دویم څــــــپرکی 

نامنــــــــلې کرښـــــه ، نا منـــــــلی تــړون 

 

   

لاردکرزن به ویل چې :      

« دافغانستان شته والی دهغه دجغرافیایی موقعیت مرهون دی » 

 

                    دیورند(٭) یودوه سیلابه کرغیړن اوبدنام  نوم اوکرغیړنه کرښه ده ، چې دیوه عادي انګریز کیپتان (وروسته دباندنیوچارو چارواکی ) اودافغانستان د یوه خپلسري واکمن له څیرو سره ځان پتلیزوي . له آره باید په دغه راز سره پوه ووچې له دیورند څخه په خپله ددیورند موخه دانه وه چې داکرښه باید دده په نامه یاده شي ، دلته زموږ دیوه ځوان دوست په وینا  « یوه باریکي شته» او هغه داچې وایي مارتمریوه جذباتي او تاریخي لامل اوارادت دې ته اړیوست چې باید دخپل پلاردقبر دساتلو او یادون په موخه پر دغه سترغیرانساني پریکړون او بیلتانه باندې لاس پورې کړې په دغه اړه بیا  یوه نامتوهندي افغانپوه دغه ټکي ته په خپله یوه څیړنه کې داسې اشاره کړې ده :  

-------------------------------------------- 

(٭)  مارتمر دیورند دغه انګریز په ۱۸۵۰ کال کې زیږیدلی او په ۱۹۲۴ کال کې یانې یوکال له امیرمحمد یعقوب خان څخه وروسته مړشوی دی .دماشومتوب یوه برخه یې په بهوپال اودهندپه نورو برخه کې تیره شوې ، په دې چې پلاریې هم په بریتانوي هندکې دانګریزی کمپنې له مامورینو څخه و. په فارسي ژبه یې روانې خبرې کولې ،  له  ۱۸۷۳ کا ل څخه وروسته یې له بریتانوي هندي واکمنۍ سره په کار پیل وکړ،دده له لویو کارنامو څخه یې یوه هم دغه پروژه وه چې نژدې لس کاله یې دهغې په اړوند کاروکړ څوچې په پای کې یې دغه دزهروغړپ پرامیرعبدالرحمان خان باندې دهمدغې خوږې ژبې (فارسي ) په خوږو کې پرسر وررواړاوه اوله دغې تاریخی پروژې وروسته یې  اوږده دنده په دغه سیمه کې پای ته ورسیده ، انګریزانو ونازاوه ایران ته یې دخپل استازي په توګه ولیږه چې هلته له ۱۸۹۴ څخه تر ۱۹۰۰ کال پورې پاتې شو، بیا پراسپانیاکې سفیرشو اوله ۱۹۰۳ کال څخه تر ۱۹۰۶ کال پورې په امریکا کې دانګریزاستازي و. کله چې له امریکا راستون شو، بیا یې دیولړآثارو په لیکلو لاس پورې کړ،چې په هغو کې  ( دخپل پلارژوند لیک،یومنی په لویدیزفارس کې اودنادرشاه په نامه تاریخی ناول ) دپاملرنې وړ شول . دیورند چې هرڅه و،اوهرما موریت یې ترسره کړي هغه دبریتانوي هند (بریټش راج ) په استازیتوب دی ، په بریټش راج یاواکمنۍ کې اوسنې هند، سیلون ، برما ، بنګله دیش اوسینګاپورراتلل هغه واکمنی چۍ تر ۱۹۴۷ کا ل پورې یې دهند په نیمه وچه باندې واکمنی وکړه او له دغې نیټې وروسته په دغه نامه کوم سیاسی او دولتي جوړښت دلته پاتې نه شو. هغه امپراطوری رنګه شوه ،یادې شوې ټولې سیمې  دخپلو حقوقو خاوندانې  شوې ، هیچا هم نوردانګریزانواصولو ، قوانینواو تړونونه ته اهمیت ورنه کړ،خو یوازې پښتانه دي چې تراوسه پورې دښکیلاکي امپراطورۍ په طلسمونوکې  دهرډول انسانی اړیکو په پام کې نه نیولو سره ښکیل اوله هرډول حقونو (ځمکې ، آزادۍ او خود ارادیت ) څخه بې برخې کړل شوي او پاتې شوي دي. د دوی سیمه د افغانستان دتاریخي جغرافیې برخه ده ، باید چې بیرته د افغانستان له تاریخي جغرافیې سره وتړله شي . زموږ مبارزه دهمدغې جغرافیې لپاره ده  چې باید دنړیوالو حقوقو داصولو له مخې په یوه تاریخي سوله ییز بري سره  بیرته زموږ شي .    

 

“Alongside, Durand was to obtain and agreement to split the Pakhtun belt into respective spheres of influence of British India and Afghanistan. His father , Sir Henry Durand , who was later when he become the Lt.Governor of Punjab. Succumbed to severe injures as a result of  a fall from an elephant during a procession in Tonk on January1, 1871. His grave in Dera Ismail Khan is at time mistaken for that of his sons”.There are good reasons for this confusion as the son’s historical association with the area had been ensured for posterity by virtue of the name that he lent to the line. The confusion about the grave ahs also carried to the line for over a century”  

( SATINDER KUMAR LAMBAH ,The Durand line INDIA P5)   

 دغه مکار کیپتان له  ۱۸۷۹ میلادي کال څخه راوروسته ، یانې له هغه مهاله وروسته  چې امیرمحمد یعقوب خان دکابل له تخته یوازې په دغه ګناه چې پربالا حصار باندې یې دپاڅون کوونکو وینې تویې نه کړې اوپردې یې تورن کړچې له مقاومت کوونکو سره یې لاره وه دهند په لوروخوځاوه  ، دیوه فعال انګریزې مامور په توګه دافغانستان چا رو ته وګمارل شو، او خپل ماموریت ته یې په دغه برخه کې ملاوتړله . پرکابل باندې د انګریز جنرال رابرت له واکمن کیدو اوله هغه وروسته دعبدالرحمان خان ( د۱۸۸۰ کال دجولای ۲۲دکابل پرامارت کیناست ) له راوستواوپاچا کولو وروسته ، دیورند ته په هندکې لومړی د پخواني امیر ( محمد یعقوب خان ) دچارود ځانګړی مامور دنده ور وسپارل شوه څو دهغه او افغانستان  په اړه باید ټولې چارې ترخپلې څارنې لاندې ونیسی . ددغې دندې دترسره کولو په ترڅ کې دغه ځیرک او مکار کیپتان ځان دومره ورساوه  چې دبریتانوي هند لوړرتبه مامورینوهم ده ته  په دغه برخه کې دصلاحیت لرونکي ما مور په سترګو وکتل اوپردغه مهال یې خبره دافغانستان او امیردچارو په اړه هم لوړو انګریزي مقاماتو اوریده او هم هغوته رسیدای شوه .  

