لیکوال : متقاعد جنرال اسلم بیګ
ژبارن : ویس احمد خان
تاسو به په وروستیو ورځو کې په یوه اردو ورځپاڼه کې لاندې خپور شوی خبر لوستلای وي چې ګټه به یې د روان 2017 زیږدیز کال د اپریل پر 14 په مسکو کې په کیدونکي دوولس هیوادیز کنفراس کې جوته شي. زموږ دریځ به سم ثابت شي چې طالبان هغه یوازینی ځواک دی چې په افغانستان کې د سولې او امن ضمانت ورکولای شي.
افغان طالبان او روسیې تر منځ د دوه اړخیزې همکاري تړون شوی دی . د دې لس فقره یي تړون د لاسلیک کیدو د راز له راڅرګندیدو وروسته د کابل حکومت او د هغه ملاتړو ته اندیښته او تشویش پیدا شوی دی. د دې تړون په تیارولو او خبرو اترو کې د طالبانو یو مشر زموږ سرچینو ته وویل چې پر ملامنصور برید یو لامل د طالبانو او روسیې تر منځ د دوه اړخیز تړون لپاره روانې خبرې اترې وې. روسیې په نړیوال سیاست کې له فعالیدو سره سم د طالبانو په رسمیت پېژندلو تابیا کوله. په دې برخه کې ایران پوره مرسته وکړه او د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په سپټمبر کې په ایراني سمندري بریدونو کې د پیوټن او ملااختر تر منځ لیده کاته ترسره کړي وو. دې سرچینې وویل دا هم وویل چې ملامنصور ته د امریکا لخوا په ټوله نړۍ د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه خو امریکا د هغه په وژلو خپله وعده وفا نه کړه. طالبانو د دې په غبرګون کې د خبرو اترو له بهیر څخه بیل شول . امریکا په دې اند وه چې د ملامنصور تر شهادت وروسته به د تړون په اړه خبرې اترې پای ته ورسیږي. خو له دې سره سره پر دې تړون لاسلیک وشو. دطالبانو یو مشر چې د افغان جهاد پر مهال د شوروي بندیانو مسؤلیت ورپرغاړه و او پر روسي ژبه به یې هم زده ده، دوی د خپل نوم د ه ښوولو په شرط وویل دا لس فقره يي تړون په لاندې ډول دی:
1. روسیه به افغان طالبان په رسمبت پېژني ،
2. روسیه به له خبرو اترو وروسته طالبانو ته د دوی د حکومت له جوړیدا سره سم نطامي او مالي مرسته کوي.
3. طالبان به د مرکزي آسیا هېوادونو او روسیې ته د مخدرو توکیو د لېږد له مخنیوي سره سره نه یوازې چیچنايي ، ایغوري او حزب التحریر جنګیالیو ته په افغانستان کې د روزنې اجازه نه ورکوي. بلکې د هغوي پر وړاندې به اقدامات هم کوي.
4. روسیې ته مطلوب کسان به نیسي او روسیې ته به یې سپاري،
5. روسیه به له تور لسټ څخه د طالبانو د نومونو له ویستلو سره مخالفت نه کوي او چین به هم د دې چارې مخالفت نه کوي ، روسیه او چین به فرانسه او انګلیستان هم دې ته تیاروي.
6. د افغان طالبانو اوسني مشر ته به پوره امنیتي وسایل برابروي.
7. افغان طالبان به د روسیي فرم ( ګیسنرپرم ) مرکزي پایپلاین چې د یوې سیمې یوه سړک یوه برخه به وي،د کندهار له لارې هند، بنګلادیش ، چین او پاکستان ته نه یوازې دا چې لار ورکوي بلکې د هغه د امنیت مسؤلیت هم پر غاړه ولري. روسیې به د دې په ونج کې له طالبانو سره مالي مرسته کوي،
8. طالبان به د مرکزي آسیا هيوادونو له اړوندو جهادي خوځښتونوسره مرسته نه کوي،
9. افغان طالبان به له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د ایران پر خلاف هم اقدام نه کوي،
10. د دې تړون تر ټولو مهم ټکي دی چې افغان طالبان به د داعش پر وړاندې د روسیې ، چین او پاکستان د اتحاد یوه برخه وي او په دې کې به د طالبانو مهمه ونډه وي. افغان طالبان به نه یوازې په دې لړ کې مرسته کوي بلکې دوی به د پټو عملیاتو لپاره ټولې آسانچارې هم برابروي. د هغو کسانو لسټونو به هم سپاري چې له طالبانو سره یې اړیکې نه وي.
دافغان طالبانو سرچینو دا هم وویل چې روسیه لا له وړاندې د دې ډول تړون لپاره هڅه کوله . خو د امریکايي سازشونو له امله بریالۍ نه شوله . سرچینو دا هم څرګنده کړه چې روسیه غواړي چې په یو ډول نه یو ډول دا تړون پلی شي.
په دې برخه کې د روانې اپریل میاشتې پر څوارلسمې نېټې له کیدونکې کنفرانس وروسته د لازیات پرمختک امکان دی. او هغه دا چې روسيې له طالبانو سره ډیپلومټیک تړون هم لاسلیکولای شي.روسیې افغان طالبانو ته د ډیپلوماټیک حیثیت ورکولو په اړه له خپلو ملګرو هېوادونو سره سلامشوره پیل کړې ده. سرچینې وویل چې د دې تړون به اړه په متحده عرب امارات کې خبرې اترې شوې دي او په ایران کې هم خبرې روانې دي. په دې خبرو اترو کې یو مهم هزاره طالب قوماندان او د طالبانو شورا د هرات ولایت دوه غړي هم شامل دي. سرچینې وویل چې د افغانستان د شمالي او مغربي سیمو هغه استوګن په مرسته دا خبرې اترې بریالۍ شوې چې له ایران سره یې ښې اړیکې دي. یادې سرچینې دا هم څرګنده کړه چې امریکا او کابل حکومت سره دا اندیښنه پیدا شوې ده چې که د سیمو هېوادونو افغان طالبانو سره دیوه لوري په توګه له رسمیت پېژندلو وروسته ډیپلوماټیکې اړیکې ټینکې کړې نو له دې سره به افغان طالبان لا زیات ځواکمن او د اشرف غني حکومت به نور هم کمزوری شي.