د هېواد سترې محکمې قاضي القضات ښاغلى سيد يوسف حليم صاحب ! ‏
سلامونه او درنښت مو ومنه ‏
د پښتوژبې يو مبارز په توگه تاسې لوړ حضور ته غوښتونکى (عارض) ‏شوم ،دسترې محکمې فيسبوک پاڼه او ويب پاڼه کې پښتوژبه نه شته ،
دهېواد اساسي قانون د شپاړلسمې مادې له مخې پښتو او دري د افغانستان ‏رسمي ژبې دي او ستاسو د مشرۍ(قيادت) لاندې چارواکي داساسي قانون ‏داماده نه پاى کوي دهېواد پېښليک (تاريخ) به سبا ستاسې په اړه څه نياوه ‏‏(انصاف) يا قضاوت کوي ‏
نن چې د اميرحبيب الله خان نوم چې ښه ياديږي د خپل امارت پر دويم ‏پلا کې د پښتو ژبې ودې ته کار وکړ،نن د وزير محمد گل مومند د ټولو ‏پښتنو پر خوله دى پښتو يې په دولتي کچه رسمي کړه ‏
دا نن چې په افغانستان کې دومره څه ناڅه پښتو شته دا هم د همدغو ‏مشرانو د هڅو پاييله ده ‏
که غواړئ چې پېښليک(کړکېښ) يا تاريخ درباندې سبا ووياړي ، نو په ‏خپل کاري چاپيريال کې پښتو ژبې ته ځاى وکړئ ‏
ستاسې کاري چاپيريال کې بيخي پښتو ژبه نشته ‏