دیورند په دغو سختوشپوورځوکې چې افغانستان لاهم  په هراړخیزه توګه تر انګریز ي منګولو لاندې ودافغانستان او په دغه سیمه کې دخورا تودوحالاتو شاهد و، انګریزان ترهغو پورې چې دامیرعبدالرحمان پښې په کابل کې ټڼیګیدې ، دافغانستان غیرمستقیم واکمنان وو، جنرال رابرت ترخپلې وروستنې ورځې پورې په افغانستان کې تر پوځې تیریو،  توطیواوسازشونو پورې ددغو ټولو کړو وړولارښونه په خپل لاس اوخپل سر وکړه ، دافغانستان په هره برخه کې یې دملي بې اتفاقۍ لپاره سختې هلې ځلې وکړې ، دملي مبارزینوپه لیکوکې یې داسې درزونه واچول چې په ډیرو لږو امتیازاتو سره یې دهغو یوزیات شمیرپه انګریزانو پسې روان کړل ، هغوی چې  له دوی سره نه شول هغوی ته یې  داسې بدمرغۍ راوټوکولې چې دهغوپه ترڅ کې  نوموړو سرکښوهم  کرارکراردهغو کړو چې له وسه یې پوره وو توان له لاسه ورکړ. په غزنی ، میدان لوګر او زرمت اوشمالی کې یې له قومونو رانیولې ترځانګړو ملي مشرانوپورې دنویو توطیو لامونه خواره کړل تردې حده چې نورنو ډیرولږو کسانواوملي څیرودمقاومت (لکه نن سبا چې دروسانو دمقاومت پایله ګورو ) په اړه فکرکاوه .د رابرت له خورا ورانو تګلارو څخه یوه داوه چې دوی دخپلوموخو دترسره کولولپاره په ملي بې اتفاقیوبرسیره دهیواد له تش په نامه روحاني قشر(ملایانو او پیرانو)  څخه هم ددغو توطیود عملي کولو په ترڅ کې ښه کارواخیست. انګریزانو دنژدې پنځوکالو(۱۸۷۹ – ۱۸۸۴ ) په ترڅ کې نه یوازې پرافغانستان باندې دغیرمستقیم تش په نامه برلاسي مستقیمه لړۍ وساتله بلکې په دغه موده کې یې پرامیرعبدالرحمان خان باندې هم دا باور وشو چې څه دوی ورته وایی هغه یې هم مني اوهم یې ددوی په خوښه عملي کولای شي . دوی اوس ځان په دې باوري کړی و چې نور نوله عبدالرحمان  څخه وزیرمحمد اکبرخان نه شي جوړیدای. ځکه چې ده ته هم پرته  ددوی له پیسو اودملاتړله  یارانې نورڅه نه وو ور پاتې .همداوه چې دغه دواک تږي سردار چې دمهاجرت په ترڅ  کې یې د روسانواودهغوی دمنځنۍ آسیا دلاسپوڅوواکمنانوکړه  وړه په ښه توګه لیدلي وو  دداسې ملت په وړاندې چې تردغه مهاله یې دوه ځلې له دوی سره ډغرې وهلې  وې ، ځان اوهیواد یې د دوی له شره  آزاد کړی وملاتړلی اوپه پوځې نومونه برچه پک  ودراوه. امیرپلوي تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې عبدالرحمان خان پر دغه مهال پرته له دې چې په  هم داسې یوه سیاسي او پوڅي دریځ کې پاتې شی بله چاره هم نه درلوده ، انګریزانودي له یوې خوا له ملت سره چې په ده پسې کله هم نه ته ددښمنۍ په دریځ کې ودراوه ، له بلی خوایې روسیه ورته ببره کړه ، او په دریم ګام کې یې امیرمحمدیعقوب خان اودمیوند زمرې  سردارایوب خان په هند کې تیارورته کینول چې که یې ددوی له خبرې یوه وړه سرغړونه هم وکړه . نوله هغوی سره به لاس او خوله یوکړي ، دهغوبیرته راتګ به دده دورکې یوازنی او دملت په خوښه لامل وي . هغه  لامل چې انګریزانو کله هم د خپلې کینه پالې تګلارې پربنسټ چې له ایوب خان سره یې درلوده  هغه ته عملي بڼه ورنه کړه .   

انګریزان تر ۱۸۸۴ کال پورې دافغانستان او امیرپه وړاندې دملي مقاومت دکمزوري کولو پر پروژه باندې بوخت پاتې شول ، په غزني ، وردګو، زرمت ،کټوازاوجلال آباد کې چې کوم حرکت دمحمدجان خان او ملامشک عالم په مشرۍ دسردارموسی جان او امیرمحمدیعقوب خان دبیرته راتګ په خاطر رامنځ ته شوی و، هغه یې هم په بیلابیلو پلمو اودبیلابیلوکسانو دتوطیوپه ترڅ کې دعبدالرحمان دټیګښت په خاطر له پښورا وغورځاوه ، محمدجان خان یې په کابل کې دامیرلاس کتوی او دنن سبا دغه اوهغه منصب په پلمه رامحاصره اوپه پای کې یې  له ملي غورځنګ څخه په شهادت سره بیل کړ. ملامشک عالم چې لاهم د امیرګوتو نه و ورغلی ، په خپل انګریزي ضد روحانی تبلیغ باندې په لوګر اوغزني کې بوخت و، عصمت الله خان جبارخیل یې هم دغلجیودتش په نامه مشرۍ په ویاړ تر خپل واک لاندې راووست اولکه محمدجان خان غوندې یې یوبې واکه درباري ترې جوړکړ چې امیربه هرچیرې ته دی به یې هم له ځان سره یرغمل ګرځاوه څوچې یې دی هم دترکستان استولو په پلمه له منځه یووړ . میربچه خان خود جهاد د د وران دپیسو دحساب نه ورکولو په پلمه له هرڅه پاتې شو، ترڅو یې چې له هوښیارۍ څخه کارواخیست اودامیرله اولکې څخه یې  لومړی هند اوبیا فارس ته ځان ترسردار محمد ایوب خان پورې ورساوه اوله هغه سره بیا دهندپه لوردایران او بغداد له لارې ولاړ.  

