·       کورنۍ جلسه :

دزلزلې په مقابل کې دمبارزې  او د خطرونو د کچې را ټيټولو له پاره يوه ښه او  بريالۍ لاره ، د کورني د غړو تر منځ پوهاوی او د راتلونکو زلزلو له پاره د يوې ګډې کړنلارې جوړول دي او دا کړنلاره بايد  د کورنۍ د ټولو غړو په ګډه ناسته  او جلسه کې تر سره شي .

کله چې تاسو په کورنی جلسه کې  کښينی او په اضطراري پيښو کې  د خپلې کورنۍ  له پاردخونديتوب  کړنلاره جوړوی نو دا هم په پام کې ونيسې چې د زلزلې څخه وروسته کيدای شي تاسو ددريو حالتونو سره مخامخ شی :

الف _  کيدای شي ستاسود استوګنې ودانۍ لږه خرابه شوې ، يوازې ځنې ښيښې ماتې وي او يا هم د ديوالونوځنې پلسترونه  يې رالويدلي خو نوره د اوسيدانې  وړ ده .په دې حا لت کې به څه کوی؟

ب _ ستاسو داستوګنې ودانۍ کيدای شي لږ  څه ړنګه شوې ، خو په اوسني وخت کې د اوسيدو  له پاره مناسبه نه ده نو څه بايد وشي، ايا په خپله باغچه يا دکور په خوا کې ميداني کې خيمه ودرول شي  اوکه کوم خپل خپلوان کره لاړ شي  ؟

ج _  ستاسو کور په بشپړه توګه ړنګ شوی ، بل ځای ته بايد کډه وکړی ، نو چيرته بايد لاړ شی ؟

دکورنۍ د ټولو غړو په ګډه ناسته او جلسه کې ،  پورتنيو دريواړو حالتونو له پاره بايد مناسب ځوابونه وميندل شي  . د کورنۍ هر غړی بايد ډاډه کړی شی چې دزلزلی په وخت کې وارخطا نه شی، او د خپلې ورسپارل شوې دندې له مخې غبرګون وښايی. په کار دی خپلو هغو اولادونو ته هم  چې نوی ځوانۍ ته رسيدلي وي ، د پيښو په وړاندی  د مبارزې لارې چارې او مسؤليتونه په ګوته. په زلزله کې د کورنۍ  هر غړی  بايد خپله دنده وپيژنی اوپه ټولنيزه توګه د کورنۍ ټول غړی   د يو ټيم يا ګروپ په څير عمل وکړی.

د کورنۍ د خونديتوب د نقشی په جوړولو کې بايد د کورنۍ ټول غړي خپل نظر ورکړي او د هر اړخيزه بحث او مشوری  وروسته  تصويب شي .

د کورنۍ د خونديتوب د نقشې له مخې بايد  وخت په وخت نظری او عملی تمرينونه هم اجرا شي. څوټاکلي اهداف په بشپړه توګه روښانه او په اضطراری حالتونو کې هرڅوک خپله دنده او  وظيفه په عملی توګه وپيژني

 

·        د کورنۍ جلسې موضوعات :

موږ وويل چې د زلزلې وړاندوينه نا شونې ده  ، نو څه بايد وشي چې حد اقل  وکولی شو د زلزلې له خظرونو څخه ځان وژغورو ؟.

 په کورنۍ جلسه کې دزلزلې په مقابل کې ديوې ډاډمنې کړنلارې د جوړولو له پاره،   ښه به وي لاندې پوښتنو ته مناسب ځوابونه ومومی .

١_   د يوې سختې زلزلې په شيبه کې اويا دهغې  نه وروسته ، څه کولۍ شو ؟  

٢ _ څوک بايد د زلزلې نه وروسته د ټولې کورنۍ
سر پرستي او د کورنۍ غړو ته ، د دندو ويش په غاړه ولري ؟  د اړتيا په وخت کې به  دهغه ځای ناستی څوک وي  ؟

٣ _   د زلزلې په وخت کې  ستاسو د کور کوم ځايونه ډير  خطرناک او کوم ځايونه تر نورو مطمين او ډاډمند دي ؟

٤ _ دزلزلې په شيبه کې له کوره د وتلو څه ډول تمرين او مشق تر سره شي ؟

٥ _ کيدای شي د زلزلې نه وروسته په کور کې دننه  حالات خراب وي نو د کور نه بهربه په کوم  ځای کې
 را ټوليږو ؟

٦ _ که  د کور يا کوټې د لويې دروازې له لارې وتل ناشوني شي نو د تيښتې  دوهمه او دريمه لار به کومه يوه وي ؟

