګرامو پوری وی، تودوالی يی د سانتی ګراد تر ٣٧ درجو زياتيږی.
کاربونکيی منرالی اوبه د درملی ځانګړتيا و له پلوه د ګيډی، ټپ، مزمن ګاستريت، د کولمو، پوښتورګی، پوټکې د مواد و په تبادله کې د خنډ پيښيدو د ناروغيو له پاره ګټوری اوبه بلل شوی دی.
د کاربونيکو منرالی اوبو چينی په افغانستان کې هم زياتی ليدلی شوی چې په ځانګړی ډول د کاربونيکې اوبو چينی د پنچاب- غور بند – پنجشير په زون کې چی ددوو لويو کمر بندونو بدخشان – هريرود او هلمند- ارغنداب تر منځ يوه غوټه ده په زياته کچه ليدلی کيږی. د دی سيمی لوي چينی د نوا مزار، چيل او غر غوری چينی دی. سر بيره پردغو ياد و شويو چينو باندی په افغانستان کې د کاربونيکو اوبو تودی چينی هم لکه کالو، خواجه قيچ په باميان کې، شتا – ګرم اب په ارزګان کې، کشک – کهنه په هرات کې او داسی نوری. د زيات تفصيل له پاره څلورم څپرکې وګوری.
٢: هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبه :
د دی ډول اوبو درملی ځانګړنی د ازاد هايدروجن، سلفر او هايدروسلفايټ ايو نونوپه شتوالی سره ټاکل کيږی. عموماد درملی مو خو له پاره د لمبلو په بڼه کارول کيږی. په درملی منرالی اوبو کې د هايدروجن سلفر کچه په ليتر کې تر لسو ملی ګرامو بايد لږه نه وی او د همدی ځانګړنی له مخی دا ډول اوبه پر څلور و ډولو ويشل کيږی:
لږ هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبه چی د هايدروجن سلفر کچه يی په ليتر کې ١٠-٥٠ ملی ګرامه
_منځنی هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبه چی د هايدروجن سلفر کچه يی په ليتر کې ٥٠-١٠٠ ملی ګرامه
زيات هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبه چی د هايدروجن سلفر کچه يی په ليتر کې ١٠٠-٢٥٠ ملی ګرامه وی
خورا زيات هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبه چی د هايدروجن سلفر کچه يی په لتير کې تر ٢٥٠ ملی ګرامو زياته شی.هايدروجن سلفلرونکې منرالی اوبه د پيدايښت له مخی هم پر دريو ډولونو ويشل کيږی :
الف _ ناتيرو جنی، هايدروجن سلفر لرونکې منرالي اوبه: دا ډول اوبه د جنيتيک له مخې د څلورمی دوری داومو سکرو د تشکيلاتو اوپه لږ ژوروالی کې د ګچ لرونکو ډبرو سره اړيکې لری او کله چی د سلفاټ – کلسيمی اوډنی اوبه داومو سکرو زيرمو ته ورسيږی د سلفاټو د ريډکشن تر اغيزې لاندی د
ميتا مور فيزم عمليه سرته رسيږی.
د هايدروجن سلفر کچه په ليتر کې تر ٥٠ ملی ګرامو نه زياتيږی. داو ډنی له مخی دا اوبه سلفاټ – کلسيمی يا هايدروکاربونات – سلفاټ – کلسيمی وی، منرالزيشن يی په ليتر کې تر ٢-٣ ګرامو نه زياتيږی.
ب _ ميتانی، هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبه: دا ډول اوبه د جنيتيک له مخی د نفت او ګاز لرونکو تر سو باتو سره اړيکې لری چی د ارتيزانی ډنډ په زيات ژوروالی کې د ريډکشن عمليی له مخې جوړيږی.
دا ډول اوبه پخپله هم خورا زيات ډولونه لری چی د ايو نونو اوډنه يی توپير لری. منرالزيشن يی بيل دی، د هايدروجن سلفر کچه يی زيات توپير لری دا وډنی له مخی کلورايډ – سوډيمی يا هايدرو کاربونات – کلورايډ- سوډيمی او به زياتی خپر ی دی.