امیرعبدالرحمان چې په پلازمینه کابل اوشاوخوا ولایتونو کې ددغو کسانو په وړاندې په خپلو کارواییو کې ځان بریمن ولید. بیایې دانګریزانو په اشاره دکندهار دنیولواودایوب خان د پوره ماتې په لور ورمخه کړه . په پیل کې خودده باور پردغه بري  په دې نه کیده چې یوخو انګریزانو غوښتل چې کندهار دخپلې واکمنۍ په قلمرو کې وساتی  ، دملي مجاهدینود وروستۍ مقاومت یولامل اوکلکه غوښتنه همدغه ټکی و چې انګریزان باید کندهار دخپلې واکمنۍ برخه نه کړي اونه یې باید له افغانستان څخه بیله خپله سیمه وبولي .(۱) 

که څه هم انګریزان ددغه کار لپاره تیارنه وو، خو وروسته دغه عام پاریدونکي حرکت دې ته ناچارکړل چې باید دخپلو پوځونو لیکې پر کوژک اودهغه پرشاوخوا باندې ودروي ، امیرته یې زړه ورکړ چې باید پرکندهار باندې یرغل وکړي اوهغه ولایت باید نوردتل لپاره دغازي ایوب خان له برلاسی څخه  د دوی په مرسته وباسي . په (   ۱۸۸۱ ) کال کې یې کندهار دیوې قیماری جګړې په ترڅ کې ترلاسه کړ ( له قماري جګړې څخه مراد دادی چې امیرباورنه کاوه چې بریالی به شي ، همداوه چې خپله ټوله خزانه یې په دوو برخو وویشله چې یوه برخه یې ترکستان ته واستوله اوبله یې له ځان سره واخیسته اوپه هردم او قدم کې ترکندهاره  پورې  پرخانانو اوملایانو باندې وویشله ، ترکستان ته یې په دې خاطر بله برخه واستوله چې که دکندهارپه جګړه کې ماته وکړي ، نو بیا کیدای شي چې هلته ور وتښتي او هلته په 

----------------------------------------------------- 

(۱) محمدجان خان وردګ او ډله یې  لومړني څوک ووچې دغه موضوع یې دخپل یوه شرط په توګه انګریزانو ته وړاندې کړې وه  (  تفصیل زما په اثر محمدجان خان  کې راغلی دی )  

 

 

 

 

 

 کارورشي ) . « تفصیل په محمدجان خان نومي اثرکې راغلی دی »  ) 

دیوه حقیقت په توګه داباید ومنو چې دافغانستان په معاصرتاریخ کې دوه امیران یوامیرکبیر دوست محمدخان اودویم عبدالرحمان خان دخپلو واکمنیو پرمهال دومره دانګریزانوتراغیزې لاندې راغلل اودومره انګریزپلوي شول چې کله یې هم دهغو په مقابل کې نه ملت ته وکتل او نه یې دهغو په وړاندې خپل  ملت ستر وباله، همداده چې کله ددوی له خوا لیکل شوی اسناد اوس لولو سړي ته دومره پوښتنې په مخ کې ږدي چې له هره پلوه څوک نه شي کولای دهغو پوښتنو له مخې دغه دواړه واکمنان  دخپل تاریخ دیوې برخې په توګه په ښه نامه یې یادکړي . په ۱۸۴۲ کال کې چې ملت له انګریزانو سره لاس اوګریوان و ، قربانۍ یې ورکولې ځان یې ښانده او انګریزان یې له منځه وړل ان چې دوژل شویو پوځیانو شمیر یې ترزرګونو واوښت او ترجلال اباد پورې هم ژوندي ونه رسیدل ،په همدغوشرایطودوست محمدخان انګریزانوته  دیوه لیک په ترڅ کې ولیکل :  

(( طاوس زرین بال وهمای سعادت فال اعنی مکتوب مودت اسلوب عالیجاه معلی جاکها بخدمت وجلالت پناه دوستی مودت آگاه سکرتر اعظم و دستور معظم مادک صاحب بهادرزاد مودته درحینکه طاهر فواد صداقت بنیاد درفیافی مژده وصول اخبار تندرستی ذات خلوصیت آیات وانتظام امورات جناح تفحص کشاده واسباب ترصد این مامول برطاق انتظارنهاده بود شرف نزول ارزیابی نموده چون مبنی برفتح مبین ومنهی براستیلای واقتدار لشکر نصرت آیین واستحلاص اولیای ایندولت سعادت قرین ازتصرف آبادی متمردین الکای جلال آباد وکابل وغزنی بود وبهجت بربهجت افزد و آنچه درباب التفات ومهربانیهای مشفقانه ونوید نجات وقدردانیهای غایبانه بندگان کیوان پاسبان سکندرشوکت دارا دربان لارد گورنر جنرال صاحب بهادر دام احتشام فهم درخرتحریره قسد تسطر درآورده بودند بازای آن موهبت عظمی واعطای این مکرمبت بیمنتها سجدات شکرالهی بتقدیم رسانیده ظاهرآ وباطنآ مرهون احسان صاحب معظم معه بل سایرصاحبان والاشان گردید انشاالله العزیز اگرحیات باقی بود درطریقه اخلاص منشی وخیرخواهی دولت خدا داد قوی بنیاد سلسله جلیله انگلسیه بهیچوجه کوتاهی نخواهد نمود ترصد که ازآنطرف خاطرجمع بوده تاحین حصول ملاقات بصدور مراسلات همیشه محرک سلسله دولتی وتواد میگردیده باشند .  

المرقوم چهارم نومبر 1842  فی مقام منصوری  

(دپټواسناد څانګه ، ۱۸۴۲ کال  دهند ملی آرشیف )  

خبره روښانه ده ، دیوه داسې چا لپاره چې ځان دیوه هیواد مشراو امیرکبیرهم بولی فکرکوم دملت او خلکو د اتلولیو دومره سپکاوی له یوه ملي  کسرشآن څخه پرته بل څه نه دی او نه بلل کیدای شي ، سره له دې چې دده دلیک لوستونکی کیدای شی پرده باندې دا قضاوت وکړي چې دی په خورا سختو حالاتو کې راګیرشوی و، دانګریزانو تاریخی ماته اودهغې ناوړه پایلی له یوه واکمن څخه چې هغه هم دانګریزانو په لاس کې وي همداسې یوڅوک جوړوي . خو اسناد بیا وایې چې امیریوڅه بیړه کړې اودخپل ملت په هغه اتلولۍ چې په یوه حساب یې دده درا خوشي کولو په خاطرترسره کړه  باید باورمن وای ، دا نو په دې نه ارزیده چې ځان دی دومره راټیټ کړي چې دخپل اتل ملت اتلولي دې په لوی لاس توهین او با بیزه اعلان کړي . دملي تاریخ داساساتو له مخې دیوه واکمن په توګه  دادده ملي اواخلاقی دنده وه چې دهغوی بری یې دځاني خوندیتوب پرلامل  ددښمن په وړاندې په داسې الفاظوکې په سپکه ژبه نه وای ثبت کړی .  

