د رپوټونو په اساس، ایرانی لیکوال پناه غوښتونکی بهروز بوچاني چې د استرالیا په مانوس سمندري توقیف خونه کې د بند پرمهال یې د خپل ژوند په هکله یو جایزه ګټونکی کتاب لیکلی وه د کوم له امله چې هغه نیوزیلینډ هیواد ته د سفر کولو چانس ترلاسه کړ، اوس په نیوزیلینډ کې د ویزې موده پای ته رسیدلې او هغه له بیرته ستنیدو هم ډډه کړې.

د رپوټونو په اساس، د ښاغلي بوچاني دا کار کولی شي د نیوزیلینډ او استرالیا ترمنځ دیپلوماتیکه ترینګلتیا رامنځته کړي، په ځانګړي ډول که نوموړی نیوزیلینډ کې د پناه غوښتنه ترسره کړي.

بهروز بوچاني د نومبر په میاشت کې د بخښنې نړیوال سازمان په مرسته د پاپوا نیوګینا له مانوس ټاپو څخه د لنډمهالې یوې میاشتیزې ویزې په اساس او د استرالیا د محالفت سربیره نیوزیلینډ ته سفر وکړ ترڅو د خپل کتاب په اړه په ادبي فستیوال کې وینا وکړي.

په پاپوا نیوګنیا کې د کډوالو وکیل بین لومي، چې د بوچاني او د سلګونو نورو مهاجرو لپاره هلته وکالت کوي، اسوشیټیډ پریس ته ویلي چې د ویزې له ختمیدو وروسته بوچاني پاپوا نیوګینا ته بیرته نه دی ورستون شوی.

همداراز د نیوزیلینډ یوه دولتي چارواکي هم چې نوم یې ندی ښکاره کړی، دغې ورځپاڼې ته تایید کړې چې بوچاني د ویزې له ختمیدو وروسته د نیوزیلینډ په کریسټ چرچ ښار کې پاتې شوی او له بیرته ستنیدو یې انکار کړی.

د آسټرلیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن مخکې له دې خبرداری ورکړی وه چې بوچاني به هیڅکله آسټرالیا ته د داخلېدو اجازه ترلاسه نکړي، حتی که نیوزیلینډ ورته پناه هم ورکړي.

خو کارپوهان وايي، دا کار کولی شي د نیوزیلینډ او استرالیا ترمنځ یو غیرمعمولي وضعیت رامینځته کړي، ځکه چې معمولا د نیوزیلینډ او آسټرالیا وګړي د دوه اړخیز تړون لمخې په دواړو هیوادونو کې د ژوند کولو او کار کولو لپاره آزاد دي.