ج _ کاربونيکې هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبه:- دا ډول اوبه د جنيتيک له مخی د اوسنيو اورشيندونکو او ځوانو مګماتيکې بهيرونو سره اړيکې لری. هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبه د درملی ځانګړ نو له مخی د زړه، عصبی، پوټکې او داسی نورو ناروغيو له پاره ګټوری بلل شوی دی. د هايدروجن سلفر لرونکې منرالی اوبو چينی دافغانستان په شمالی سيمه کې د چاودونو پر څنډه د نفت او ګاز لرونکو سيمو سره نږدی موقعيت لری. همدرا زدبدخشان په زون کې د سرعليان په چينه کې که څه هم اسيد کاربوينکې اوبه دی خو د اوبو د ګازاتو غوره توکې يی هايدروجن سلفر دی. د دی ډول اوبو خورا غوره بيلګه د بلخ په ولايت کې د ګنج کان دی.
٣ - راديواکتيوتی منرالی اوبه :
هغه منرالی اوبو ته ويل کيږی چی راديو اکتيوتی عناصر و کچه يې زياته وي.
همداراز هغه اوبو ته راديو اکتيوتی اوبه ويلی شو چی راديم په ليتر کې تر
١١- ١٠ ×١ ګرامو زيات وی، يورانيم په ليتر کې ٥-١٠x٣ ګرامو زيات وی او رادون تر ٥٠ امانو١٧زيات وی. دا ډول اوبه پر رادونی، راديمی، رادون- راديمی او يورانيمی ويشلی کيږی چی دهغو څخه رادونی او رادون- راديمی ډولونه زيات خپاره دی:
الف _ رادونی منرالی اوبه:- دا ډول اوبه په خپل اوډنه کې د راديم ګازی اماناسيون (رادون) په زياته کچه لری او پر لاندی ډولونو ويشل کيږی:
لږ رادونی اوبه (٥٠=٤٠٠ امانه)
امنځنې رادونی اوبه ( ٤٠٠-٢٠٠٠ امانه)
لوړ رادونی اوبه ( تر ٢٠٠٠ امانو زيات)
د رادونی منرالی اوبو کانونه د ډبرو د اماناسيون او په بهاندو اوبو کې د رادون په خپريدو سره جوړيږی. دا ډول او به په لږ ژوروالی کې په ارتيزانی اوبلنو هريزو نتونو کې زياتی ليدلی کيږی.
ب _ رادون – راديمی منرالی اوبه:- په دی ډول اوبو کې رادون د راديم په پرتله خورا زيات وی او کله چی د راديم سره ګډی او به امانا سيونی کلکتور ته ورسيږی رادون ځنی بيليږی. دا ډول منرالی اوبه خوراګټوری اوارزښتمنی اوبه دی. د درملی ځانګړنو له مخی د عصبی، پوټکې،زړه او داسی نورو ناروغيو له پاره کارول کيدای شی.
• په افغانستان کې د منرالی اوبو د پيدايښت څرنګوالی :
زموږ هيواد د منرالی اوبو له پلوه يو ستر غنی هيواد دی چی زياتره چينی يې د هندوکش، باباغر، پا را پاميز او داسې نورو غرونو د لړيو د لويو چاودونو په امتداد پرتې وی.
په افغانستان کی منرالی اوبه د تشکيل، منشاء او ترکيب له مخی په لاندې ډولونو ويشل شوی دی.
١:هغه منرالی اوبه چی د ميتامورفيکی زون په شرايطو کې منځ ته راځی، د ترکيب له مخی کاربونيک او کله نا کله کاربونيک نايتروجن لرونکی تودې او سړی اوبه دی.
٢: هغه منرالی اوبه چې د احياوی (ارجاعی) زون په شرايطو کې تشکل مومی، د ترکيب له مخی دوه ډوله دی:
الف- نايتروجن لرونکی تودی اوبه چی دګرانيتی با توليتونو په مخنی برخی پوری اړه لری.
ب - سلفيدی تودی اوبه چی د په نفت لرونکو جوړښتونه پوری اړه لری.
٣: هغه منرالی اوبه چی داکسيديشنی زون په شرايطو کی جوړيږی او دتر کيب له مخی دوه ډوله دی.
الف- هغه اوبه چی په اهکی اومالګينو پوړونو پوری اړه لری.
