دزلزلې له خطرونو به څنګه ځان ساتو ؟
سريزه :
ځنی زلزلی ډيری سختې او ويجاړونکی وي.چې په پايله کې د زرګونو انسانانو د مړينی سره سره، بې شميره کورونه نړيږي ، د اوبو د نلونو، بريښنا، ګاز، د اور ګاډی د پټليو شبکی ويجاړيږی، سرکونه بنديږی، ټرانسپورت په ټپه ودريږي .
د دغسی اضظراري اوزړه بوږنوکو حالاتو په مقابل کې هره کورنۍ بايد مخکې له مخکی ځنې تياری او امادګی ولری ، هغه که د زده کړې په منظور ځنې فزيکي اوعملي تمرينونه وي او که د خوراکي موادو او اوبو د زيرمه کولوله پلوه وي
د زلزلو د خطرونو د را کمولو له پاره ، په نړيواله سطحه ، زلزله پوهانو يولړ سپارښتنې کړي چې دهغو يادونه يې دلته ضرور ګڼم :
· ذهني امادګي او چټک غبر ګون :
ويجاوړونکې زلزله سخته غميزه وي ،زلزله ځپلی شخص ګوری چې تر مخ يې خپل خپلوان او دوستان مړه کيږي او هغه کور نړيږي چې کلونه کلونه په کې اوسيدلی وي . نو طبعی خبره ده چې په دغسې حالاتو کې به د يو سخت روانی او ذهنی کشمش سره مخامخ کيږی. چې ددغه رواني او ذهني کشمکش ځنې نښې نښانې داسې دي :
_ بې حالي : په دې حالت کې زلزله ځپلو کسانو ته زړه بدی ، کانګې ، نس ناستی ، سر درد ، بې هوښي او داسې نور ې ستونزې پيدا کيږي ..
_ فکري ګډوډي : دا حالت انديښنې ، خپګان او د حافظې ګډوډي او اخطلال د ځان سره لري .
_ ا حساساتي کيدل : په دې حالت کې زلزله ځپلی شخص ته غمجني ، بې حوصلګي ، د زلزلې په وړاندې د حد نه زيات حساسيت او ويره .او په وړه خبره زياته غوصه ورځي .
_ په اجتماعي سلوک کې ګډوډي : د نورو سره د مرستې او همکارۍ رو حيه له منځه ځي .
د پورتنيو نښو نښانو او روانی غبرګونونو يادونه ، موږ سره دا مرسته کوی څو پوه شو چې د سختې زلزلی نه وروسته، هم له ځانه او هم نورو نه دا ډول انتظارکيدای شي .
که ستاسو د کورنۍ په کوم غړي کې دا ډول نښې نښانې وليدل شي ، خپل خپلوان ، دوستان او ګاونډيان يې بايد په بيړه مرستې ته ورودانګي ، د لومړنيو مرستو ترڅنګ هغوي ته ډاډ ګيرنه ورکړی ، صبر او زغم ته راوبولی ، يوازيتوب ته يې مه پريږدی او تر يو حده هڅه وکړی چې هغه مصروف وساتی .
.دې ډول ناروغانو ته زموږ لار ښونه داده چې عادي حالت ته د راګرځيدو له پاره به ښه وي چې هره ورځ فزيکی تمرينونه يانې ورزش ، ښه خواړه او پوره خوب وکړی .
د سختې زلزلې نه وروسته بله غټه ستونزه داده چې ځنې واړه ماشومان هم ، د سخت ناوړه روانی حالت سره مخامخ کيږی. په دغسی حالاتو کې، کيدای شي هغوي له تاسونه ډول ډول پوښتنې وکړي چې زلزله څه شی دی ، اويا ولې منځ ته راځي ؟
ښه به وي د هغوی هرې پوښتنې ته په ساده او مهر بانه ژبه ځواب ووايې او بې ارزښته يې ونه ګڼی .
که هغوي پوه شی چې زلزله څه شی دی او څنګه منځ ته راځی، کيدای شي ډير هغه پټ او مرموز خيالونه چې تر اوسه يې د هغوي ذهن نارامه کړی له منځه لاړ شي
هغوي خپلې خوښې ته پريږدی چې هرې خواته ازادانه وګرځي او لوبې وکړي . هغوي و هڅوی ( تشويق ) چې د زلزلی په وخت کې خپلی تجربی او احساسات تاسو ته په خپله ژبه ووايی. کيدای شی د ځنووړو ماشومانو سره ويره او ډار له حد نه زيات وی، هغوي يوازې مه پريږدی ، ښه به وي د علاج له پاره يې کوم روانی ډاکټرا ته بوځی .