دولتي اداري باید د محکوم مظلوم او مجبور ولس پر وړاندې همدردانه، خو د زورواکو مفسدينو او غاصبينو په وړاندې قاطعانه دريزونه خپل کړي. مګر دلته خبره معکوسه ده. څوک مصلحتونه، څوک جګړه، څوک د هيواد وران ويجاړ حالت، څوک د پرديو له شرمه ډکه لاسوهنې او څوک هم زمونږ په ټولنيز وجود باندي لګيدلې ويروسي زخمونه بانه کوى او د اداراتو متزلزل او متذبذب دريزونو ته د مشروعیت لارې چارې لټوي.
همدا لامل ده چې په ملي کچه د اداري فساد، غصب زورواکي جنګ سالاري او رواني جګړې په وړاندي زمونږ مبارزه د مصلحتونو ښکار او بې اغېزو ده. اړوند ارګانونه د خپلو دندو په مخته وړلو کې په مطلق ډول پاتې راغلي دي. اوس نو خبره ترهغه راورسيده چې چارواکي مو د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه قانون او اداري ګواښي.
همدا وجه ده چې عدالت نه پلئ کيږي، د فساد مخه نه نيول کېږي، زورواکي ورځ تربلې زور اخلي او اداري مو د ګمارنو د غلط مروجه سيستم له امله تقريباً فلج پرتې دي.
زمونږ د سياسي او اداري سيستمونو د ناکامي يو بل لامل زمونږ په هیواد کې د وارداتي سيستمونو د پلئ کولو ناکامې هڅې دي.
په لنډه توګه باید ووایم چې د د خلق او پرچم ډلو لخوا د ډنډې په زور د لينينيزم او سوسياليزم افکار او نظريات خپلول، د مجاهدینو او طالبانو لخوا په ولس باندې د ځينې افراطي نظرياتو تپل او په اوسنئ ديموکراسي کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د خونديتوب تر عنوان لاندې پردي دودونه او کلتور زمونږ په مذهبي او عنعنوي ټولنه باندي د عملي کولو ناکامې هڅې يې ښې بيلګي دي.
پورتنئ ستونځه د سياسي مشرانو ستره نيمګړتيا ده چې ډير وخت په نظرياتي، سياسي او کلتوري برخه کي پرته له دې چې زمونږ د ټولنې مذهبي، دوديز، عنعنوي او قومي اړخونه په نظر کې ونيسي، کله د ختيځ او کله هم لويديز دودونه هغه هم په افراطي توګه له اضافي مرچ او مسالې سره په خپل ولس باندي تحميلوي. پايلې يې متأسفانه له خپلو ولسونو تصادم تقابل او ټکر وي.
د اوس وخت لپاره زمونږ د بي شميره ستونځو، ترينګلتياو، نيمګړتياوو، پراخ اداري فساد او جګړې په شتون کې د موجوده نظام ړنګول قطعاً د منلو وړ نه ده او له ټولو ملي او نړيوالو موازينو سره يې په تقابل کې ګڼو. مګر د ښځو د حقونو د خونديتوب او ځوانانو ته د واک د ليږد تر غولونکي عنوان لاندې هڅې او نوښتونه يقيناً له ديني او ملي ارزښتونو سره په غوڅ تقابل کې دوام لري. تر دغه نوم او عنوان لاندي په حکومتي ادارو کې دومره ګند راټول شوئ ده چې اوس مو نه اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمنتيا ثابته کړه او نه مو هم غربي دموکراسي پلئ کړاى شوه.
نه د دين شو او نه هم د سادين.
د مسلّم واقعيت په توګه باید ومنو چې د ښځو محکوم قشر او ځوانان له بل هر لوري څخه زيات د روانې بدمرغه جګړې په تنور کې سوځي. په دغه جګړه کې د وژل شويو مطلق اکثریت د ځوانانو ده او هره ورځ په سلګونو ميندې بورې، خويندې کونډې او ځوانان وژل کيږي. که واقعاً څوک د ښځو او ځوانانو د حقونو د خونديتوب پلوي کوي، نو تر هر څه وړاندې باید زمونږ په خاوره کې روانه پردئ بدمرغه جګړه ختمه شى. د ښځو د حقونو د خونديتوب به تر دې ښه بيلګه کومه وي چې په جګړه کې د ښځو د ځيګر ټوټه، د سر پړونئ، مجازي روزي رسان نه وژل کېږي او د اوربل ګل يې نه رژول کيږي. که څوک د ځوانانو د حقونو د خونديتوب خبره کوي نو تر هرڅه وړاندي دې په روانه جګړه کې د ځوانانو د وژل کېدو مخه ونیسي.
چارواکي بايد پوه شي چې د ځوان نسل او ښځو د حقونو خونديتوب په لوړو پوستونو باندې د څو غربي کلتور ځپلو ځوانانو او پوډرو ککړو ښځو په ګمارلو، په ارګ او وزارتونو کې د څو غونډو په جوړولو کې قطعاً تحقق نه مومي. د دغو موخو ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې کليو او بانډو ته د فعالیت ساحه پراخه شي. دغه مبارزه باید له محراب او منبر څخه پيل ديني علما او قومي مشران او ولسي مخور اشخاص يې پرمخ بوزي. له همدغو ادرسونو څخه د ځوانانو او ښځو د حقونو د خونديتوب او د سرتاسري سولې لپاره هلې ځلې وشي.
ځوانانو او ښځو ته د اسلامي شعائرو او ملي دودونو په رڼا کې د زده کړو خوندي او مصئون ماحول او کاري شرائط برابر شي. تفصیل ته نه ځو، خو دومره وایم چې د حکومت لخوا دغه ډول کړنې، نه يوازې اخلاقي فساد او په ملي کچه د بدنامي لامل ګرزي، بلکه د ځوان نسل او مشرانو ترمنځ د بي باوري واټنونه هم جوړوى.
زمونږ مشرانو ډير وخت په ګمارنو کې پوهه وړتیا او تجربه د معيارونو په توګه په نظر کې نه نيسي.
د ښځو او ځوانانو د حقونو د خونديتوب په نوم د اخلاقي فساد رسوايي د هيواد او باشهامته ولس هسکه غړئ ښکته کړه.
په اخر کې مونږ باور لرو چې دلته روانه جګړه زمونږ د پورتنیو ستونځو او نيمګړتياوو بنسټيز لامل ده. مونږ په خپل ملت باور لرو چې که د ورور د توپک شپيلئ يې سينې نه وه نيول شوي او د ورور په مرمئ جوړ شوي ټپونه يې ورغول شو، بيا به په زغرده ورته ووايم چې پورتنئ ترينګلتياوې نيمګړتياوې او تشې به په اسانه توګه له مينځه ځي. دغه ستر هېواد او عظيم ملت د برياو نيمکرغيو او هوسا ژوند پړاوونه وهي او پردى دښمن به د ګرګين چنګيز هلاکو انګليس او شوروي غوندي د افغانستان د محوه کولو ارمان دوزخ ته يوسي.
ليکنه، عبدالوحيد وحيد