د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني استرالیا ته په خپل سفر کې هڅه کړې د افغانستان کانونو په پرمختیا او استخراج کې ددغه هېواد همکاري جلب کړي. په دغه سفر کې د امنیت او پرمختیا په برخه کې د افغانستان او استرالیا ترمنځ د هوکړې څو یادښتونه هم لاسلیک شوي.

چارواکي وایي افغانستان د اوبو مدیریت او للمي کښت په برخه کې ځانګړې طرحې له استرالیایي چارواکو سره یې شریکې کړي.

استرالیا یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر شمېر افغان کډوال پکې اوسېږي، خو په دې سفر کې ښاغلي غني د افغانستان د کډوال په تړاو له استرالیایي چارواکو سره خبرې نه دي کړي.

افغانستان په ۲۰۱۱م کال کې له استرالیا سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې افغان حکومت هغه کسان مني چې په استرالیا کې یې د پناه غوښتنلیک ردیږي.

د استرالیا لومړي وزیر مالکم ټرنبل ویلي چې دغه سفر د دواړو هیوادونو تر منځ قوې اړیکه څرګندوي.

هغه په یوه بیانیه کې زیاته کړې ده: "د سفر پر مهال زموږ بحثونه پر روانو امنیتي او پرمختیايي همکاریو متمرکز وو چې له افغانستان سره مرسته وشي ترڅو په یوه لا هوسا، امن او پر ځان متکي هیواد بدل شي."

هغه په ځانګړې توګه د ښځو د پرمختګ، د عامه سکتور د پياوړتيا او زراعتي مرستو موضوعاتو ته اشاره کړې ده.