زلزله ستره طبعي بلا ده ، هغه بلا چې دنوې عصري ټکنالوژۍ د چټکې ودې او پرمختګ سره سره ، بشر تر اوسه نه دی توانيدلی چې د هغې د راتلو وړاندوينه ( پيشګويی ) وکړي ، څو خلک له خپلو کورونو ووځي او له ناوړه زيانونو او اغيزو يې خوندي پاتې شي .نو پوښتنه داده چې موږ څه بايد وکړو ، څو ددې بلا څخه ځان وساتو ؟
په ځواب کې دومره ويل کيدای شي چې خلک بايد مخکې له مخکې ورته داسی تدابير او لارې چارې وسنجوي چې د زلزلی څخه د پيدا کيدونکی خطرونو او زيانونو کچه حد اقل ته را ټيټه کړي .
په دی لارو چارو کې يوه هم د ودانيواساسي جوړونه ده. د اوسنۍ عصري ټکنالوژۍ اود علومود چټکې ودې په مرسته ، کيدای شي داسې ودانی جوړی شی چې د زلزلی د هر ډول سختو ټکانونو په مقابل کې مقاومت ولري . داکار د نړۍ په پرمختللو هيوادونو لکه جاپان او د امريکا په متحده ايالاتو کې چې پخپله په فعاله زلزله لرونکو کمربندونو کې پراته دي تر سره شوی . اوس هغوي ته زلزله هغه بلا نه د ه لکه وروسته پاتې هيوادونه يې چې له سترو ګواښونو سره مخامخ کړي دي .
په دې مقاله کې هغو بشري هلوځلو اوتدابيرو ته پاملرنه شوې چې د زلزلی د مخه، د زلزلی په وخت او د زلزلی څخه وروسته نيول کيږي .
همدا تدابير ديولړ لارښوونو او سپارښتنوپه بڼه بيان شوي خو په څنګ کې ځنی موضوعات د پوښتنو او وړانديزونو په بڼه هم راغلي څو هيوادوال په هغو فکر وړی اود خپلو شرايطو سره سم مناسب ځوابونه ورته ومومي
ځنې لارښوونې او سپارښتنې کيدای شي په لومړي سرکې تاسو ته عجيبې ښکاره شي خو چې يو څه فکر ورباندې وکړی او همغه شيبه ، حالت او چاپيريال ځانته تصوير کړی نو په ارزښت يې بيا خامخا پوهيږي
هيرمو نه شي چې زموږ هيواد هم دځمکې دکرې په يو فعاله زلزله لرونکي کمر بند کې پروت دی، د تاريخ په اوږدو کې يې ، زياتی زلزلی ليدلي او په راتلونکی کې هم د سترو خطرناکو زلزلو د راتلو ويرهاو ډار شته. نو موږ بايد هره شيبه د زلزلې د راتلونکو خطرونو او زيانونو د مخنيوی له پاره تل تيار او اماده اوسو.