سیاست د انسانانو له پیدایښت سره سم رامنځته شوی ، لومړنې انسان چې د ځمکې په سر را څرګند شو هغه ابوالبشر ( دانسانانو پلار ) حضرت آدم (ع) وه ، چې الله (ج) د انسانې ټولنې لپاره د لومړني خلیفه ، حاکم او سیاستوال په توګه راوليږه تر څو الهي احکام په ټولو انسانانو عملي کړي
په همدې اړه الله (ج) په قرانکریم کې فرمایلې :
(ژباړه : او یاد کړه ( محمده ! ) هغه وخت چې پروردګار پرښتوته وویل بیشکه زه په ځمکه کې د یو خلیفه ګرځوونکې یم ، حضرت آدم (ع) الله (ج) خپل خلیفه په ځمکه کې مقرر کړی) (البقره ۳۰)
د سیاست کلمه د عربی ژبې د ساس او یا یسوس له مصدر څخه اخیستل شوی ده چې لغوي ماناوی یې اصلاح کول او ښایسته کول دي .
او په اصطلاح کې سیاست د حکومت ، ریاست او د یوهېواد د چارو د ښه سمبالولو څخه عبارت دی .
د سیاست څخه مقصد مکر ، فریب ، دروغ ، دوکه او جنګول نه دي بلکې سیاست د هغه پوهې نوم دی چې دخلکو تر منځ ورورولي ، مينه ،یووالې او اتفاق را پیدا کوي او همدارنګه هغه لاره ده چې خلک د الله (ج) د احکامو تنفیذ او د ښو اخلاقو اختیارولو ته رابلي .
اسلامې پوهان سیاست د اسلامې حکومت د ټینکښت اود اسلام د سپیڅلي دین د پراخوالي مهم بنسټ ګڼي .
هغه چې موږ او تاسی ته سیاست بد راپیژنې، د سیکولریزم پیروان دي ، دوي په دې باور دي چې دین د ټولنیزو او سیاسي چارو سره هیڅ اړیکه نه لري او یوازې سیاست دې چې دغه چارې تنظیموي .
همدارنګه وایی چې :
سیاست مخ او څټ نه پیژني مطلب داچې دوه مخيي لري .
سیاست د هر ډول فریب کاریو ځاله ده .
سیاست په هره مثبته یا منفي وسیله ځان هدف ته رسول دي .
د همدغه شومو تبلیغاتو له لارې دوي غواړي چې دین له سیاست څخه جلا او سیکولریزم په ټوله نړۍ حاکم کړي .
د حکومت کولو ټول قوانین د دیموکراسۍ له اصولو څخه وضع کړي ،
یعنی مطلب دا چې د اسلامې قانون پرځای دې د دوي په لاس جوړشوي قوانین په ټوله نړۍ کې عملي شي .
خو په ډیر افسوس سرباید ووایم چې د سیکولریزم د پیروانو دغه ډول تبلیغانو په افغاني ټولنه هم اغیزه کړی ده . دا چې بوه اسلامې ټولنه ده که له وګړو یې د سیاست په اړه وبوښتل شي نو اکثریت یې سیاست ته په بد نظر ګوري او وایې چې سیاست ټول مکر ، فریب کاري ، دروغ ویل ، دوکه بازې او دوه جنګول دي .
چې دا په افغانستان کې د سولې ، امن او د یو اسلامې نظام د نه رامنځته کېدو یو لامل هم دی .
دا چي ولي افغانان سیاست ته په بد نظر دي ، دلایل یې په لاندې ډول دي :
(۱) د يو شمير هېوادونوجاسوسو کړيو هڅه کړېده او لا یې کوي ، ددې لپاره چې د افغانستان د حکومت او ملت ترمنځ فاصله رامنځته کړي، تر څو حکومت يوازي او بې ملاتړه شي ، کله چي د ملت ملاتړ د حکومت څخه پرې شي نو اړ کیږي چې نوروهېوادونوته د مرستې لپاره لاس اوږود کړي او نور بیا د مرستوپه بدل کې خپلې هر ډول مشروع او نامشروع غوښتنې پرې مني ، اکثرو هېوادونو په افغانستان د همدغه لارې خپل هدفونه ترلاسه کړي اولا یې ترلاسه کوي .
(۲) په هېواد کې د ځينوسياسي واکمنانوغلط سياستونه او له حقيقت څخه ليري ژمني .
د افغانانو بی سوادي ..(۳)
د سياسي ګوندونو د کړنو منفي پايلي ..(۴)
د سياست پوهني د اصولو نه پلي کیدل .. (۵)
(۶) د مسلکي سیاستمدارانو نه شتون .
کله چې په یوه هېواد کې ملت د حکومت اوسیاست تر شا ونه دریږي ، نو هغه هېواد د پرمختګ او تمدن نه لرې پاتې کيږي سوله ترې کډه کوي ، ناامنه کيږي او تل به یې نورو هېوادونو ته د سوال او ګدایی لپاره لاس نیولې وي .