همداسې په سلګونو بیلګې تاسې لیدای شی چې هغه بیا دتش په نامه پولادي امیرهغه روحیه او کړنې دسړي په مخکې ږدي چې په هغو باندې هم سړی نه شي سرلوړی کیدای ، دابه ومنوچې دوست محمدخان دمجبوریت ترفشار لاندې راغی ،خو عبدالرحمان ته برعکس انګریزان اړوو، چې له بدمرغه دی په خپله ځواکمني اوزور باندې پوه نه شو او بې له یوه منطقی سوچه یې ځان دانګریزانو په واک کې داسې لکه ددوی خپل مامور ورکړاوددوی له اجازې پرته یې خلی هم پر خلي نه شوایښودای ، همداوه چې ددغې روحیې په ترڅ کې  یې دانګریزانود ناروا غوښتنې په وړاندې یوعادي عکس العمل هم ونه ښود. اوهغه اوږده پروژه چې دکیپتان دیورند له خوا پرهغې باندې نژدې یوه لسیزه کاروشوهغه یې هم دده په وجود کې په خورا اسانې سره دبریالیتوب  پولې ته ورسوله.  

ما مخکې خبره په دې راپیل کړه چې دیورند څوک و اوپه څه ډول ماموریت یې دافغانستان دیوې برخې دبیلولو لپاره ترسره کړ؟ کله چې انګریزانوامیرمحمد یعقوب خان له کابل څخه دهند په لور په توبوتوبو وخوځاوه اوهلته یې له ځان سره یرغمل وساته ، همدغه مکارکیپتان پرهمدغه مهال په هندکې دامیرمحمد یعقوب خان دچارو مسوول وټاکل شو،له هغه سره یې رابطه ژوره شوه اوله هغه څخه یې دافغانستان د سیاست او تاریخ په اړه په زړه پورې معلومات ترلاسه کړل، فارسي ژبه یې هم پرهمدغه مهال پیاوړې کړه چې دهغې په واسطه یې هم دخپل مطلب اومرام دتحقق په کار کې دښې وسیلې په توګه کارواخیست. دده لپاره امیرمحمد یعقوب خان اوس هم لا دکابل دواکمنې لپاره په زړه پورې کس و، او فکریې کاوه چې دده په شته والي سره انګریزي ګټې په افغانستان کې په ښه توګه خوندي کیدای شي ، ده دخپلې پلوي دغه غږ انګریزي لوړرتبه مامورینوته هم په خپل وخت اودخپلې وظیفې له مخې رسولی ولکه چې دبریتانوي هند داسنادوپه ترڅ کې لولو:  « کیپتان دیورند زیاته هڅه کوي چې دکابل په امارت باید بیرته یعقوب خان وګمارل شي ، دی وایی چې که دغه کارترسره شي ، داکار به زموږ دایجنسۍ لپاره خورا ګټه وروي ... )) [ باندنۍ څانګه ـ دهند ملي آرشیف   (۲۴- ۲۸ ) شمیره سند ، ۱۸۸۳ کال ]  

که چیرې وپوښتو چې دیورند ولې ددغه کار لپاره دومره لیوال اوبیړنې و ؟  

په دغه برخه کې یوازنې دلیل داکیدای شي چې دیورند فکرکاوه چې یوخو یعقوب خان په داسې روغتیایی حالت کې دی چې هرڅه ورته وویل شي هغه منی اود رد ځواب نه شي ورته ویلای ، بله خبره داده چې انګریزانو په همداسې یوه حالت کې دګندمک تړون پر ده باندې لاسلیک کړ چې له هرې خوا پرې توره تیاره وه اوهیچاته یې هم سترګې نه وراوښتې ، کیدای شي په دغه اړه  بل لامل ددریوند په وړاندې داهم وبولو چې دده په نظر عبدالرحمان خان دافغانستان په تیروشل کلنو شخړواوکړکیچونو کې رالوی شوی څوک و، دیورند فکرنه کاوه چې هغه به داسې سرداراوواکمن شي چې په پټو سترګو به هغه څه چې انګریزان یې ورته وایی ومني ، ځکه نو دده لپاره اوس پرته له دې چې دخپل پلان اوکرښې په عملي کیدو باندې زر بریالې شی له پخواني امیره پرته بله په زړه پورې لاره لاهم نه ښکاریده ځکه یې یعقوب خان د افغانستان د واکمنۍ لپاره یوځل بیا وړ او مناسب کس باله . دیورند داخبره دخپلوهغو اړیکو په پام کې نیولو سره کوي چې دې یې له امیرمحمد یعقوب خان سره تردغه وخته چې لایې امیرعبدالرحمان خان نه دی لیدلي لري ځکه چې  دی یې دهرڅه ، دناستو پاستو، مرکو او اړتیاو دپوره کولومسوول او ګمارل شوی  مامورو . دې په خپل  یوه جالب لیک کې دامیرمحمد یعقوب خان په اړه لیکي چې : « کله چې په ۱۸۸۳ کال کې دعبدالرحمانخان دمرګ آوازه شوه ما دغه موضوع له یعقوب خان سره شریکه کړه ، هغه دومره وارخطا شوي و چې ټول بدن یې لړزیده اوله ډیړې لړزې یې خبرې هم نه شوې کولای ... )) [ ۴۲ شمره لیک  - خارجي څانګه ، ۱۸۸۳ کال ، دهند ملي آرشیف ]  

 په هرډول ،اوس اوس دانګریزی دورې اسناد داپه ډاګه کوي چې انګریزانو دافغانستان دویش دغه پلان له ډیرپخوا ان د امیرشیرعلی خان له وخته را په دیخواپیل کړی و، امیرشیرعلی خان یوازنې واکمن و چې له دغه بلتانه او ویش سره یې کلک مخالفت وښود ، همداوه چې د (امبالې ) سفریې هم پرته له  کومې پایلي په خواشینونکې توګه پای ته ورسیداود  دانګریزانوپرله پسې ګواښونو ناچارکړ چې دروسانو ، چې تردوی هم مکار او دوه رنګی وو لمنې ته لاس وراوږد کړي . سره له دې چې روسان او انګریزان په دغه تاریخي مرحله کې د افغانستان په وړاندې دیوه خره دوه غوږونه وو دوی پرته له دې چې امیرشیرعلي خان خبرکړي  د افغانستان په اړه پردغه ټکي  چې باید حایله سیمه وي سره یوه خوله شوي وو ، خو له دې سره سره امیر په ډیره بیړه ځان دانګریزي کم نظرۍ د ویار (شرم ) پراساس په هغو سختوحالاتو کې  له دوی پریوه خوا کړ ،کابل یې پریښود او ځان یې بلخ ته ورساوه خو چې کله د روسانو اوانګریزانو پرتوطیو باندې خبرشو خورا خواشینی شو او له دغې نړۍ یې سترګې پټې کړې او دا ټوله توطیه یې په خپل ټول عمق سره خپل زوی (دکابلیانو په وینا د زمري زوی ) امیرمحمد یعقوب خان ته په داسې حال کې چې روحي اوجسمي ناتواني یې بې کچې لوړه شوې وه  وردغاړې کړه اودابوالمعانی بیدل نیم بیتې چې (چارباید زیست وناچا رباید زیست ) پردغه ډنډ ورغوټه شواودګندمک تړون ، دپلان شوي ویش دتوطیی لومړي پړاو یاهغه طرحه چې انګریزانو دهغه د تپلو لپاره  له پخوا څخه ملاتړلې وه ، پرده باندې په همدغه غیرنورمال روغتیایی حالت  کې وتپله او پرته له دې چې له افغان ولس سره مصلحت ورباندې وشي  پرامیرمحمد یعقوب خان باندې لاسلیک او ومنله . (*) 

