د شهر ملوک په نوم روهنګیايي کډوال چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د میانمار د رخاین ایالت د جګړو او مذهبي تاوتریخوالو مالیزیا تښتیدلې، وايي ژوند یې مالیزیا کې د امنیت له پلوه خوندې دی خو کار نشي کولی او د خوراک لپاره څه نلري، خیرات راټولوي او د سرکونه په غاړه شپې ورځې تیروي.

نوموړی وايي، کومې پیسې چې درلودې هغه یې قاچاقبرو ته ورکړلې ترڅو دی له میانماره وباسي. اووه ورځې یې په یوه کښتۍ کې له ګڼ شمیر نورو روهنګیايي کډوالو سره سفر وکړ ترڅو تایلینډ ته ورسیږي.

خو تایلینډ ته په رسیدو قاچاقبرو دوی ټول یرغمل وینول او له کورنیو څخه یې د نورو پیسو غوښتنه وکړه او هغوی چې د پیسو د ورکولو توان یې نه درلوده، تر مرګه به یې شکنجه کول او وروسته به یې په کندو کې غورځول.

ملوک وايي، دی په ډیرو مشکلاتو له هغه ځایه ځان راخلاص او مالیزیا ته راورسوه او په دې هیله وه چې ژوند به يې ښه شي او خپله میرمن او درې ماشومان چې میانمار کې ترې پاتې شوي، هغوی به هم راوژغوري.

خو د نوموړي په خبره، د درې کلونو په تیریدو لا هم په دې کار بریالی شوې نه دی او آن له خپلې کورنۍ هیڅ خبر نلري چې چیرته دي او په څه حال کې ژوند کوي.

نوموړی وايي، دی د سختو شکنجو او وهلو ټکولو له امله معلول شوې او رواني تکلیف یې پيدا کړی. دی وايي، کار نشي کولی نو ځکه خیرات راټولولو ته اړ شوې، په راتلونکې بې باوره دی او د ښه او ارامه ژوند هیلې یې له لاسه ورکړي.