• د اړتيا وړ توکو   زيرمه کول
د سختې او ويجاړونکې زلزلې نه وروسته ، دژونديو کسانو د ژوند د دوام له پاره  په لومړي پړاو کې خوراکي مواد  او  اوبو ته تر هر څه زياته اړتياليدل کيږي  نو ښه به وي چې دا شيان مخکې له مخکې په کور کې زيرمه شي .خو  ددې شيانو تر څنګ يو څه نور شيان هم شته چې زيرمه کول يې اړين دي : 
يوم . کلند ، اورلګيت  ، قلم کاغذ ، خيمه  ، حد اقل شپږ ګزه پلاستيک  ، د خپلو ماشومانو له پاره څو جوړره جامې،  وړه لاسی راډيو د بټريو سره ،  ضروری اسناد او د خپلوانو د تليفونو نومرې، د خوړو له پاره دوه دری کاسۍاو کاشوغې ، چاړه، لاسی څراغ ،شمع د اړتيا وړ دارو ګان  لکه : ټنچر ، الکول ، سپن مالوچ ، د بنداژ ټوټه ، که په کور کې د زړه او شکرې ناروغان وي دهغو له پاره د زړه او شکرې ټابليټونه او نور..
 زيرمه شوی شيان که په فلزی بکسونو کې کيښودل شی ښه به وی. بکسونو بايد د کور په داسی برخه کی  ايښودل شوي وي ، که خدای مه کړه کور مو  نړيږی، نو هغه يو څه خوندي وي او تاسو ورنه په اسانۍ ګټه واخيستل شی . د دی شيانو  د ځای په ځای کولو له پاره دخپل کور  د شرايطو سره سم ګام پورته کړی.
_   د خوراکي موادو زيرمه کول :
په ياد ولری چې د خوراکي موادو د زيرمه کولو له پاره په کور کې  تر ټولوښه ځای هغه دی چې وچ ، يخ او تياره وي .
په اپارتماني کورونو کې ددغسې يو ځای پيدا کول يو څه  ناشوني وي نو په کار دی له خپل نوښت اوابتکار څخه ګټه واخلی .
.ټول زيرمه شوي مواد په يو ځای کې مه کيږدی ، ځکه کيدای شي د زلزلې نه د راپيداشوې ويجاړيو  وروسته يې  لاس ته راوړنه ناشوني وي . نو ښه به وي چې په دوه ځايونو کې  کيښودل شي .
پام مو وي چې ځنې خوراکي شيان که ډير سره نږدې يا ګډ کيښودل شي ، امکان لري زهري شي ، ښه به وي يو له بل سره ګډ نه شي اوهم  يوله بله په يو مناسب واټن کې کيښودل شي ..
که غواړی د زيات وخت له پاره،  غذايي مواد زيرمه کړی  نو لاندې لارښونو ته پاملرنه وکړی :
_ د امکان په صورت کې ښه به وي د کنسرو په بڼه خوراکي مواد زيرمه کړی .خو له بده مرغه  زموږ په هيواد کې دا امکانات کم دي
_ که وچ حبوبات لکه لوبيا ، دال ، نخود( چڼه )  زيرمه کوی ښه به وي ، هغه لومړی  ښه پاک ومينځی او د وچيدو وروسته يې  په داسې پلاستيکي کڅوړو کې ځای په ځای کړی چې څيرې او سورۍ نه وي .خوله يې کلکې وتړی چې د هوا د رطوبت د ورننوتو مخه يې ونيول شي . بيا  همدا کڅوړې د يوې اونۍ له پاره  په يخچال يا فريزر کې د سانتيګراد د( ١٨ _ ) درجو لاندې کيږدی . د يوې اونۍ وروسته يې  راوباسی او  په هغو ځايونو کې يې  زيرمه کړی چې تاسو ته مناسب ښکاري . که کڅوړې سورۍ نه وي کولی شی هغه تر ډيروخته پورې وساتی .
_ ميده اوړه هم د حبوباتو په څير  که مخکې له مخکې  په يخچال يا فريزر کې ايښودل شوي وي ساتلی شی .
_ زموږ په هيوادکې زيات خلک يخچال او فريزرنه لري هڅه وکړی له خپلو کليوالي تجروبو څخه ګټه واخلی .
