د جواهرو د اندازه کولو واحدونه

1) قيراط  Carat :
د قيمتی کاڼو لکه د  الماسو  د اندازه کولو واحد دی  . ويش يې  په بيلابيلو هيوادونو کې بيلا بيل دی خو په  نړيوال ستندرد کې يو يو قيرا ط د 200 ميلي‌گرا مه  يا 0/2 گرامه  سره برابر دی .
 د قيراط كلمه د  كاروب Carob د ونې د دانې له نامه او يا  هم  په افريقا کې د مرجاني ونې د تخم  د دانې له نامه Kuara  څخه اخيستل شوی دی .
 2) گرام :Gram


د څه نا څه قيمتی او يا قيمتي ته ورته کاڼو اندا زه کولو ته له پاره کارول کيږي .
 3) گرين Grain (نخود يا چڼه ):

د ملغللرو ( مرواريد ) د تللو له پاره کاول کيږي .

 4) انس:
د سرو زرو او نورو قيمتی فلزاتو تللو له پاره کارول کيږي .چې يو انس د ٢٨ ګرامو سره معادل دی .