ب - هغه اوبه چی لږ pH او د اکسيديشنی زون په سلفيدی کانی جسم پوری اړه لری. دزياتو معلوماتو له پاره ( ٢ جدول او٣نقشه ) وګوری
دافغانستان دمنرالی اوبو غوره ځانګړتياوی لکه د تشکيل شرايط، د منرالی اوبو ډول، د تودوخی درجه ( T, Co ) توليدی سيک ياديبيت (Q, l/sec)، pH، د م. ګ کورو لوف فورمول په لاندی جدول کی ښودل شوی دی:
I. هغه منرالی اوبه چی د ميتامورفيکی زون په شرايطو کې منځ ته راځی.
دا ډول اوبه په عمومی توګه دترکيب له مخی کاربونيک اوکله کله نايتروجن لرونکی کاربونيکی تودی او سړی اوبه دی چی د لويو چاودونو په زون پوری اړه لری. دهيواد د تکتونيکی. سيمويش له مخی کاربونيکی اوبه په کمر بندونو او هرکمر بندپه زونونو او فرعی زونونو ويشل کيږی:
١- د بدخشان – هريرود د منرالی اوبو ستر کمر بند: د کاربونيکو اوبو دا ستر کمر بند د افغان- جنوبی پامير په ګونځه شوی (Fold) سيمه کی پروت دی هلته چی د هريرود قرغند او مر کزی بدخشان د لويو چاودونو سيسټم موجود دی.
دا ستر کمر بند د ختيځ څخه د لويديځ په لور د هرات، پنجاب – غوربند پنجشير او بدخشان په زونونو ويشل کيږی.
هرات زون: په دی زون کی تودی مالګينی اوبه چی ضعيف کاربونيک غاز لری تر سترګو کيږی. د نوموړو اوبو کمر بند دهيواد په شمال لويديځ کې د ( کلاتګی) او ( ګوشګی) د کلی څخه پيل کيږی او د اوبو اساسی منراليزيشن يی د پاليوجن د تر يجنی تولش په مالګو پوری اړه لری. زيات ګمان کيږی چې کاربونيکی مالګی ډيره ژوره منشا لری ( دوهم جدول )
د دی زون ختيځ خوا ته بيا خالصی کاربونيکی اوبه ليدلی شو چې په فعاله توګه دکاربونيک غاز تری راوځی او ترا ورتين منځ ته راوړی.
د اوبو منراليزيشن يې په يوه ليتر کی ٧ ګرامو ته رسيږی. د يو څه فاصلی او وقفی وروسته د اوبی چينی تودی تايتر وجن لرونکی اوبه ليدلی شو چی وروسته بيا ختيځ لوری ته د چشت شريف په سيمه کی په کاربونيکو او بو بدليږی. ددې زون په جنوب کی دکار بو نيکو او بو را وتنه دچاود په جنوب لويديځی برخی پوری اړه لری او يوازی د هغه چا ود د جنوب لويديځ اخرنۍ څنډې په پای کې د اب ګرم دچينو ګرمې نايتروجن لرونکی اوبه ليدلی شو.
د پنجاب- غوربند- پنجشير زون : د بدخشان هر يرود او هلمند ارغندا ب د دووکمر بندونو د اتصال په سيمه کی، د کاربونيک اسيد د اوبو يو ستر او اوږ د زون چی د زيرمې اوکيمياوی ترکيب له مخی ساری نه لری منځ ته راغلی دی. دازون يوځانګړی ارزښت لری ا وهغه دا چی دهيواد دعمده تکتونيکی جوړښتونو په غوټه (ګره) کی موقيعت لری. په دیزون کې د کاربونيکو اوبو د ډولونو له پلوه دری فرعی زونونه جلاکيږی.
پنجاب – بند امير فرعی زون : په دی زون کې سړی او تودی کاربونيکی او په چی عموماً هايدرو کاربناتی- کلوريدی- کلسيمی- سوډيمی ترکيب لری په فعاله توګه تر سترګو کيږی. د اوبو منراليزيشن يی په يوه ليټر کی تر ٣ ګرامو پوری او pH يی تر 6,1-6,5 پور ی رسيږی او دازاد Co2 په وسيله کنټرول کيږي. د Co2ا ندازه ډير زه زياته، حتی په يوه ليټر کې تر ٤ ګرامو پوری رسيږی. په دی زون کی د کاربونيک اسيد د چينو تراکم زيات او د اوبو اندازه يی هم ډيره ده. د دی چينو څخه يو شميرچينی دکاربونيک اوبو د کان ( معدن) حيثيت لری لکه دخواجه قيچ – غورغوری او داسې نور چينی.
کالو – غوربند – ترکمن فرعی زون: دا زون هم د منرالی اوبو يو شمير زياتی چينی لری چې په هغو کې داوبو کيمياوی ترکيب او دځانګړو کامپننتونو مختلف ډولونه ليدل کيږی.