------------------------------------------------------- 

 (*) دگندمگ تړون دافغانستان لومړنۍ تجزیه وه چې انګریزانو په زور دافغانستان پرخاوره اوامیر باندې ټپ کړه  تړون په لاندې ډول سره و:  

« دغه تړون دلاندی شرایطو پربنسټ دبرتانوي حکومت ، دافغانستان اودهغه اړوندو(!)  دامیر والا حضرت (!) محمد یعقوب خان ترمنځ دسولې اودوستۍ داړیکو داقامي په موخه لاسلیک شو.  

 

 « ۱- له هغې ورځې چې دغه تړون د دواړو لوریوله خوا منل کیږي ، دا به دبریتانوي حکومت ، د افغانستان اودهغه دمتعلقاتو دوالاحضرت امیراودهغه دځای ناستو ترمنځ دایمي سوله او دوستي  سمباله کړي. 

۲- دافغانستان اودهغه دمتعلقاتو والاحضرت امیر ژمنه کوي چې ددغه تړون له منلو وروسته به دهغوټولو کسانولپاره عمومي بښنه اعلانوي ،هغوی چې دجګړې په دوران کې دانګریزي دولت په پلوۍ کارکړی، دوی به، که په هرمقام او درجه وي له سزاورکولواوځورونوڅخه په امن او خوندي وي(لکه لاتي ولي محمدخان اونور)  

 ۳- دافغانستان اوملحقاتوامیر ژمن دی چې له باندنیوهیوادو سره د خپلواړیکوپه ټینګولو کې باید دبرتانیې له حکومت سره مشورې وکړي ،  له دغوحکومتونو سره باید کومه لوظنامه ونه کړي اونه یی باید پرضد وسله واخلي ،دباندني تیري په ترڅ کې به انګریزي مرسته ، وسلې او پیسې ددفاع په موخه څنګه چې انګریزیې وړوبولي کارول کیږي .انګریزپوځ به ددفاع له کاره وروسته خپل بریتانوي قلمروته ورستنیږي . 

 ۴- دبریتانوي حکومت او والاحضرت دنژدې اړیکواودوالاحضرت دپولو دخوندي ساتلو په موخه دواړه لوریه ژمن دي چې په کابل کې به یوانګریز استازی له یوې ډلي وسله والوسره چې دهغه دکورساتنه به کوي ځای پرځای کیږي. دیوې مهمې خارجي پیښې د رامنځ ته کیدو په ترڅ کې بریتانیا حق لري چی دافغانستان پولوته انګریزي استازي او ساتونکي پوځیان واستوي. داړتیا پرمهال چې ددواړو لوریوپه ګټه به وي دافغانستان والاحضرت امیرهم کولای شي خپل استازی دګورنرجنرال په دربار اودهند په نوروبرخوکې چې د دواړو لوریو خوښه وي ځای پرځای کړي . 

 ۵- دانګریزی استازو خوندي ساتنه د افغانستان اودهغه دملحقاتو دوالاحضرت پرغاړه ده. انګریز حکومت ژمن دی چې دهغه استازي به دافغانستان په کورنیوچاروکې لاسوهنه نه کوي. 

 ۶- دافغانستان او دهغه دملحقاتو والاحضرت امیر دځان او ځای ناستو په استازیتوب ژمنه کوي چې په افغانستان کې به دبریتانوي اوسیدونکو په وړاندې دتجارت په موخه دتګ راتګ ستونزې نه رامنځ ته کوي. 

  ۷- داچې د دواړو لوریوترمنځ سوداګري روانه ده ،دافغانستان والاحضرت امیر ژمنه کوي چې دسوداګرو دخونديتوب اودتجارتي مالونود وړلو راوړلو لپاره به دلویو لارو په اوږدوکې هلې ځلې او دلارو په خوندي ساتلوکې هڅه کوي . 

 دسوداګریزي ودې اودلارو دخوندي ساتلواومالیو دسمبالتیا په موخه به یوبیل سوداګریزتړون دکال په اوږدو کې ترسره شي. 

  ۸- دسوداګرۍ اوتګ راتګ په موخه دواړه لوریه ژمنه کوي چې له کرمې ترکابله به دتلګراف یوه کرښه دبریتانیې په خرڅ کښله کیږي اودافغانستان امیربه یې ساتنه کوي. 

  ۹- داچې ددواړوحکومتوترمنځ ددغه تړون له مخې دوستی رامنځ شوه ، بریتانوي حکومت دکندهار،جلال آباد ولایتونه اوهغه سیمې چې تراوسه دبریتانوي پوځونو تراولکې لاندې وې خالي کوي اوبیرته یې سپاري ، پرته له کرمې پښین اوسیبۍ (داړونده نقشې له مخې )څخه چې د بریتانوي واکمنۍ په واک کې دي ، دغه واک لرل به دایمي نه وي، دهغوی مالیې به دکورنیوخرڅونو له اخیستووروسته هرکال دافغانستان امیرته ورسپارل کیږي. بریتانوي حکومت به دخیبراومیچنۍ انتظام چې دپیښوراوجلال آباد ترمنځ دی په خپل لاس کې نیسي اوهم به په دغو سیموکې داستوګنو قبایلود تګ اوراتګ انتظام بریتانوي حکومت په خپل لاس کې لري . 

 ۱۰- بریتانوي حکومت دمرستې په موخه والاحضرت امیرته – ترڅوچې خپل حقه اختیارات ترلاسه کړي ددغه تړون دشرایطو دمنلو په بدل کې ژمنه کوي چې هرکال به شپږلکه روپۍ امیراودهغه ځای ناستوته ورکوي.  

دغه تړون د ۱۸۷۹کال دمی په ۲۶ چې د ۱۲۹۶کال دجمادي الثاني له ۴ سره برابره ده لاسلیک شو.  

دامیرمحمدیعقوب خان لاسلیک ، دمیجران لاسلیک ،په ځانګړو چاروکې دسیاسي مامورکیوکناري لاسلیک ، دلیتن (دهندګورنرجنرال) لاسلیک .  

