د اندونیزیا او اسټرالیا مشرانو د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د ازاد تجارت او نږدې بحري همکاریو ژمنه وکړه. دواړو خواوو همداشان د آرام سمندر د سیمې له هیوادونو غوښتنه وکړه چې د سیالۍ او دعوې لاندې بحري سیمو کې د نړیوال قانون مراعتولو ته ژمن واوسي.

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن او د اندونیزیا ولسمشر (جوکو ویدودو) د اړینو معلوماتو د شریکولو د یوې توافقنامې په لاسلیک کولو سره په سیمه کې د سمندري او سرحدي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل دوه اړخيزه ژمنې بیا تایید کړې.

د دغه تړون په اساس د دواړو هیوادونو قانون پلي کوونکي ادارې د احتمالي ګواښونو، شکمنو پیښو او په سمندر کې د مشکوکو کشتیو په اړه معلومات له یو بل سره شریکوي. همدارنګه د استرالیا سرحدي ځواکونه او د اندونیزیا سمندري امنیتي ادارې افسران همغږی ګزمې او ګډ تمرینات ترسره کوی.

د استرالیا د سرحدي ځواک مرستیال مشر مایکل اوټرام په وینا، د دغه تړون او امنیتي همکاریو له امله به دواړه هیوادونه او سیمه په پراخه کچه ګټه پورته کړي.

نوموړی وویل، "په سیمه کې د خپلو ملګرو هیوادونو سره کار کول د آسټرالیا د امنیت او سوکالۍ د ساتلو لپاره خورا مهم دي، ځکه اوسمهال سمندري ګواښونه مخ په زیاتیدو دي."

نوموړي همداراز وویل، "اندونیزیا د قاچاق وړونکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې زمونږه یو ارزښتناکه ملګري ثابت شوې، موږ تمه لرو چې په دې او نورو برخو کې نږدې کار کولو ته دوام ورکړو."