د دی سيمی داوبو په ترکيب کی دټولو جيو لوجيکی دورو دکانی موادو د تشکيل ميتالو جينيکی ځانګړتياوی ليدلی شو چی بيلګه يې دکالو د دری د تودو اوبو چينی دی. په نوموړی دره کی په لس ګونو داسی چينی شته چی د کار بو نيک اسيد غاز ترې راوځی او دنادره قلوياتو زياته اندازه لکه د Fe, As, B, Be, Ge د لوړ کانستريشن د Tr, Sr, Ba, Pb, Zn, Ag او Sc لرونکی دی. دا اوبه د B, Cs, Rb, Li او Ge د لرلو له امله کولی شو د صنعتی اوبو په حيث وګڼو. ددی اوبو ډول عمدتاً کلوريدی – هايدرو کاربناتی – سو ډيمي اويا کلوريدی – سوډيمی څخه عبارت دی. منراليزيشن يی په يوه ليټر کی ٦ ګرامو ته رسيږی.
اندراب – پنجاب فرعی زون: په دی زون کی دکاربونيکو اوبو د تشکيل دپروسی فعاليت د دوو پورتنيو زونو نو په پرتله لږ دی. سره له دی چې، د دې سيمی په چينو کی د نادره قلويا تو زيات مقدار ليدل کيږی ولی بيا هم داوبو عمومی منراليزيشن د Co2 اندازه او دميکرو عنا صرو کانستريشن يی کم دی. د ګرانو تويدی کانتکتونو مخنی برخه کی د نايتروجن لرونکو تودو اوبو چينی تثبيت شوی دی.
بدخشان زون : دا زون په بشپړه توګه نه دی مطالعه شوی خو لکه څنګه چې ليدل کيږی د دی کمر بند د نورو زونو نو په پرتله، په دی زون کې کاربونيکی اوبه لږی ليدل کيږی. ددی کمر بند په وروستی برخه کی دتودو او سړو نايتروجن لرونکو او بوچينی ( بابا تنګی ) اوهمدا رنګه هايدروجن سلفايد لرونکو او بو چينی ( سری ګليان) ليدلی شو.
٢- هلمند- ارغنداب دکمر بند کاربونيک اوبه:
د دی کمر بندمنرالی اوبه د هلمند – ارغنداب په شانګوړی ( برامدګی) پوری اړه چی د سيمه ايزو چا ودونو لکه مقر – ترنګ، هلمند او داسی نورو د فعاليت په پايله کې منځ ته راغلی دی. دا کمر بند د ژورو اساسی چاودونو په اوږدوالی کې پر دريو زونونو ويشل کيږی. هلمند، مقر- ترنک، تيرين اژ در.
هلمند زون : دا زون د هلمند د چاود په اوږ دوکې پروت دی د اوبو ترکيب يی په شمال خيتځه برخه کې هلته چې د بدخشان- هريرود د ستر کمر بند سره نښتی هايدروکاربناتی دی او د پنجاب – بندامير د فرعی زون اوبو ته ورته دی.
مقر- ترنک زون : دا زون د مقر- ترنک د چاود په اوږ دو کی پروت او ځانګړی هايدرو کاربناتی چينی لری چې د قلوی او نورو نادره عنصرونو زياته اندازه لری او دافغانستان د جنوبی کتلی د ژوروبرخو په ميتالوجن باندی دلالت کوی.
تيرين – اژ در زون : دازون دهلمند او ارغنداب د ګرانو تويدی باتو ليتونو په منځ کې پروت دی. د دی زون د اوبو کيمياوی او ګازی ترکيب بدلون په دی ډول دی : شمال ختيځ لوری ته هر څومره چې د بدخشان – هريرود ستر کمر بند ته نږدې کيږي، په همغه اندازه د چينو هايدرو کاربناتی خاصيبت، داوبو عمومی منراليزيشن، دميکرو عناصر و تجمع.زياتيږي. بر عکس جنوب – ختيځ لوری ته عمومی منراليزيشن او د ازاد Co2 اندازه کميږی خو دتودوخی درجه، د يبيت او د سليکاتی تيزابو مقدرا زياتوالی مومی او اوبه نايتروجنی خصلت پيدا کوی. د دی کمر بند د کار بونيکو اوبو زياته اندازه، د بدخشان هريرود د کمر بند سره د يوځای کيدو په سيمه کی ليدل کيږی. د نوموړی کمر بند د جنوب لويديځ خوا په پای کی نايتروجني تودی چينی چی د Co2 د غاز زيات محلولات لری تر سترګو کيږی.