دغه تړون د ۱۸۷۹کال دمی دمیاشتې په ۳۰ دجمعې په ورځ دهند د ویسرای اوګورنرجنرال له خوا تصدیق شو.  دهند دحکومت دخارجه سکرتري ای .سی . لیال لاسلیک . (وګورئ غبار، مسیر ۶۱۱ مخ)   

 

دهمدغې تاریخي توطیې او بیلتانه په ترڅ کې انګریزانولاخپله نقشه تروروستۍ پولې پورې نه وه رسولې چې بیا یې ددغې توطیې بل پړاویانې همدغه (دیورند پروژه)  دنوموړي امیر دچارومسوول کس مارتمر دیورند ته وسپارله ،انګریزان ددغه کاردعملي کیدولپاره اوس هم دیوه کمزوري واکمن په لټه کې وو، سره له دې چې انګریزان په دغه موده کې د روسانو ترسختو فشارونو لاندې وو، روسان په هیڅ ډول دې تیارنه وو چې انګریزان دی ددوی دنفوذي ساحې په جنوب کې په داسې یوه پلان باندې چې هغه ددوی اودبریتانوي هند ترمنځ  په نامه حایل شي لاس پورې کړي . خو انګریزان له دغو فشارونو سره سره اوس په جدي توګه ددغه کارلپاره لیوال وو اوپه دغه برخه کې یې دغه لیواتیا له ۱۸۸۵ کال څخه راپه دیخوا نوره هم توده او چټکه کړه . د ۱۸۸۵ کال په پای کې کیپتان دیورند دامیردچارو دمسوولیت له دندې سره سره  اروپاته دیوه بیړني سفرپه نامه ولاړدغه سفرکه څه هم ډیراوږد نه و، خو داچې انګریزانو د افغانستان دبیلتانه دکرښی په اړه ځانګړي کړی و او ځانګړي پلان یې ورته درلود، دیورند یې پر دې قانع کړ چې ، کومه دنده لکه چې دده وړاندیزو چې امیرمحمد یعقوب خان (*) یې باید په کمزوري دریځ او ځواک  سره ترسره کړې ، هغه دکابل اوسنی واکمن امیرعبدالرحمان  په پیاوړتیا سره موږ ته ترسره کوي اوهم ددغه کاردعملي کیدو لپاره چې خپله هم غواړي دخپلې واکمنۍ حدود یې معلوم وي دپښوپرسرناست دی . دیورند له دغه پیغام اودغې سپارښتنې سره بیرته هند ته راستون شو اوخپله پروژه یې له هغه مهاله چې امیرعبدالرحمان خان پینډۍ ته سفروکړ او له هغه سره یې دتماس په پایله کې  دا باور پیداشو چې په رښتیاهم تر یعقوب خان دی ښه انتخاب دی په جدي توګه پیل کړه . په غه اړه دغه سند چې دفارن افس له خوا په کابل کې دانګریزی استازي عطاالله خا ن په نامه لیکل شوی چې په ځانګړې توګه دلوستلووړدی : 

“ Mr. Durand has just arrived in Bombay from Europe and he is going to visit Quetta and Pashin , and then he goes to the Khyber where he would like to see you. Can you leave. Kabul  in time to be at Peshawar by the 22nd of March ?  There are many important matter connected with Afghanistan which can be talked about them.  

If  you cannot get to Peshawar so soon as the 22nd  march, you might still come late and see the secretary either in Delhi or Dehra  where the viceroy is going for a short time before he goes to simla . Mr Durand will go up to landi kotal and might perhaps be in time to meet you there, but I cannot be certain of the exact date when he can reach that place. It would be a bout the 22nd March.”         ( see , march 1887 , Nos  145- 148  , sec F , foreign Dep tt. N.A.I ) 

ژباړه :  ښاغلی دیورند تازه له یورپه بمبي ته رارسیدلی او غواړي چې له کویټی اوپښن څخه کتنه وکړي  او بیاهمداسي د خیبر پر لور هلته چې غواړي له تاسره هم وګوري ورسیږي .  تاسې کولای شئ چې له کابله په همدغه موخه د مارچ په ۲۲ پیښور ته راشئ ؟ 

-------------------------------------------- 

(*)  امیرمحمد یعقوب خان په  ۱۹۲۳ کال په دیره دون کې ومړ اودهغې دوستۍ له مخې چې دپتیالې له انګریزپالي نواب سره یې درلوده دهغې دوستۍ له امله یې مړی له دیره دون څخه سرهند ته ولیږدول شو اوهلته دمجدد الف ثانی دمزارپه څنګ کې په لاندنۍ پوړکې خاورو ته وسپارل شو. مزاریې له سپینومرمرو جوړدی اواوس چې هرڅوک دغه مزارته ورځي ، هلته دافغانستان دغه ناچارامیرته هم ددعا لاس پورته کوي . دمجدد الف ثاني دمزار په انګړکې ددووپښتنوواکمنانانو مزارونه شته چې یویې اعلحضرت شازمان دی او بل امیرمحمد یعقوب خان ، داعلحضرت شاه زمان مزاردحضرت مجدد الف ثانی دمزار جنوبی خواته دی چۍ پرتمینه ګومبزه پرې جوړه ده ، ترهغوچې څوک ورنه شي ،فکرنه کوي چې دلته به ددراني امپراطورۍ هغه لوي ویاړن واکمن په ابدي خوب ویده وي ، خو کله یې چې له منجاورڅخه څوک پوښتنه وکړي ،هغه هم دومره  زیارت کوونکو ته وایی چې داد کابل دامیردربار اومزاردی.  

 

 

هلته به د افغانستان په اړه یوشمیرمهمې مسالې وي چې پرهغو باندې باید خبرې وشي . که تاسې نه شئ کولای چې تر ۲۲ نیټې زر پیښورته  ځان راورسوئ ، کیدای شي د ناوخته کیدو په حال کې سکرترې په ډیلي او یا هم په دیره (دیره دون )  کې وګورئ ، چیرې چې ویسرای هم مخکې تردې چې شملې ته ولاړ شي غواړي له هغه ځایه کتنه وکړي.  

