په اندونیزیا کې د هغه هیواد له دولتي مشرانو سره د لیدنو کتنو تر څنگ ښاغلی غني په خپل سفر کې د استقلال جومات ته هم تللې وو چې د اسیا په جنوب ختیځ کې تر ټولو ستر جومات دی.

ښاغلي غني د جاکارتا په استقلال جومات کې د اندونیزیا د اسلامي مشرانو سره خبرې وکړې چې د هغه سره په کتنه کې د اندونیزیا د علماو د شورا رئیس، د اندونیز د پراخې اسلامي ټولنې رئیس، د وحید انستیتوت رئیس او د استقلال د ستر جامع جومات امام حاضر وو.

د افغانستان د جمهور رئیس سره د اندونیزیا د اسلامي ټولنې د مشرانو له کتنې وروسته د استقلال جامع جومات امام نصرالدین عمر خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي غني سره په خبرو کې په اسلامي نړۍ کې د بشري حقونو، د جنسیت مساوات، اقتصادي وده او د معتدل اسلام د ترویج موضوعگانې شاملې وې.

جمهور رئیس غني همداراز د اندونیزیا د جمهور رئیس جوکو ویدو دو په حضور کې د دواړو هېوادونو مقاماتو د معارف، کرنې، احصایې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ساینس، ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخو کې د همکارۍ موافقتنامې هم لاسلیک کړې.

جمهور رئیس غني همداشان اندونیزیا ته په سفر کې د اندونیزیا د سوداګرۍ خونو او تاجرانو په کوربه توب غوڼده کې په افغانستان کې د پانګې اچونې په فرصتونو هم خبرې وکړی.