۱۴ـ۰۴ـ۲۰۱۷ سرموخلاص شو طالبانو!

دشپې درۍ نیمې بجې کېدونکې دي خوب مې الوتی دی مابایدپه دغو ورځوکې دمسکوغونډې لپاره څه لیکلي وای خوڅوورځې مخکې مایو دوه لیکنې دنن ټکي اسیاویبپاڼې ته ورولېږلې هغوی خپرې نه کړې، وېل ستادلیکنوځیني ټکي زموږ دنشراتي پالیسي سره سمون نه خوري.
ماتکرارورته ولیکل، چې دمهرباني له مخې هغه ټکي ماته راپه ګوته کړئ خوله بده مرغه ترنن ورځې یې ځواب نه دی راکړی باید زیاته کړم چې ماپه لیکنوکې په طالبانوټینګارکړی و، چې ژر ترژره دپنجابیانو دتسلت له ساحې څخه خپل مشران کومې بلې خواته وباسي نورداسې کوم بدڅه خومانه و لیکلي په هرصورت بې چرګه به هم سبا شي، که رښتیا ووایم زما زړه یې له لیکنو څخه مات کړ خو دامریکاظالمانه بموریو په تېره بیا پروني غټ بم یا د بمونو (مور) کارولو زه اړ ایستم چې څه ولیکم.
لمړی خو به ددې لوی بم له کارولوڅخه د امریکا موخې تاسو درنو لوستونکو ته روښانه کړم:
ــ دمسکوغونډه بې اهمیته کول اوروسانوته زورښودل ځګه چې دامریکا د بهرنیوچارووزیریې ښه سپک رخصت کړ.
ــ د چین، شمالي کوریا اوایران وېرول.
ــ دسیمې دخپلواکواونیمه خپلواکوهیوادونو نورهم تراثرلاندې راوستل.
ــ په طالبانو رواني فشاراچول.
ــ د ارګ دخماریانو بایللی مورال ټینګول.
ــ که د ټوکې په ډول یې ووایم نو په ګور کې د رباني خوشالول، هغه خوهمدا ډول (غتې غتې) بمونه غوښتل چې د ګران افغانستان په سینه یې واوروي.
دادی دبرهان الدین جان ارمان هم پوره شوپه هرصورت رابه شم د امریکا سپین سترګي اولېونتوب ته، چې وايي په داعشیانومو دابم وغورځاوه.
زه نه وایم، چې ولې امریکاپه داعش بموري وکړه خوآیادنړۍ په مخ به اوس هم کوم داسې احمق وي چې داعش دامریکازېږنده ونه بولي؟
سپۍ چې سپۍ هم ده پخپلو بچوڼو . . . نه کوي.
څوورځې مخکې د شینوارو یواستازي وویل چې داسیمه مطلق خالي ده خو جنګي الوتکې پرې کښته پورته کيږي اوبمونه وروي.
دابیا هغه دنیویارک د پېښې په ډول چې د۲۰۰۱زکال د سپتمبر په یوولسمه ټول یهودان رخصت کړل شوي وو خو نورمظلومان پکې ایره ایره شول.
پرون به په اچین کې همداسي کارشوی وي داعشیان به یې رخصت کړي وي یابه یې دملي اردویابه یې پولیس او اربکیان پکې ویلي کړي وي سبا به یې سوي جسدونه خلګوته وښيي چې دا داعشیان دي.
آی مخلوقه!
راشئ تاسې انصاف وکړئ، چې داعش په عراق اوسوریه کې قوي دی که په ننګرهارکې؟
که په عراق اوسوریه کې قوي وي نو بیا ولې هلته دا دبمونو مور نه پرې غورځوي؟
واضح خبره ده، چې داپه ځانګړي ډول روسې، چین، شمالي کوریا، ایران، اوطالبانوته خبرداری و.
اوس خو خبره لاړه ډنډوره شوه روسان هم لیونیان نه دي نه یې لاسونه چا تر شا ورتړلي،هغه هم خپلې موقع ته ګوري ممکین طالبانوته داسې وسلې ورکړي، چې امریکا به په دې کیبر وشرموي اوبایدهمداسې وکړي ځکه چې امریکاسوله نه غواړي امریکایوازې دسیمې طبعي زېرمودلوټ اوترډېره ددې مهم ستراتیژیک موقعیت دتسلت په موخه جګړو ته زورورکوي.
که داسې نه وای نن به یې دمسکو په غونډه کې دانسان په ډول ګډون کړی و خو امریکا د یوڅیرونکي حیوان په ډول تېره اونۍ بې له شواهدو سوریې ته خوله ورواچوله او پرون یې زموږدپلرني هیوادګران افغانستان په ځیګر اور بل کړ، چې له بده مرغه ځینو رسنیو دابده پېښه په دومره بې غوري خپره کړې، ته واچلوونکي یې افغانان نه بلکې هندوان یا پنجابیان دي.
زه له دوی څخه دیوافغان په حیث سخت خوابدی شوم افغانستان زموږ ټولو مور ده نو آی ظالمانو دا تاسې دومره بې غیرته یاست، چې پخپله مور مو زړه نه سوځي؟
رښتیا هم چې اخېره زمانه ده نن هرڅه د ډالر په . . . کې دي؟
اوس په لنډ ډول دلیکنې سرلیک( سرموخلاص شو طالبانو!)ته راځم.
هو!
سره له دې چې زه له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې نه لرم خوبیاهم ماد رسنیوپه تېره دنن ټکي اسیاله لارې خپلې مشورې طالبانوته خاص په دې خاطر ورکړې دي چې زه د اشغال سخت مخالف یم او طالبان د اشغال په مقابل کې ولاړ دي نوله همدې کبله ورته یوځل بیامشوره ورکوم، چې له هرچاچې وي دهیواد دخپلواکي لپاره کومک واخلئ پروني دروغجن مجاهدین چې په امریکایي اشغال نه شرمیږي تاسوخوبرخلاف داشغال په مقابل کې ولاړیاست نو یاخو موسم ځانونه ټینګ کړئ یادامظلوم ولس مه پسې تباه کوئ مقصد ژریې سره یوطرفه کړئ.
یوځل بیالیکم اوپه شدت سره تاکیدکوم، چې پنجابیان به موبري ته پرې نه ږدي هرې خوا ته چې وي خپل مشران ورڅخه خلاص کړئ.
خپلواک اوسوکاله دې وي ګران افغانستان