ښاغلی دیورند به بیا دلنډي کوتل پرلور ورپورته شي چې کیدای شي ته له هغه سره هلته وګورې . زه اوس د دقیق وخت په اړه تاته نه شم ویلای چې هغه به هلته کله ورسیږي . خو کیدای شي چې د مارچ  ۲۲ به وي . »   

  

په دغه اړه یوټکی باید زموږ په پام کې وي اوهغه داچی د دیورند دکرښې خبره له همدغه مهاله  

را په دیخوا په انګریزي کړیو کې د روسانو په مقابل کې دیوه خنډ اودیوال په توګه طرحه شوه ، 

 ماناداچې په کوم ځای چې اوس دلوی افغانستان ملا ماته شوې او د دتش په نامه دیورند کرښې په نامه یادیږي  د انګریزي مقاماتو نقشه داسي نه وه ، د دوی ترټولو لویه او دپاملرني وړطرحه داوه چی دوی غوښتل له روسانو سره دیوه دایمي جوړجاړي په موخه یوه داسې ټاکلي او دایمي پوله په ګوته کړي  چې نورنو دغه دواړه ځواکونه له یوه او بل سره لاس اوګریوان نه شي ، هم انګریزانو اوهم روسانو غوښتل چې باید دخپل منځي ستونزو دحل په موخه یوه ثابته طبعیی سرحد ي نښه ددوی دواړو هیوادو ترمنځ وي چې هغه په خپله د هندوکش غرو چې شمال يی باید د روسانو او جنوب یې باید دانګریزانو په اولکه کې راشي . امیرعبدالرحمان هم  په خپل تاریخ کې ( تاج التواریخ ) کې دغه ټکي ته داسې اشاره کړې ده : 

 « ازمقاوله هایی که دراوقات مختلفه دراکثر روزنامه جات وکتابچه ها درباب افغانستان شایع می شود وازنطقهایی که بعضی از اجزای پارلمنت می نمایند، معلوم می شود که درباب مملکت من ودرباب روابط آن باهندوستان ودرباب دانستن قدردوستي آن تا چه اندازه کم اطلاع می باشند. مثلآ دولت روس خیلی ساعی است که درمشرق زمین با دولت انگلیس درخشکی نزدیک بیایدوتمام خطوط سرحدی خودرا به سلطنت هندوستان وصل نماید. بعضی اوقات محظوظ می شوم وبرخی متالم می گردم که اجزای پارلمنت درنطقهای خود چقدر اظهار بی اطلاعی می نمایند. اینها می گویند دیگرنباید بگذاریم افغانستان این قدرمزاحم ما باشد، باید خطوط راه آهن خود را با خطوط راه آهن دولت روس متصل نماییم واین نقطه ای غیرمتمد نه راازمیان برداشته، خودمان را تا به قندهار به یک طرف کوه هندوکش برسانیم وطرف دیگرکوه هندوکش را به روس ها واگذاریم ...» 

( تاج التواریخ چا پ کابل سال    ۱۳۸۷ ص ۵۰۰) 

دلیتن له خوا یو تلګرام کرین بروک ته ډاکتر کاکړ په خپله یوه مقاله کې راوړی چې په هغه کې هم نوموړې موضوع ته اشاره شوې او لیکلي یي دي چې ددواړو خوا وو ترمنځ پوله باید هندوکش وي  په دغه تلګرام کې راغلي دي : « کندهار او شاوخوا سیمی یی باید ژر ترژره په تلپاتې توګه دبریتانیا امپراتورۍ  پورې وتړل شي ، موږ دا سیمه په آسانه سره ساتلای شو. ترهندوکش پورې دسیمومستقیم پیوستون (الحاق) غیرمطلوب دی ، خو لازمه ده په کابل اونورو مهمو عسکری نقطوکې نظامي پوستونه تا سیس شي، چې خپل لګښتونه پخپله تهیه کړي.  ترهندوکش اخوا په یقین سره موږ کوم حکومتي قدرت نه شو درلودای ، موږ یوازې سیاسي علویت ټینګولای شو...»  

(afghanjirga.net) 

لیتن په رښتیا هم غوښتل چې دخپلې واکمنۍ په موده کې د افغانستان دتجزیي پروګرام بشپړکړي ،لیتن په دی باورو لکه چې داکتر کاکړلیکي  : « دلیتن دتجزیې پروګرام داسې و چې هرات باید فارسیانو ته ورحواله کړي ،په کابل اوکندهارکې یوعادي حکومت باید رامنځ ته کړي ، درابرتس لپاره په پام کې وه چې د شمالي افغانستان نظامي اوسیاسي آمرشي . شیرعلی خان ( چې داکتر کاکړ په مقاله کې امیرشیرعلی خان راغلی تایپی تیروتنه به وي  دا انګریزپلوی والی شیرعلی دی چی بیا وروسته له ایوب خان او نورو سره یوځای فارس او هند ته مهاجرشو) دکندهارپه اړه ټولو شرایطو ته غاړه کیښوده ،خوپه هرات کې دغه پلان ځکه عملي نه شوچې هغه سیمه د ایوب خان په اولکه کي وه . دلیتن د نوې طرحې تطبیق په هغه ځای کی عملي نه ښکاریده. لیتن د شمالی سیمو په ځانګړې توګه د بدخشان په اړه بي پروا و. »  

 ( دپورتنی ویب پاڼې په حواله ، دډاکتر کاکړمقاله ) 

تاریخي حقایق دا ټکی هم نه په ګوته کوي چې د دیورند کرښه یوه شخصي معامله ده ، تاسې ته به په راتلونکوفصلو کې د معتبرو اسنادو له مخې دغه ټکي په هراړخیزه توګه په ډاګه شي چې په دغه معامله کې نه زموږ خلک او نه د خلکوارادې شاملې وې ، امیرکه  دخپلې معاملې په ترڅ کې له انګریزانو د دوولسو لکو روپیو کچه اتلسو ته لوړه کړه په دغه ټکي  ملت داسې خبرنه شو چې کواکي دغه پیسې به ددوی دهوسایۍ لپاره خرڅیږي ،خلکو په هرځای کې داخبره کوله چې ګواکي  « موږ امیرپرانګریزانو باندې د پیسو په بدل کې پلورلي یو...» دا حقیقت موږ ته زموږ د ملت هغه ارادې را په ګوته کوي چې دوی کله هم پردغه معامله باندې نه خبروو او نه یې منلې ده ، امیر داملت خرڅ کړ، ځکه خو د پیسو معامله په منځ کې وه ، همدغه معامله وه چې د امیر ، انګریزانو او افغانانو ترمنځ  تاریخي او ملي واټن په ډاګه کړ ، که ملت د امیر په معامله کې شریک وای ، نن به یې هم هغه دمعاملې پیسې خوړلای  ، خو اوس هغه چیرې دي ؟  دا نوکوم منطق دی چې دیورند زموږ په ملا باندې ولاړدی او دمعاملې بیه یې کلونه مخکې زموږ له خولي ووته ، راځۍ په اړه د هیواد نامتو لیکوال اومورخ حبیب الله رفیع همدغه منطقي استدلال هم په ګډه سره ولولو لکه چې لیکي :  

 “ The other impottant subject of  this treaty is cash (rea 

 money) . when Amir Abdur Rahman Khan admitted an under protection government with Englishmen in 1880, they laid him 1200000 kaldars, salary and arranged. But it is evident of the document of this book that until Amir expressed his denial about the line, the British also paid his salary with much turmoil and on a problematic manner. Amir was so much troubled by paining his salary, since they completed it little by little or gradually. Some times they paid his salary in kind.  