٣- د فراه رود دکمر بند کاربونيک اوبه: دا کمر بند د فراه رود په کړوپتيا ( خميده ګی) کې موقيعت لری او د پسابند د چاود په زون پوری اړه لری. د دې کمر بند د جنوب لويديځ خوا په پای کې د تودو نايتروجن لرونکو اوبو خروجی سيسټم ليدلی شو. داکمر بند پر دوو زونو نو ويشل کيږی يو د پسا بند او بل د تولک زون.
د دې زون د منرالی اوبو د چينو غوره ځانګړتياوې دادی چی د کاربن ډای اکسيد د غاز لږ کانستريشن، د تودوخی ټيټه درجه او د تر اور تينو د ترسبب وړ تيا يی لږه ده، د دی اوبو ډول په عمومی توګه هايدرو کاربناتی- کلسيمی دی. دلته د مکرو کا پننتونو اندازه کمه ده. د دی کمر بند په جنوب لويديځو څنډو کې کاربونيکی اوبه په تودو نايتروجن لرونکو سليکاتی اوبو باندی بدليږی.
د ډوری رود د کاربونيکو اوبو کمر بند: د افغانستان په جنوب کی د ډوری رود په نامه د کاربونيک اسيد د اوبو کمر بند جدا کيږی. د دی زون منرالی اوبه د افغانستان دجنوبی وسطی کتلی. دجنوبی خوا د پای په چاود پوری اړه لری. په دی کمر بند کې دوه ډوله ما لګينی کاربونيکی اوبه چی د کلوريد او سوډيم لرونکو دي پيژندل شوی دی.
لومړی ډول يې د هغو تودو مالګينو اوبو څخه عبارت دی چې دفشار په وسيله راوځی او کاربن ډای اکسيد ور څخه خارجيږی. د دی اوبو د تراورتينو سره يو ځای د خوړلو مالګې هم ترسب کوی.
دوهم ډول يی مالګينی سړی اوبه دی چې د Co2 غاز لږ خارجوی او په کمه اندازه دکلسيم کاربناتونه تری رسوب کوی.
د دی زون کاربونيک اوبه دميکرو کامپنتونو د ترکيب او مکان له مخی دا ارګانيت په يو شمير زياتو معدنی جسمونو پوری اړه لری.
* * *
دهريرود- بدخشان دکمر بند شمالی لوری ته منرالی اوبه ځانګړی سيمويش نه لری په خاصه توګه د شمالی پلانفورم په څنډو پوری اړه لری. دهيواد د منرالی اوبو د پراختيا په باب لاندی قانونمندی ليدل شو:
الف: د هغو منرالی اوبو زونو نه چی دهريرود- بدخشان په کمر بند کی داخل نه دی د نوموړی کمربند د چاود ونود سمت لوري سره سم غځيدلی دی.
ب: په هغو سيمو کې چې چاودونه دمنرالی اوبو دخروجی کانالونو په توګه مرسته کوی او دهريرود – بدخشان د عمده کمر بند د زونونو سره يو ځای کيږی هلته يوه ځانګړۍ تکتونيکی غوټه منځ ته راوړي چې د کاربونيک اسيد د اوبو غوره زيرمې لري چې ښه بيلګه يې دقرغنو او هلمند د چاودونو د يو ځای کيدو سيمه ده.
ج: د هيواد د منرالی اوبه د کمر بندونو او زونونو ځانګړتياوی داد دی: هر څو مره چې دهريرود – بدخشان ستر کمر بند پر لور نږ دی کيږو عمومی منراليزيشن او د ازاد Co2 اندازه کموالی مومی او په تدريجی توګه ناتيروجن، سليکاتی تيزاب او تودوخی درجه کميږ ی.
II. -هغه منرالی اوبه چی د احياوی ( ارجاعی) زون په شرايطو کې منځ ته راځی.
هغه منرالی اوبه چې د احياوی زون په شرايطو کې منځ ته راځی په دوه ډوله دی: تايتروجني تودی اوبه او سلفر لرونکی اوبه. ناتيروجني تودی اوبه په خاصه توګه د افغانستان د تباشير، پا ليوجن په ګرانو تويدی کمپلکسونو او تودی سلفر لرونکی اوبه د شمالی پلاتفورم په نفت لرونکو جوړښتوونو پوری اړه لری.
١- تودی نايتروجن لرونکی اوبه: دا اوبه د موقيعت له مخی د کاربونيک اسيد د اوبو په سيمه ايز موقيعت پوری اړه لری چې ځنی وخت نوموړی اوبه دکاربن ډای اکسيد غاز چی په ژورو ميتامورفيکی شرايطو کې منځ ته راځی هم لری. نايتروجني تودی چينی چې دانتروزيفی د داخلی او يا خارجی کانتکت په برخو کې موقيعت لری تر اوسه د ګرانيتي پلو تونونو د ايروژن په وسيله نه دی ښکاره شوی ( تيرين – اژدر زون ) د دی اوبو د تودوخې درجه تل لوړه او اندازه يې هم زياته ده.
