د ځینو افغانانو قضاوت ته سلام!؟؟
عبدالله وردک
انګلستان - سپتمبر - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
داسې فکر کېده، چې د اشغالګرو سره ملاتړي، به یو څه وغندل شي. لېکن، اوس داسې معلومیږي، چې کېدای شي، هغوی ته د غوږ تاوولو پرځای، مکافات ورکړل شي.
ځینو افغانانو، د وطن د خدمت تر نامه لاندې، ګران افغانستان له خاورو سره برابر کړ. د افغانستان د چور کولو دپاره، ځینو داخلي، او ځینو خارجی غلو، لاسونه سره یو کړل، او د ګران افغانستان، ملی سرمایې یې ټولې لوټې، او چور کړې.
هېره د نه وي، چې په اسلام او وطن مینو افغانانو، هر وخت، او په هرځای کې، خپل وطن ته ډېر په اخلاص او صداقت سره خدمت کړیدئ، او الله(ج) دې، دوی ټولو ته، د دوی د نېکو کارو، او خدمت کولو اجرونه ورکړي. آمین یارب العالمین.
د یادولو وړ ده، چې په دغه تېرو ۱۸ کلونو کې، د ځینو افغانانو اصلی ماهیت، څېرې، او نیت، ښه څرګند شو. ځینو افغانانو، د اشغالګرو سره، په ډېر ویاړ، ملګرتیا وکړه، او اوس یې هم کوي، او ځینو افغانانو، بیا په ډېره مېړانه، د اشغالګرو پرخلاف، خپل غږ پورته کړ.
همدارنګه، ځینو افغانانو، چې کله ولیدل، چې وطن اشغال، او د دالرو ټولول شروع شول، نو دوی هم د مرغانو په شان، د نړۍ له هر ګوټ څخه، د افغانستان په لور روان شول، او ویل به یې، چې غواړو، ګران افغانستان ته خدمت وکړو؟؟
دوی هلته ولاړل، او د وطن د خدمت تر نامه لاندې یې، د وطن پوستکی هم له خپلو ځانو سره، بېرته راوړل. البته، د ځینو، چې چورکړې سرمایه یې، ډېره زیاته وه، تر اوسه هلته، د خپلې چورکړې سرمایې د ساتلو لپاره شپې او ورځې تېروي.
د ځینو افغانانو قضاوت ته خلک حیران شي، چې دوی د اشغالګرو، او د هغوی د خارجی او داخلی ملګرو، په یوه بڼه او بله بڼه، په هرځای کې، په ډېر خاص مهارت سره، ملاتړي کوي. که څوک د دوی جنایت او خیانت ته اشاره وکړي، نو د دوی پر ملاتړو، ډول ډول د قهر لمبې بلې شي، او هر وخت دوی، په مستقیم او غیر مستقیم ډول، د دغو خلکو ملاتړ کوي.
که چېرې ځینو افغانانو غوښتلی، د وزارت، سلاکارۍ، ولایت، ریاست، او نورې لوړې دولتی چوکۍ، په ډېره آسانۍ سره دوی ته لاسته ورتللای شوای. لېکن، په اسلام او وطن مینو افغانانو، د دغو چوکیو قبلول، د خپلو ځانو دپاره، د شرم وړ کار ګاڼه، او دوی نه غوښتل، چې د اشغالګرو سره، ملتیا وکړي.
د یادولو وړ ده، چې زما دغه لیکنه، هغو وروڼو او خویندو ته، متوجه نده، چې دوی د اسلام په رڼا کې، په ډېر اخلاص او پاک نیت، خپل وطن ته، دندې اجراء کړېدي.
د پام وړ ټکي:
هغه افغانان د شکر وباسي، چې دوی الله(ج) پدغه تېرو ۱۸ کلونو کې، پاک ساتلي دي. پدغه تېرو ۱۸ کلونو کې ډېر خلک وزیران، رىٔیسان، او سلاکاران شول، او دغو دندو، کوم خاص لیاقت ته ضرورت نه درلود.
ځینو افغانانو، پدغه چوکیو، افتخار کاوه، او ځینو افغانانو، دغه چوکۍ، د خپل ځان دپاره، د شرم وړ خبره ګڼله.
هیله ده، چي اوس هم ځینې افغانان، پخپلو کړو، او وړو، له سره کره کتنه وکړي، او ټول افغانان، دغه درک کړي، چې هېڅکله، خارجیان، د دوی د وطن د آبادولو نیت نه درلود، او نه به یې په آینده کې ولري.
اوس باید ټول افغانان پوه شوي وي، او دا تعهد، له خپل الله(ج) سره یوځل بیا وکړي، چې بیا به هېڅکله، د اشغالګرو، ملاتړي نکوي، او اوس کوښښ وکړي، چې د اسلام تر واحد بیرغ لاندې، ټول سره یوځای شي، او دغه ناورین ته، د پای ټکی، کېږدي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com