د خلاصون لار
وايي : کوږ بــار تر منزل نه رسیږي
په ظلم ، زور دا حالت نــــه جوړیږي
څو چې زورواک او ستمګر حاکم وي
دا د ظلمت تیارې هیڅ نــه ختمیږي
چیرته چې جهل، ظلم ، زور چلیږي
د جنګ لمبې هلته کــې نه سړیږي
چې په فریب ، دوکه ژوندون تیروي
د هغه ملک حالت نور نه بدلیږي
تر څو دا چور وي دا تالان دلته کې
دا بد حالات وطن کـــې نه سمیږي
څو چې زورواک او بل واکې وې دلته
قهر او غصه د خلکو نــــه کمیږي
ورورۍ یواځې د خلاصون لاره ده
په تربګنۍ کې ژوندون ښه نه تیریږي
که افغاني وطن کــــې سوله راغله
د جنګ لمن بـــه خاماخا ټــــولیږي
------------------------------
شاعر : سمیع الدین افغاني
۹ – ۱۲ – ۲۰۱۹
م۰کال
08.12.2019
- عبدالله وردک
شریک کور! دریمه برخه - د وطن شریک کور! عبدالله وردک انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۹ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، دغه د شریک کور ټکی، د ځینو افغانانو په لیکنو، خبرو، او ویناوو کې ډېر زیات لیدل، او اورېدل کیږي. د لومړي شریک کور(د پلار د کور)، او د دویم شریک کور(د ګوند د کور) په هکله معلومات په تېرو لیکنو کې وړاندې شوی دی. پدغه ل...
09.12.2019
- عزت الله ذکي
عزت الله ذکي که نن پر دنیا يم سبا پر عقبا آخته په ګناه یم ولي بې پروا لاهم زنداني یم په دغه ځنځیر ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** نه ړوند یم نه وینمه لاره صِراط روان په مزله یم د عشق په رباط مجنون د لیلا یم ګرځم پر صحرا ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** د هرڅه مالک رب د ټولو خالق حیات ورکوي رب د ټولو رازق په ژبه ګویا یم ذاکر په ثناء ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** طامع ربه یم ستا د رحم و کرم بل...