The paing of money or salary reveals that the lands depated from the main body of Afghanistan by Durand is leased by Englishmen.  When king Amanullah khan gained the independence of the country, the said payment was also canceled.  In this manner the English aknowladged the independence of Afghnaistan at  the last page of reminding of the treaty of ( liberty and and independence ) and all the previous contracts were nullified . So that  the Durand contract was a draft , which is not ratified and it is not lawfull .” 

  ( Pashto  Quarterty ,  vol 36-37 fall – winter 2015 – 16   PP 83- 84 )     

په هرډول ، په پای کې ددغه ټول بحث په پایله کې دغه خبره دیادونې وړده چې انګریز د خپل قدرت ساتلو په خاطر په ډول ډول توطیو چې هغه پوځي تیری ، دافغانستان د خاورې ویش ، او پر تیرو تړونو او ژمنو باندې باندې نه دریدل وو لاس پورکړ ، د نړۍ په حقوقې او انساني قاموسونو کې داسې څورنګي سیاست غوره کولو او عملي کولو ته باید څه وویل شي ؟   انګریزان له افغانانو سره په یوه ژمنه هم په دوامداره توګه ونه دریدل ، برعکس هرڅه یې په خپل سر اوخپلې سر زورۍ سره ترسره کړي دي ، داسې چې دیوه عمل لپاره یی هم قانوني او انساني توجیه نه شي پیداکیدای ، ما په لومړي فصل کې هغه تړون چې دافغانستان اودهندوستان د مغلي واکمنانو دسیمو ترمنځ دیوه تاریخي سند په توګه زموږ په لاس کې دی په ډاګه کړ، دوی هغه ته هم ونه کتل ، زه نه پوهیږم چې دوی ولي دافغانستان ټوټه ټوټه کیدو ته دومره لیوال وو ، له ۱۸۰۰ م څخه بیا تر ۱۹۱۹ م پورې انګریزانو له افغانانو سره  نژدې لس تړونونه لاسلیک کړي چې موخه او هد ف یی په وروستې تحلیل کې همداو چې دغه هیواد باید آرام پرینښودل شي ، دلته باید انسانان د عصردتمدن له ټولو ځانګړنو څخه بې برخې پاتې شي ، دلته باید دغه خلک یوازې په دغه شرمناک ویاړ سرلوړی وبلل شی چې ګواکي ښه جنګ کوي ، ښه  مري او ښه یې نسلونه نسلونه له بدمرغیو په ډک ژوند کې په پریښودلو باندې ویاړي ، ولی یوه انساني مرجع داسې نشته چې له همدغه متمدن انګریز ، له همدغه متمدنې امریکا اونورو سوداګرو ملتو څخه پوښتنه وکړي چې دغو خلکو څه ګناه کړې چې باید جنګونه ، ناپوهي او محرومیت  د دوی په برخه شي ؟  موږ یوازې په ژوندي انسانیت دا غږ کوو چې پرون موږ انګریز په یادوو شویو ستونزو ورمخه کړي وو اونن دادی امریکا اویاران ویې په کټ مټ غمیزه په دغه یویشتمه پیړۍ کې ورمخه کړي یو. زموږ خلکو دیورند کرښه ځکه نه ده منلې چې دوی په دي پوهیږي چې دوی دخپلې خاورې ، دخپل قام ، خپلې ژبې ، خپل مذهب یوه برخه ددغو نامنلو تړونو په ترڅ کې له لاسه ورکړې ده ، موږ تراوسه پورې له یوه اوبله چا بیل نه شو کړای اوس مو څنګه پر مبهمو او نا معلومو کرښو باندې بیلولي شي ، غبار دافغانستان نامتو مورخ  په خپل اثر افغانستان درمسیرتاریخ کې په ډاګه داخبره کوي چې  : «  معاهده سال ۱۸۵۵ امیر دوست محمدخان  دارای سه ماده است ، درماده دوم آن گفته شده که : انگلیس درعلاقه جاتی که حالا درتصرف امیر مذکورمیباشد ابدآ مداخله نمی کند» ( غبارمسیر ص ۴۵۰ ) 

که خبره د حق وي ، که خبره دمځکې وي ، که خبره دتمامیت وي ، موږ ته دامیردوست محمد خان د زمانې جغرافیا معلومه ده ، چې هغه تراټک پورې  رسیده ،  ولی دا حق انګریزانو ونه مانه ؟  ولې یې لومړي سیکان او بیا خپل ځانونه راوړاندې کړل او دامیردوست محمدخان قلمرویی ولې ونه مانه ، ولې یې ګندمک په زور پریعقوب خان امضا کړ ، ولې یې دیورند په امیر عبدالرحمان خان باندې وتا په . دا ټول کړه وړه دا په ګوته کوي چې انګریز چې زور یې رسیدلي  زوریې کارولی او چې زوریی نه دي رسیدلی بیا یې د توطیی له لارې ځان ته دا حق ورکړی چې باید زموږ دخاورې او ملت په وړاندې پرتوطیولاس پورې کړي . هره عمل عکس العمل لري ، د انګریز دتوطیو په وړاندې زموږ عکس العمل همدادې چې دوی تل زور زیاتی کړی او موږ بیا مقاومت ، دوی مو خاوره رانه بیله کړی ، موږ ویلي چې نه  یې درسره منو ، ځکه خو زموږ او دوی خبره تراوسه پردوستي باندې نه ده ولاړه  بلکې تراوسه پورې یوه او بل ته د تاریخي دښمنانو په سترګو ګورو، انګریز اوانګریزي هویت زموږ په منځ کې دیوجابر او تیري کونکی قام هویت دي چې زموږ په وړاندې یې ، زموږ د خاوري په وړاندې یې له تیري او بې رحمۍ څخه کاراخیستی دی اوموږ یي هم په وړاندې مقاومت کړي دی . دوی چې هرعمل او هرتړون له هرچا ، له هر واکمن سره د یوې معاملې په توګه لاسلیک کړی ، خلکو هغه نه دي منلي او هغه یې په ټولیزه توګه رد کړی دی . همداده چې د دیورند کرښه هم یوه نا منلي کرښه اودافغانانو له خوا نامنلی تړون دی چې تراوسه پورې دافغانستان ولس  نه منلې او نه به یې ومني .  

 

**** 

Hamilton visited Beymian 1841…evincing the belief that God was very much on their side:  

Though all Is changed , yet remnant of  the past, 

Point to the scenes of bloodshed, and alas, 

Of murder foul? And ruined house cast, 

Their mournful  shadow  o’er the graves of grass; 

England’s soldiery, who faced a lot, 

That few , thank heaven! Before since have shared.  

Within a week of posting the poem to  his family in England, Hamilton himself  was dead …(victoria  p94)