وسله وال طالبان او نور تروریستي ګروپونه چې په مخامخ جنګ کې مات شوي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري، نو دوی په ملکي ځایونو، تاسیساتو او عامو خلکو بریدونو ته مخه کوي. په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې موږ د ناوړه موټربم چاودنو شاهدان وو چې په پایله کې یې عامو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل.

په دې کې شک نشته چې د دغه ډول بریدونو په ترسره کېدو موږ ټول هم متضرر کېږو او هم سخت خواشیني کېږو، مګر که موږ د دغه ډول بریدونو د مخنیوي په اړه نه یوازې فکر وکړو، بلکې په دې برخه کې خپلې هڅې وکړو او عملا لاس په کار شو، نو باور دی چې په ښارونو کې د تروریستي بریدونو مخه په اسانه نیول کېدلای شي.

دلیل یې دادی چې موږ او تاسو ټولو ته معلومه ده چې تروریستان نه د هوا مرغۍ دي چې په هوا دې ښارونو ته راشي او نه هم پېریان دي چې د خلکو له سترګو پناه دې په تاریکه کې را پیدا شي. بلکې موږ او تاسو ټول پوهېږو چې تروریستان او بریدګر په همدغو عامو لارو تګ راتګ کوي. له یوه کلي څخه بل کلي ته ځي، په کلیو او جوماتونو کې شپې کوي. خپل چاودېدونکي توکي له ځانه سره لېږدوي او ښارونو او خپلو ناوړه موخو ته ځانونه رسوي.

مګر که ولسونه ویښ او بیدار شي او د خپل مسوولیت او احساس له پلوه دوی تعقیب کړي. له دوی سره خبرې وکړي او وې پوښتي چې چېرې ځي او څه کوي؟ نو باور دی چې د ترهګرو په زړه به وېره خوره شي او دوی به داسې وګڼي چې عام خلک ورباندې خبر دي او د دوی له سترګو نشي پناه کېدلای او کله چې په دوی د خلکو شک زیات شو، نو امنیتي مسوولین دې ورباندې خبر کړي چې ښارونو ته له رسېدو او د بریدونو له ترسره کولو دمخه دوی ونیسي او د خپلو ناوړه نیتونو او ارادو سزا ورکړي.

مګر موږ وینو چې په ډېرو مواردو کې ولس او خلک غفلت کوي، بې پروایي کوي او په نتیجه کې یې بریدګر ان تر ښارونو رسېږي او داسې جنایتونه او وحشتونه ترسره کوي چې ټول خلک ورباندې خواشیني کېږي او عامو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړوي. مګر که چېرې خلک همت وکړي، دوی تعقیب کړي او وې پوښتي، نو باور دی چې دوی به له وېرې او ډاره له خپلو ناوړه ارادو څخه واوړي او په کوم جنایت به لاس پورې نه کړي.