په نړيوالو اړيکو او نړيوالو سياستونو کې يو مهم بحث د سياسي لوبغاړو دی, چې په درېيو کچو کې لوبغاړي پر نړيوالو, سيمه ييزو او ملي سياستونو خپل اغېز لري:
1.دولتي لوبغاړي( State Actors)
دا لوبغاړي رسمي بڼه لري او په خپله دولتونه يا په ښه وينا د دولتونو په استازيتوب حکومتونه دي, چې د نړۍ پر سياستونو فوق العاده اغېز لري.
کولای شو ووايو چې په نړۍ کې د شته ملي دولتونو د شمېر په اندازه لوبغاړي شتون لري, خو د دوی له ډلې تر ټولو مهم لوبغاړي يې نړيوال او سيمه ييز زبرځواکونه دي.
۲.غيردولتي لوبغاړي( Non-State Actors)
دا ډول لوبغاړي هم تر ډېره بريده پر نړيوالو سياستونو او پرېکړو خپل اغېز لري او يوه لويه کتله جوړوي, چې له نړيوالو بين الحکومتي سازمانونو رانيولي تر ملي خيريه بنسټونو پورې تر پوښښ لاندې راولي.
۳.افراد( Famous Personalities as a Political Actors)
دا مشهورې پېژندل شوې څېرې دي, چې د ځانګړو ډلو مشران, سياستوال, د حکومتونو مشران, د استخباراتي شبکو مشران او فعال غړي... تر پوښښ لاندې راولي.
دلته پوښتنه دا ده, چې د قاسم سليماني وژنه, چې په سيمه په ځانګړې ډول د نړۍ په تر ټولو ستراتيژيکه نقطه(منځني ختيځ, قفقاز, مرکزي اسيا) کې يو مهم او فعال لوبغاړی و, څه اغېز لري؟
ځواب دا دی, چې شونې ده د يو لوبغاړي وژنه د دوو هېوادونو يا حتی نړۍ کې د جګړې پيلامه وګرځي, چې ښه بېلګه يې له لومړۍ نړيوالې جګړې وړاندې د اتريش وليعهد وژل کېدل او د جګړې پيل و. په منځني ختيځ کې د نړۍ زبرځواکو ترمنځ شته رقابتونو ته په پام داسې انګېرل کيږي چې نړۍ د سيمه ييزو جګړو يو نوي پېر ته د داخلېدو په درشل کې ده.
خو بله خوا دا استدلال هم کېدای شي څرنګه مو چې مخکې اشاره وکړه افراد هم د لوبغاړو په توګه پر سياستونو او سياسي پرېکړو خپل اغېز لري, خو د دوی د اغېز کچه تر هغې کچې نه ده, لکه لومړی دوه کټګورۍ يعنې دولتي او غيردولتي لوبغاړي چې لري. چې دلته د دغه استدلال له مخې بيا د سليماني وژنه ښايي پر اوسنيو سياستونو په ځانګړې ډول د سيمې پر وضعيت هېڅ اغېز ونه لري او د ايران- امريکا د اوسنيو اړيکو ترېنګلتيا د پردې تر شا د يو شمېر سياسي معاملو په ترڅ کې بېرته يوه عادي حالت ته راوګرځي.