- د کورنۍ جلسې موضوعات :
دا چې د زلزلې وړاندوينه نا شونې ده ، نو څه بايد وشي چې حد اقل وکولی شو د زلزلې له خظرونو څخه ځان وژغورو ؟.
په کورنۍ جلسه کې دزلزلې په مقابل کې ديوې ډاډمنې کړنلارې د جوړولو له پاره، ښه به وي لاندې پوښتنو ته مناسب ځوابونه ومومی .
١_ د يوې سختې زلزلې په شيبه کې اويا دهغې نه وروسته ، څه کولۍ شو ؟
٢ _ څوک بايد د زلزلې نه وروسته د ټولې کورنۍ سر پرستي او د کورنۍ غړو ته ، د دندو ويش په غاړه ولري ؟ د اړتيا په وخت کې به دهغه ځای ناستی څوک وي ؟
٣ _ د زلزلې په وخت کې ستاسو د کور کوم ځايونه ډير خطرناک او کوم ځايونه تر نورو مطمين او ډاډمند دي ؟
٤ _ دزلزلې په شيبه کې له کوره د وتلو څه ډول تمرين او مشق تر سره شي ؟
٥ _ کيدای شي د زلزلې نه وروسته په کور کې دننه حالات خراب وي نو د کور نه بهربه په کوم ځای کې را ټوليږو ؟
٦ _ که د کور يا کوټې د لويې دروازې له لارې وتل ناشوني شي نو د تيښتې دوهمه او دريمه لار به کومه يوه وي ؟
٧ _ د زلزلې سره په کور کې د اور لګيدنې پيښې هم مل وي څه بايد وشي چې په هغې شيبه کې اور ژر مړ شي ؟
٨ _ که د زلزلې په وخت کې څوک د کار په ځای ، ښونځی ، لوړ منزله ودانۍ ، بازار ، موټر او يا هم په سپورتي لوبغالي کې وي ، څه به کوی ؟
٩ _ ستاسو کور ، د کار ځای يا ښونځي ته نږدې د زلزلې په وړاندې تر ټولو ډاډمن ځای کوم يو دی ؟
١٠ _ که چيرې د زلزلې په وخت کې ستاسو د کورنۍ غړي د ښار په بيلابيلو ځايونو کې وي ، څه به کوی ؟
١١ _ هغه خپل خپلوان ، دوست يا اشنا به څوک وي چې په بل ښار کې اوسيږي او د زلزلې نه وروسته ، ستاسو د کورنۍ دغړو د اړيکو په ټيګښت کې مرسته کولی شي ؟
١٢ – ايا ستاسو کور ته نږدې کوم خطر ناک ځای لکه د اوبو د زيرمې بند هم شته چې د زلزلې په وخت کې يې د خرابيدو امکان وي او ستاسو کور د اوبو د ډوبيدو له خطر سره مخامخ کړي ؟
١٣ _ د خپلو ګاونډيانو سره مو اړيکي څنګه دي ؟ اياد اړتيا په وخت کې به څوک ستاسو مرستې ته راشي، که راځي هغه به څوک وي ؟
١٣ _ که ستاسو د کورنۍ کوم غړی ، له زلزلې نه وروسته يوازې پاتې کيږي ، ايا هغه به د خپل ځان ساتنې توان ولري، که نه يې لري نو څه به کوي ؟
١٤ _ څومره نغدې پيسې بايد تل په کور کې ولری ؟ ځکه که په ښار کې اوسيږی کيدای شي د زلزلې نه وروسته بانکونه بند وي .او تاسوونه شی کولی خپلې پيسې له بانک څخه راوباسی
١٥ _ څومره خواړه او اوبه بايد ، په کور کې داضطراري حالاتو له پاره زيرمه شي ؟ څوک يې بايد مسوليت ولري ؟
· د کورنۍ د خونديتوب نقشه :
د کورنۍ جلسې په لومړۍ ناسته کې ، که تاسو پورتنۍ پوښتنو ته مناسب ځوابونه ميندلي وي نو بيا مو تصويب شوې کړنلاره ډاډمنه ده .
