استرالیا کې د کډوالو پلویان وايي، هغه تامیل کورنۍ چې حکومت یې سریلانکا ته د بیرته ستنولو پلان لري، له جدي رواني فشار سره مخ ده او دا مهال په بشپړه انزوا کې قرار لري.

پریا او نادیس او د دوی دوه لوڼې چې دواړه په استرالیا کې زیږیدلي، دا مهال د استرالیا په کریسمس ټاپو کې د مهاجرت په توقیف خونه کې بندیان دي.

د استرالیا پر فیدرالي حکومت دا مهال د ځينو مخالفو سیاستوالو برسیره د کډوالو او پناه غوښتونکو د ګڼ شمیر پلویانو فشارونه شتون لري ترڅو د دغه کورنۍ سریلانکا ته له بیرته ګرځولو څخه مخه ونیسي، خو حکومت ټینګار کوي چې یاده کورنۍ ریښتیني کډوال نه دي او دې برخه کې به هیڅ نرمښت نه راولي.

ټاکل شوې چې له کریسمس ټاپو ۵ زره کیلومتره لېرې په ملبورن ښار کې د فیدرالي حکومت یوه محکمه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د دغه کورنۍ په هکله خپله دریمه ناسته ولري او په اړه یې پریکړه وکړي.

خو د استرالیا حکومت وايي، دا کورنۍ استرالیا ته په کښتۍ کې په ناقانونه توګه راغلي او له نورو ناقانونه کډوالو یې مستثنا کولی نشي او که داسي کار ترسره کړي، نو د استرالیا د مهاجرت پالیسي او د پولو امنیت به قاچاقبرو ته کمزوري وښودل شي او دې سره د خلکو ناقانونه کډوالۍ تجارت ښايي بیا پيل شي.

استرالیا کې له دغې کورنۍ سره دا مهال د خلکو پراخ ټولنیز ملاتړ شتون لري. ډیری پلویان یې وايي د سریلانکا له کورنیو جګړو راتښتیدلې دغه کورنۍ که بیرته سریلانکا ته ستنه کړل شي، نو ښايي هلته د چارواکو لخوا وینول شي او وځورول شي.