ساقي راوړه اور د میو بیا لمبې پر زړه کړه بلې
ښه شیبه ده ښکلې شپه ده د زاهد نارې دي غلې
خوند له ژوند اخلم یارانو زنځیرونه مات د عقل
د نشو پر ټال زنګېږم له آسمان سره خبرې
مېخواران ولاړ په تمه سره جامونه نذرانه کړه
د سرور ډېوې کړه بلې د ښادۍ کوه سندرې
د رنګرېز خمونه راوړه وچې دښتې کړه رنګینې
څاڅکي څاڅکي باران اوري د امید دي مرغلرې
بلبلان مطرب د ګلو د وږمو خوږې نغمې دي
پاېکوبې ده د خوبانو ترانې دي سحرګرې
د نسیم وږمې لګېږي د مین د زړه پر پاڼو
زمزمې پکې د یار دي د وصال ښکلې خبرې
درویش نور د محبت دی د خنداوو مجلسونه
د ظلمت لمن به څیري د ځلا ډېرې لښکرې