د کندهار له اوسني پوهنتون- البته اسلامي پوهنتون - سره ملا عمر ډېره لویه عیدګاه جوړه کړي چه ډېره لوړه ګونبده هم لري، د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته دا عیدګاه ځینې توپکیانو ونیوله او سنګرونه یی ور څخه جوړ کړل. زه یوه ورځ په موټرسیکل د لویی والي په سړک روان وم او د عیدګاه جومات احاطې ته ور ننوتلم که ګورم چه دري څلور توپکیان زما خوا ته منډی وي ما هم موټرسیکل کرار کړ او دوې هم را نږدې شول. را باندې چیغه یی کړه- دلته څه کوي سترګی نه لرې، موږ دلته هیڅوک نه پرې ږدو، ته خبر نه یی موږ پر دی عیدګاه څلور شهیدان ورکړی دی.
ما له ځان سره وویل چه غــــــــ مو خوړل چه شهیدان مو ورکول، دا ځای په دي ارزي چه څلور انسانان ور باندې خاورې شي.
ما ورته وویل وروره غوښتل می عیدګاه وګورم او خبر نه وم چه تاسې چاته اجازه نه ورکوي. له چا سره مو جنګ وو چه شهیدان مو ورکړی دي؟
له فلانۍ قوماندان سره.
ښه نو له خپل افغان سره مو جنګ کړي او ورور وژنه مو کړی او اوس ځان شهید هم بولي؟
خلک ډېر راته په غوصه شول او څه یی ونه ویل زه هم روان شوم او د ملاعمر ګونبده می ښه وکتله.
ځینې وختونه زموږ غبرګون هم بېله دی چه په خبره ځان پوه کړو ډېر شدید وي. دي ورځو کی یو ځل بیا د فدرالي حکومت خبره را پورته شوی ده، خلک په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کی مختلف غبرګونونه ښیي.
زه په دي نه پوهېږم چه فدرالي نظام څه بدي لري چه ټول خلکو ته کافر ښکاري. په نړۍ کی زیات هیوادونه فدرالي نظامونه لري. په دي هیوادونو کی د نړۍ ډېر لوي قدرتونه لکه د امریکا متحده ایالات، استرالیا، کاناډا، جرمني، سویټزرلینډ، روسیه، او متحده عربی امارات شامل دي. د دي تر څنګه ځینې د منځنی کچې او ځینې ډېر غریب هیوادونه هم فدرالي حکومتونه لري. په دی هیوادونو کي پاکستان،
نايجر، نيپال، مکسيکو، مالیزیا، سوډان، وينزويلا او هندوستان شامل دي.
که دا ووایو چه د افغانستان له پاره یو مرکزي حکومت کار کوي تجربو دا ښودلی ده چه مرکزي هم حکومتونو هم د دي هیواد ستونزه نه دي حل کړي. افغانان ډېر زیات سره وېشلې دي او حتی له همدی یوه حنفی مذهبه ډېر زیات تعبیرونه په افغانستان کی موجود دي. پښتانه حتی لوستي پښتانه هم ډېر محافظه کاره دي لکه د طالبانو ډېره لویه برخه چي پښتانه دي، چه دا خبره د دوې محافظه کاري څرګندوي. له بلی خو زموږ دري ژبي وطنوال بیا نظر پښتنو ته ازاده خیاله دې. تر اوسه چي کومي ستونزې را منځ ته شوی دې که هغه انقلابونه وو که کودتا اصلې علت یې همدا له دیني مسایل او دین څخه مختلف تعبیرونه وو. د روسیانو په وړاندې د افغانستان د خلکو پاڅون هم د همدې دیني مسایلو پر سر وو.
نن د طالبانو جګړه ته هم د دین په نامه ترجیح ورکول کیږي او زیاتره طالبان لکه چی مخکې اشاره و شوه پښتانه دې. زیاتره پښتانه د ښځې تعلیم حرام ګڼي چه دا په خپل ذات کې یوه لویه بد بختی ده. اصلې ستونزه د زغم نه شتون دې. موږ د شخصي حریم په نامه څه نه پېژنو او د هر چا په هر کار کې مداخله کوو. د خلکو په سر او ږیره، کالیو، خوراک، عقیدې، واده، خیرات، ذکات، لمانځه او نورو شیانو کې چه ټول شخصي حریمونه دی ځان ته د مداخلې حق ورکوو.
د فدرالي حکومت د پلویانو دلیل هم په همدې بنسټ ولاړ دې او که فکر پرې وکړو یوه اندازه معقول دلیل هم دي. په فدرالي نظام کي به د هر ایالت خلک د خپلې خوښې حکومت ټاکلي شې. هغه چه زیات محافظه کاره دي زیات محافظه کاره حکومت او قوانین به ځان ته ټاکي او هغوي چه ازاد خیاله دي یو لیبرال حکومت به غوره کوې.
خو د فدرالي نظام مخالفین بیا دا کار د افغانستان د ويشلو په معنا بولي. که فکر وکړو نه امریکا ویشل شوي ده او نه هم پاکستان او حکومتونه يي په ښه ډول کار هم کوي. خو ستونزه داده چه زموږ زیاتي پرېکړې د فکر پر ځاي په احساساتو ولاړې دي. چه همدې احساساتي او له عقل څخه لېرو پرېکړو زموږ څلوېښت کلنۍ غمیزه زیږولئ ده.
محمد اکبر پیمان، کابل د سپټمبر ۱۸ کال ۲۰۱۹