د تودو نايتروجن لرونکو اوبو عمومی ترکيب د پوښل شوو ډير و په کيمياوي ترکيب پورې اړه لري. معمولا هيدرو کاربوناتي، سوډيمي _ کلسيمی او يا سوډيمی- مګنيزيمی ترکيب لری چې د pH اندازه يې د 7,5 نه زياته نه ده.
دا اوبه په زياته اندازه سليکاتی تيزاب لری ( په يوليتر کې ترn.100 ملی ګرامه) او مينراليزيشن يې په يو ليټر کې د -1 1,5 ګرامو پوری رسيږی. د نو موړو اوبو د ميکرو عناصر و ترکيب عموماً د ګرانو تويدی دکتلو د کانتکت د برخو د ډبرو د جيو کيمياوی مشحصاتو څرګندوی دی.
د هريرود – بدخشان د عمده کمر بند نايتروجن لرونکی اوبه، دکمر بند د لويديځو برخو د ګرانو تويدی کتلو پوری اړه لری لکه د او بی او د اب ګرم چينی.
دغه ډول اوبه د پنجاب- غوربند – پنجشير دکاربونيک ا سيد د اوبو په زون کی نه ليدل کيږي.
يوازی د پنچاب- غوربند د فرعی زون په اخرنی برخه کې نايتروجن لرونکی اوبه په لږه اندازه ليدل کيږی چې وروسته بيا د بدخشان په زون کې هم تر سترګو کيږی. په دې زون کې عملاً د C02 د تجمع پر وسه په د رزی او بو کې نه ليدل کيږی چې بيلګه يې په ښه توګه د کمر بند په شمال شرقی برخه کې، د واخان د ګرانو تويدونو په ارتباط ( بابا تنګی او نوری چينی ) ليدلی شو. د هلمند – ارغنداب په کمر بند کې نايتروجن لرونکی اوبه دهلمند- ارغنداب د ګرانو تويدی کامپلکسونو د څوکی په برخو پوری اړه لری خو تر اوسه د تيرين _ اژدر د زون د جنوب لويديځې برخې په پای کې په ورته ګرانوتويدی کتلو کې نوموړی اوبه د ايروژن په وسيله نه دی را څرګندی شوی.
د فراه رود د کمر بند د جنوب لويديځی برخی په پای کې يعنی د فراه ښار ته نږدی نوموړی اوبه ليدلی شو. د دغه ډول اوبو دوه چينی د پلاتفورم په څنډو کې تثبيت شوی دی. بايد ووايو چې کاربونيک اسيدی اوبه په متيامورفيکی شرايطو کې منځ ته راځی او په خاصه توګه د چاودونو په مرکزی او ډيرو ژورو برخو پوری اړه لری. نوموړی اوبه د چاودنو د څنډو په لور په نايتروجن لرونکو اوبو ( زياتره سليکاتی) چې په احياوی شرايطو کې منځ ته راځی بدليږی. د زياتو معلوماتو له پاره (٣ جدول ) وګوری.
٢- سلفر لرونکی اوبه ( هايدروجن سلفر لرونکی): هغه چينی چې په لږه اندازه هايدروجن سلفايد لری، دهريرود – بدخشان د عمده کمر بند په اوږ دوکې ليدل کيږی. د پنجاب- د غوربند – پنچشير په زون کې دچينو اوبه کټ مټ کاربونيک اسيد دی چې دهايدروجن سلفايد بوی لری. د بيلګی په توګه د لولنج او تا را چينی يادولی شو. خو د بدخشان په زون کې چې په لږه اندازه د کاربونيک اسيد اوبه لری هايدروجن سلفايد د اوبو د ګازی ترکيب اساسی توکی ګڼل کيږی چې نمونه يې د سر عليان په چينه کې ليدلی شو.
ځنی کټ مټ سلفيدی چينی د نفت و غاز دساختمانونو په څنګ کې د چاودونو په امتداد پرتی دی چې د هغو اوبه بر سيره پر هايدروجن، تر زياتی اندازی د C02 غاز ازاده وی او تر اورتين ترې رسوب کوی.د زياتو معلوماتو له پاره (٤ جدول) وګوری.
هغه منرالی اوبه چې د اکسيديشن په زون کې جوړيږی.