٧ _  د زلزلې سره  په کور کې د اور لګيدنې پيښې هم مل وي  څه بايد وشي چې  په هغې شيبه کې اور ژر مړ شي ؟

٨ _  که د زلزلې په وخت کې څوک  د کار په ځای ، ښونځی ، لوړ پوړيزه ودانۍ ، بازار ، موټر او يا هم په سپورتي لوبغالي کې وي  ، څه به کوی ؟

٩ _ ستاسو کور ، د کار ځای يا  ښونځي ته نږدې  د زلزلې په وړاندې  تر ټولو ډاډمن ځای کوم يو دی ؟

١٠ _ که چيرې د زلزلې په وخت کې ستاسو د کورنۍ غړي د ښار په بيلابيلو ځايونو کې وي ، څه به کوی ؟

١١ _ هغه خپل خپلوان ، دوست يا اشنا به څوک وي چې په بل ښار کې اوسيږي او د زلزلې نه وروسته ،  ستاسو د کورنۍ دغړو  د اړيکو  په ټيګښت کې مرسته کولی شي ؟

١٢ ايا ستاسو کور ته نږدې  کوم خطر ناک ځای  لکه د اوبو د زيرمې بند هم شته چې د زلزلې په وخت کې يې د خرابيدو امکان وي او ستاسو کور د اوبو د ډوبيدو  له خطر سره مخامخ کړي ؟

١٣ _ د خپلو ګاونډيانو سره مو اړيکي څنګه دي  ؟ اياد اړتيا په وخت کې به څوک  ستاسو مرستې ته راشي، که راځي هغه به څوک وي  ؟

١٣ _  که ستاسو د کورنۍ کوم  غړی ، له زلزلې نه وروسته يوازې پاتې کيږي ، ايا هغه به  د خپل ځان ساتنې توان ولري، که  نه يې لري نو څه به کوي  ؟

١٤ _ څومره نغدې پيسې  بايد تل په کور کې ولری ؟ ځکه که په ښار کې اوسيږی کيدای شي د زلزلې نه  وروسته بانکونه بند وي .او تاسوونه شی کولی  خپلې پيسې له بانک څخه  راوباسی

١٥ _ څومره خواړه او اوبه بايد ، په کور کې داضطراري حالاتو له پاره  زيرمه شي ؟  څوک يې بايد مسوليت ولري ؟

·  د کورنۍ د خونديتوب نقشه :

د کورنۍ جلسې په لومړۍ  ناسته کې ، که تاسو پورتنۍ پوښتنو ته مناسب ځوابونه ميندلي وي نو بيا  مو تصويب شوې کړنلاره ډاډمنه ده .

 اوس کولی شی  دهمدې کړنلارې له مخې د کورنۍ د خونديتوب نقشه هم جوړه کړی او هغه بيا  د کاغذ پر مخ رسم او په داسې  ځاې کې  سريښ کړی چې په اضطراري حالتونو کې د کورنۍ ټول غړي ، ګاونډيان او يا هغه خپل خپلوان چې ستاسو کور ته تګ راتګ لري ، په اسانۍ ورنه ګټه واخيستلی شي

دکورنۍ د خونديتوب په نقشه کې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړی :

_ په نقشه کې بايد د کور څخه د تيښتې او وتلو  لارې په غټو او روښانه کرښوياغشو  ښودل شوي وي  .

_ د بريښنا، ګاز او د اوبو د نلونو د بندولو ځايونه  بايد په روښانه رنګ په نښه شوي وي .څو داړتيا په وخت کې په اسانۍ پيدا کړی شي

_  په اضطراري حالتونو کې د کور او کوټې څخه دوتلو له اصلي دروازې څخه پرته  دويمه او دريمه لار هم بايد په نښه شوي وي  .

_ په نقشه کې د خوراکي موادو، داوبود زيرمو،  د اور وژنې دبالون ، د لومړنيو مرستو ځای او موقيعت هم بايد ښودل شوی وي  .

_ د زلزلې په وخت کې د کور تر ټولو خوندي  موقيعت يا ځای په نقشه کې  هم په ګوته کړی .

_ په خپل کور کې خطرلرونکی ځای هم په نقشه کې وښايی

_ د خپلې کورنۍ د غړو د کاراو وظيفې ، د تليفونونو نومرې هم د نقشې په خوا کې وليکی .

_ دهغه خپل خپلوان يا دوست د تليفون نومره هم دنقشې په خوا کې وليکی چې په بل ښار کې اوسيږي  او ستاسو د کورنۍ دغړو داړيکو د ټينګولو له پاره يوه وسيله کيدای شي .ښه به وي د کورنۍ ټول  غړي دهغه شخص دتليفون نومره په ياد و هم  زده کړي .