د جنوري پر دریمه امریکا د ایران د سپاه پاسدارانو سربولن جنرال قاسم سلېماني د یوې بې پیلوټې الوتکې په راکټ سره د بغداد هوایي ډګر ته څېرمه مړ کړ۔ په بشپړ باور سره سړی ویلای شي چې دا به د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل وي چې مسلمه امت یې له یوه لوی ظالم څخه خلاص کړی وي۔

جنرال قاسم سلېماني د خمیني له راتګ سره سم سیاست ته مخه کړه او وروسته یې د عراق او ایران په جګړه کې برخه واخیسته۔ د جګړې له پای وروسته په کرار نه شو، بلکې د ایران د ګټو د ساتلو لپاره یې په بی ساره توګه د نویو نظامي دوکتورینو او کړنلارو په لیکلو او پلیتابه پیل وکړ چې دا دي تر اوسه پورې یې د سلګونو زرو مظلومو سوریانو، عراقیانو او افغانانو، په ځانګړی توګه د پښتنو ژوندونه واخیستل او لا یې اخلي۔

قاسم سلېماني نه یوازې له افغان جنګسالار احمدشاه مسعود سره د "همزبان" او "همفرهنګ" په پلمه د مظلوم افغان ولس پر ضد لاس یو کړی وو، بلکې همداسې یې د خلیلي، مزاري او محقق له سړیخورو سره د "هم مذهبه" تر نامه لاندې په زرګونو افغانانان په ځانګړې توګه پښتانه ووژل او لا یې د شجاعي او نورو جنایتکارانو په لاس وژني۔

همدا د قاسم سلېماني نظامي دوکتورین ول چې احمدشاه مسعود ته یې د جګړې لپاره هر ډول وسلې، روپۍ، سیاسي او نظامي تکیه ورکړې وه۔ همدا د قاسم سلېماني دوکتورین ول چې د مزاري، خلیلي او محقق په سړیخورو یې د افغان سونیانو پر سرونو مېخونه وهل او د مېرمنو بدنونه یې په چړو څیرول۔

قاسم سلېماني له امریکا سره د افغانستان په یرغل کې په بېسارې توګه هر اړخیزې مرستې وکړې۔ د طالبانو رژیم یې نسکور، په زرګونو ساده کلیوال چې د طالبانو په لیکو کې په زور، شوق او شور سره یو ځای شوي ول، د شمالي ټلوالې په سړیخورو ووژل، کلي، کوڅي او ښارونه یې په امریکایانو بمبار کړل۔ له هغې ورسته یې له امریکایانو سره اړیکې پرې او طالبانو یې ورو۔۔ورو پر پښو ودرول چې دا دي تر اوسه پورې د سلګونو زرګونو بې ګناه ماشومانو، سپین ږیرو او ځوانانو وینې څښلې او لا څښي۔ د ملي امنیت د راپورونو پر بنسټ همدا قاسم سلېماني او د پنجاب آی اس آی ول چې د غزني ښار ته یې د دوو ورځو لپاره سقوط ورکړ، خو په زرګونو کورنۍ یې بېځایه، په سلګونو ځوانانان یې شهیدان او په زرګونو کلیوال ساده ګان طالبان د جنت په وعدو د جنګ خوراک شول۔

د ایراني فاشېستان، په ځانګړې توګه قاسم سلېماني او د ده همفکره کسانو لپاره تر ټولو ښه ترین خبر دا وو چې د امریکا ولسمشر جورج بوش او د انګلستان صداراعظم ټوني بلېیر کلک هوډ وکړ چې عراق وران او خلک یې ووژني۔ بیا هم همدا د ایران د قدس ډله چې مشر یې قاسم سلېماني وو، امریکا ته ټټر وواهه چې هر ډول مرسته ته ورسره ولاړ دي۔ په ریښتیا هم چې په ټوله مانا یې له امریکا سره مرسته وکړه چې پر عراق یرغل وکړي۔ د صدام حسین د دولت له پرځولو وروسته سم له لاسه قاسم سلېماني له امریکایانو سره خپلې اړیکی پرې کړې او د ایران د ګټو لپاره یې د عراقي شیعه ډلې ټپلې جوړې کړې چې نه یوازې د عراق سنیان په هر ځای کې له منځه یوسي، بلکې همداسې د ایران اوږدمهاله ګټې یقیني او د عربي وچې د ورانولو لپاره سنګرونه تاوده وساتي۔

همدا د قاسم سلېماني ډله وه چې د اسرائېلو د استخباراتو موساد سره په همغږۍ کې یې یوازی او یوازې د عراق یو نیم زر (۱۵۰۰) فزیکپوهان له منځه یووړل، په زرګونو نور علمي، سیاسي او نظامي کدرونه یې ترور کړل، په سلګونو زرو سنیان یې نه یوازې د خپلو عراقي ګوډاګیانو، بلکې په سیده توګه د ایران د پاسدارانو سرتېرو په مټ قتل عام کړل۔

دا دي له څو کلونو راهیسې په سوریه کې بشار الاسد د خپل ولس پر ضد خونړۍ جګړه پیل کړې ده چې د سلګونو زرو ماشومانو، مېرمنو، سپینږیرو او ځوانانو ژوند یې واخسیت۔ همدا قاسم سلېماني وو چې له افغانساتان څخه یې په زرګونو کلیوال ساده هزاره ګان او له ښارونو څخه یې په زرګونو فاشېست هزاره ګان د مذهب په نوم او د مذهبي ارزښتونو څخه د دفاع په پلمه د سوریې جګړې ته کش کړل، هلته یې په زرګونو بې وزله مسلمانان پې ووژل او دوی یې هم د وښو په څېر د سوري انقلابیانو تر پښو لاندې کړل۔ همدا د قاسم سلیماني نظامي دوکتورین او د اېراني فاشیزم کړنلاره وه چې د عربو په شیعه ګانو خپلې ګټې وساتي، سني عرب تباه کړي او شیعه عرب د اور لمبو ته واچوي۔

همداسې یې په یمن کې جګړه درواخلئ چې له سعودي سره خپلې سیاسي ستونځې د یمیني مظلوم ولس د بچیانو په مټو حل کوي۔ په سلګونو زرو ماشومان یوازې له لوږې مړه شول، په سلګونو زرو مظلومو خلکو په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ۔ خو د دې جګړې پای د همدې قاسم سلېمانې د نظامي دوکتورینو او ایراني مخواکي (هژموني) له امله نه مالومېږي۔

د ایران سپاه پاسداران د همدې قاسم سلېماني په مشرۍ نه یوازې په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او لبنان کې کې په زرګونو مظلوم مسلمانان تر خاورو لاندې کړل، بلکې همداسې یې په خپل ټول وس سره په ایران کې ټول کورني مخالفین لکه مجاهدین خلق، کوردان، بلوڅان او سني بې ګنا مظلوم ولس له منځه یووړل او لا یې سرکوبوي۔ بې له شکه چې قاسم سلېماني د مسلمه امت یو لوی غلیم وو چې د میلیونونو بې ګنا وګړو، په تېره سنایو په وژن کې یې لاس درلود۔

مظلوم او مسلمه امت ته د دغه لوی ظالم او خوني مرګ یو ښه خبر دی!
لعنت دې وي په هغو بې ننګو افغانانو چې د قاسم سلېماني په مرګ ژاړي، خو د افغان ولس د وژن لپاره غټ غټ بمونه غواړي!