دا ډول اوبه د هايپر جنيز په زون کې منځ ته راځی. تشکيل يې د سلفيدی جسمونو ياد ډبرو د عضوی مواد و د اکسيديشن او همدا رنګه د ډبرو دمالګو په قلوی کيدلو پور ی اړه لری. هغه چينی چې د سلفيدی کانی موادو په اکسيديشنی زونونو پوری اړه لری، زياتره يې د کانی تيږو (سنګ معدنی) په سيمو کې ليدل کيږی. دا اوبه سړی دی او pH يی هم ډير لږ دی. يو زيات شمير چينی چې د سلفيدی کانی تيږو د اکسيديشنی زونو پوری اړه لری، د ارغنداب – تيرين په ميتالوجينی زون کې تثبيت شوی دی. د مالګی لرونکو او ګچ لرونکو رسوباتو منرالی اوبو چينو، کيمياوی ترکيب د ډبرو دمالګو په انحلال او قلوی کيدلو پوری اړه لری.
همدا لامل د مالګينی اوبو ( مالګوبيو) د تشکيل سبب دی چې سلفاتی کلسيمی، کلوريد سوديمی او يا مختلط ترکيب لری. د دی چينو ابوبه عموماً سړی وی او د دبيت اندازه يې کله نا کله په يوه ثانيه کی د يوليتر څخه زياتيږی. دا ډول اوبه عموماً په هغو سيمو کې چې د مالګې کاني جسمونه مو جود وي، او په هغو سيمو کې چې هلته د پاليوجن، نيوجن او څلورمی دوری مالګه لرونکی رسوبات ډير وی، زياتې ليدل کيږی. د زياتو معلوماتو له پاره (٥ جدول) وګوری.
• د منرالی اوبو ځانګړی ميتا لوجنيکی ځانګړنی :
د موجوده څيړنيزو راپورونو او اسنادو له مخی ويلی شو چی منرالی اوبه د کيمياوی ترکيب او جوړښت د ميکانيزم له مخې ځانګړی سيمی بيلا بيلې ميتالوجنيکی مشخصات لری.
دافغانستان د وسطی کتلو د څنډو په امتداد چی هلته دکار بونيکو اوبو خرو جی زونونه شته، د پګامتيتونود نادره فلزاتو منراليزيشن دهغو دميتالوجنيکی اصلی مشخصا تو څخه نه ګڼل کيږی بلکې دپګماتيتونو څرګند او روښانه منراليزيشن د پامير – نورستان په وسطی کتله کې ليدلی شو. ځکه چی هلته د پګماتيتو نو
خو را پراخه سيمې شته او د ليتيم، روبيديم، سيزيم، بور د منراليزيشن لرونکی دی.د ليتيم منراليزيشن په خاصه توګه د افغانستان د جنوبی وسطی کتلی په پګما تيتی سيمو پوری اړه لری. د کاربونيک اسيد د منرالی اوبو هغه چينی چی دهمدی وسطی کتلی د ګردچاپيره چاودو پور ی اړه لری، په زياته اندازه ليتيم، رو بيديم او سيزيم لری چی په غا لب ګمان ، نوموړی اوبه دهمدی کتلی د لاندينی ساختمانی منزل د قلوي نادره عناصرو په وسيله مشبوع کيږي. د منرالي اوبو کيمياوی ترکيب – متا لوجنی زونو نو په اړوند په (٣ نقشه ) کی ښودل شوی دی.
د کاربونيک ګرمو او مالګه لرونکی کاربونيک اوبو پراختيا چی د مختلفو
کا مپکلسونو او ميکرو عنصرونو لوړ کانستريشن لری، داسی څرګنده وی چې نوموړی اوبه دپخوانيو هايدروترمالي قوي پروسې د مرکباتو د بقاياو څخه دي چې ښه بيلګه يې ددې اوبو ډير ښه مشبوعوالی د کاربناتونو د ايونونو په وسيله دی، چی په نتيجه کی د نوموړو کاربناتی عنصرونو له امله ، کاربناتی کامپلکسونه منځ ته راغلی دی.