اوس کولی شی دهمدې کړنلارې له مخې د کورنۍ د خونديتوب نقشه هم جوړه کړی او هغه بيا د کاغذ پر مخ رسم او په داسې ځاې کې سريښ کړی چې په اضطراري حالتونو کې د کورنۍ ټول غړي ، ګاونډيان او يا هغه خپل خپلوان چې ستاسو کور ته تګ راتګ لري ، په اسانۍ ورنه ګټه واخيستلی شي
دکورنۍ د خونديتوب په نقشه کې لاندې ټکو ته پاملرنه وکړی :
_ په نقشه کې بايد د کور څخه د تيښتې او وتلو لارې په غټو او روښانه کرښوياغشو ښودل شوي وي .
_ د بريښنا، ګاز او د اوبو د نلونو د بندولو ځايونه بايد په روښانه رنګ په نښه شوي وي .څو داړتيا په وخت کې په اسانۍ پيدا کړی شي
_ په اضطراري حالتونو کې د کور او کوټې څخه دوتلو له اصلي دروازې څخه پرته دويمه او دريمه لار هم بايد په نښه شوي وي .
_ په نقشه کې د خوراکي موادو، داوبود زيرمو، د اور وژنې دبالون ، د لومړنيو مرستو ځای او موقيعت هم بايد ښودل شوی وي .
_ د زلزلې په وخت کې د کور تر ټولو خوندي موقيعت يا ځای په نقشه کې هم په ګوته کړی .
_ په خپل کور کې خطرلرونکی ځای هم په نقشه کې وښايی
_ د خپلې کورنۍ د غړو د کاراو وظيفې ، د تليفونونو نومرې هم د نقشې په خوا کې وليکی .
_ دهغه خپل خپلوان يا دوست د تليفون نومره هم دنقشې په خوا کې وليکی چې په بل ښار کې اوسيږي او ستاسو د کورنۍ دغړو داړيکو د ټينګولو له پاره يوه وسيله کيدای شي .ښه به وي د کورنۍ ټول غړي دهغه شخص دتليفون نومره په ياد و هم زده کړي .
· د اړتيا وړ توکو زيرمه کول
د سختې او ويجاړونکې زلزلې نه وروسته ، دژونديو کسانو د ژوند د دوام له پاره په لومړي پړاو کې خوراکي مواد او اوبو ته تر هر څه زياته اړتياليدل کيږي نو ښه به وي چې دا شيان مخکې له مخکې په کور کې زيرمه شي .خو ددې شيانو تر څنګ يو څه نور شيان هم شته چې زيرمه کول يې اړين دي :
يوم . کلند ، اورلګيت ، قلم کاغذ ، خيمه ، حد اقل شپږ ګزه پلاستيک ، د خپلو ماشومانو له پاره څو جوړره جامې، وړه لاسی راډيو د بټريو سره ، ضروری اسناد او د خپلوانو د تليفونو نومرې، د خوړو له پاره دوه دری کاسۍاو کاشوغې ، چاړه، لاسی څراغ ،شمع د اړتيا وړ دارو ګان لکه : ټنچر ، الکول ، سپن مالوچ ، د بنداژ ټوټه ، که په کور کې د زړه او شکرې ناروغان وي دهغو له پاره د زړه او شکرې ټابليټونه او نور..
زيرمه شوی شيان که په فلزی بکسونو کې کيښودل شی ښه به وی. بکسونو بايد د کور په داسی برخه کی ايښودل شوي وي ، که خدای مه کړه کور مو نړيږی، نو هغه يو څه خوندي وي او تاسو ورنه په اسانۍ ګټه واخيستل شی . د دی شيانو د ځای په ځای کولو له پاره دخپل کور د شرايطو سره سم ګام پورته کړی.