_  داوبو زيرمه کول :
که په ښارونو کې اوسيږی ،  کيدای شي د زلزلې په وخت کې ستاسو دکور د اوبو نلونه او بمبې ماتې شي او يا هم په کوم ځای کې يې اوبه  داسې ککړې شي چې بيا د څښلو نه وي . له دې امله  ښه به وي چې تل په خپل کور کې د اوبو زيرمه ولری اودا کار په سختو شيبو کې ستاسود ژوندي پاتې کيدو سره پوره مرسته کولی شي. د کورنۍ د يو تن له پاره په ورځ کې حد اقل ٢ ليتره او حد اکثر ٤ ليتره اوبه ضروری دی البته دا اندازه ثابته نه ده، دهوا په اقليم، انسانی جسامت اوفزيکی فعاليت پوری هم اړه لري.
 يوه څلور کسيزه کورنۍ پلار، مور او دوه واړه ماشومان، د دوو او نيو له پاره سل ليتره اوبو ته اړټيا لری چې بايد زيرمه شی.  د اوبو د زيرمه کولو له پاره له داسی لوښو څخه استفاده وکړی چې زنګ يې نه وهي او خوله يې ښه تړل کيدای شي.
 که په وسه مووي  کولی شی په بازار کې د معدنی اوبو بوتلونه  واخلی او زيرمه يې کړی ځکه دا ډول اوبه د ډير وخت له پاره له نه خرابيږی.
د وخت په تيريدو سره د عادی او معمولی زيرمه شوو اوبو په خوند، رنګ او بوی کې بدلون راځي. لامل يې دادی چې د اوکسيجن غاز يې له لاسه ور کړی.  په بيړنيو وختونو کې کولی شی هغه  د يوه لوښی نه بل ته،  دوه  دری ځلې واړوی  را واړوی. څوله لاسه ورکړی اکسيجن يې  بيرته پوره او خپل اصلی خوند او رنګ  تر لاسه کړي .. د زيات وخت له پاره د اوبو د ساتنې له پاره کولی شی له تورو پلاستيکی بوشکوڅخه ګټه واخلی، ځکه له يوې خوا يې زنګ نه وهي او خوله يې هم  ښه  بنديدای شي او له بلې خوا نور او روښنايي هم ورداخليدای نه شي .
د اوبو چڼول : که په ښار کې د زلزلی څخه وروسته اوبه ککړی وی او يا هم په نلو نو کې هيڅ نه دی، تاسو کولی شی په خپلو شاوخوا کې د طبعی روانو يا ډنډ اوبو څخه په بيړنيو وختونوکې استفاده وکړی. خو شرط يې دادی چې هغه لومړیښې  پاکې کړی . ځکه ډير ې خطرنا کې ناروغۍ له اوبو نه پيدا کيږي نو ښه به وي چې په دې اړه له پوره احتياط نه کار واخلی. که چيری اوبه خړی وی تاسو کولی شی هغه ديوی
 پا کی ټوټی نه تيری کړی، که چيری ټوټه نری او نازکه وی دا کار دوه دری ځلی تکرار کړی..څو خړه يې د ټوټې پر مخ پاتېاو اوبه رڼې  شي . بيا همغه اوبه  د لسودقيقو له پاره  جوش يا وخټوی. که د سون د لرګيو ستونزه نه وی تاسو کولی شی اوبه تل د لسو دقيقو له پاره جوش کړی خو که دا ستونزه وي او تاسو په داسې ځای کې اوسيږی چې د سمندر له سطحې څخه يې مطلقه ارتفاع لوړه نه وي نو بيا کولی شی اوبه د پنځو دقيقو له پاره جوش کړی . د سمندرله سطحې نه د هرو  ٣٠٠ مترو په جګوالي د اوبو په جوش کې يوه دقيقه زياتوالی راولی . د بيلګې په توګه : د جلال اباد ښار د سمندر له سطحې څخه  (٥٠٠ _ ٦٠٠متره) پورته موقيعت لري نو تاسو کولی شی ( ٥+ ٢ =٧ )  اووه دقيقې اوبه جوش کړی .
ددې ډول تيارو شوو اوبو څخه کولی شی  يوازې دوو شواروزو يانې (٤٨)  ساعتونو له پاره ګټه واخلی وروسته بيا  د اوبو په  خوند او رنګ کې بدلون راځي.