تر اوسه هم د ستروکانی جسمونو او د راز راز جنيتيکی تيپ کانونو، د اتصال د سيمې په څنډو کی، دکاربونيک ايشيدلې اوبو سيستم فعاليت لری. د بيلګی په توګه د حاجی ګک دکان په سيمه کی د افغانستان په منرالی اوبو کی کی د کيمياوی عنصرونو دکانستريش انومالی پراختيا. دزياتو معلوماتو له پاره (٤نقشه) وګوری
کالو چينه، فرنجل دمعدنی جسم په سيمه کی دغوربند او لولنخ دچينو لړۍ او عينک کان ته نږدی سيمه کی د اب پران دکار بونيک اسيد د اوبو چينی يادولی شو. هغه کاربونيک اوبه چی د باخود فلوريت کان ته نږدی، د سينګليان د باريت کان، دملک د کان او اربو داراګانيت دکان په سيمو کی ليدل کيږی ، بی له شکه د نوموړو کاني جسمونو سره جنينتيکی ارتباط لری. نوموړی کانونه دهيواد سترو کانونو څخه ګڼل کيږی چی دنمونی په توګه تری يادونه وشوه.
په نتيجه کی ويلی شوی چې د کار بونيک اوبو او کانی جسمونو تر منځ دمکان او جينتيک له پلوه منراليزيشن ډير نږدی او پياوړی ارتباط لری. دغه ارتباط په د
( ٣ ) جدول کې ليدلی شو. دجدول څخه څرګنديږی چی دکانونو ځانګړی مرکبات تل په کار بونيک اوبو کی دهغو د مربوطه عنصرونو انو مالی کانستريشن سره
يو ځای وی چی د کانی جسمونو په څنګ کې د حرکت او مهاجرت په حال کی دی.
دکاربونيک منرالی اوبو په تشکيل کې چی د الپاين د وخت دهايدرو تر مالی فعاليتونو د پاتې شونوڅخه وی، عمده رول ازاد کاربن ډای اکسيد او په عمومی توګه هايدرو تر مال کاربناتی ايونونه لوبوی.
هغه هايدرو تر مالی پروسی چی په Q-N د ورو کې يې فعاليت درلود، عموماً د هغو عنصرونو په وسيله تعين او پيژندل کيږی چی دکار بناتی پياوړومرکباتو قابليت لری او زياترو يې دهايدرو تر مالی کاربناتو نو له لاری انتقال پيدا کړی دی. دا عنصرو نه دادی: Ca, Sr, Ba, Se, Be, Th, u ,Th
په دی ډول د کانی جسمونو منراليزيشن چی د نيوجن – څلورمی د وخت د پروسو په فعاليت پوری اړه لری په اټکلی توګه د باريت، سترونيم، يورانيم، توريم، ځمکنی نادره عنصر ونه او بريليم څخه عبارت دی.
دغه ډول صنعتی منراليزيشن په افغانستان کی زيات پراخوالی لری. د باريتو کانی ډيری د سنګليان او فرنجل په کانونو کی، يورانيم او توريم د ځمکنی نادره عنصرنو اوهمدا رنګه باريت او سترون سيانيت چی دخانشين جوړښت د ولکانيکی او بور د ولکانيکی فعالتونو پوری اړه لری ليدلی شو. دعينک په کان کی دکانی ډبرو په ترکيب کی کولی شو د Be, Sc او Th مخلوطات و ګورو چی دا مسئله دځوان هايدرو ترمالی فعاليتونو نتيجه ده. دنوموړو مخلوطاتو نښی نښانی د اب پران د کاربونيک اوبو په خروجی سيسټم کی په ښه توګه ليدلی شو چی هلته په اوبو او ترا ورتينو کې د نو موړو عنصرونو ډير زيات کانستريشن تر سترګو کيږی. دهيواد د جنوبی برخو د ارا ګونيت په معدنی تيږو کی د Sr, TR، Be لوړ کانستريشن د نوی وخت دکاربناتی ګر مو محللونو د فعاليت نتيجه ده.
د فرنجل د کانی ډبرو د سيمی په تراورتينو کی ګالينيت تثبيت شوی چی په اټکلی توګه د کلسيت سره يو عمر لری. په کاربونيک اوبو کی د دی کلسيت موجوديت په زياته اندازه هايدروجن سلفايد او ور سره سم دهايدروجن سلفايد د ايونونو دمنځ ته راتللو. او د سربو دکاربناتی کامپلکسونو دويجاړی سبب شوی دی. هغه مجموعی ارقام چی دمنرالی چينو د عناصرو د ترکيب په باب چی په مختلفو شرايطو کی تشکيل شوی موجود دی کولی شو لاندی نتيجه وړاندی کړو:
منرالی اوبه تل د هغو زونو نو ځانګړی نښی نښانی لری چی په هغو کی نوموړی اوبه بهيږی او منځ ته راځی.د زيات معلوماتو له پاره (٦جدول) وګوری.