د وزیرستان د پیغلو چیغې او د کابل کاڼه غوږونه
په شمالي وزیرستان کې د پنجاپی استعماري پوځ له خوا د ملکي خلکو ټولوژنه ، ګرځبندیز او بشري ناورین باندې د کابل چوپیتا د پنجاپی استعمار لاندې د مظلومو پښتنو او بلوڅو په وړاندې د کابل او اسلام اباد ګډ دریز په ډاګه کوي.
په پنجاپستان ( پاکستان ) د خلکو سراسري پاڅون مخ په پیل کیدو دی او دا پاڅون کیدای شي د پنجاپی استعماري نظام ژوند د تل د پاره ختم کړي نو له دې امله داسې فکر کیږي چې اسلام اباد ته د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غني سفر د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې څخه د کابل د ملاتړ او هغه ته د ړنګیدو څخه د نجات ورکولو د پاره تر سره کیږي.
د افغانستان هر سیاستوال او دولتي مشر په ځانګړي توګه پښتون سیاستوال او مشر چې په کې د ویښته د سر اندازه بشري احساس هم موجود وي هغه به اسلام باد ته سفر ونکړي او د پنجاپی استعمار سره به د همکارۍ لاسونه ورنکړي..
د پنجاپ پوځ په شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز لګوی او څوک دې ته نه پریښودل کیږي چې د کورونو راووځي . ښوونځیو ته تګ منع شویدی . څوک نه شی کولی ناروغان رووغتونونو ته بوزي ، مړي مړستونونو ته خښولو د پاره یوسي. خلک د خوراک ډوډۍ نه لري او د څښلو اوبه یې ختمې شوي دي . په همداسې حال کې پنجاپی پوځیان په کورونو ننوځي خلک وهي ټکوي او په عزتونو تیرۍ کوي.
د بلې خوا د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غني سفر ، په داسې حال کې تر سره کیږي چې د افغانستان د ننه د پنجاپی استعماري ادارې له خوا تروریستي عملونه زیات شوي او د هغه مداخلې ډیرې بربنډې او شرمونکي شوي دی.
باید ووایو چې د محمد اشرف غنی دا سفر د افغانستان د ننه د خلکو او هم پنجاپي سامراج تر ولکې لاندې پښتنو او بلوڅو له خوا په سختو الفاظو سره غندل شوی او دا سفر ددې مظلومو خلکو سره د دښمنۍ په مانا بلل شوی دی.
اوس د پنجاپی استعمار لاندې مظلوم اولسونه پښتانه ، بلوڅ ، سندیان او نور دخپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره د پنجاپی استعمار په ضد د خپلو حقوقو د پاره مبارزه کوي.
همدارنګه د پنجاپی پوځ په دننه کې پښتانه ، سندیان او بلوڅان د بغاوت خوا مخه کوي له دې امله ۱۴ د پوځ پښتانه افسران د پنجاپی پوځیانو له خوا په میرامشاه کې په بیرحمانه توګه ووژل شول.
پنجابی استعماري – تروریستي اداره د ستر اقتصادی بحران سره مخامخ شوي ده. خلکو د پاره اوسنی حالت د زغم څخه وتلی دی. پنجاپی اداره او پوځ د خلکو په منځ کې ځای نلري. او خلک ددې بحران څخه د وتلو لار یوازې او یوازې د موجوده ادارې له منځته تلل بولي.
اوس د پنجاپی تروریستی – استعماري ادارې ستنې په لړزیدو شوي دي چې له دې امله د پنجاپ د پوځ مشران وارخطا شوي دي. لویدیزو هیوادونو د پاکستان څخه مخونه اړولي دي . د امریکا متحده ایالاتو هم په خپل بهرني سیاست کې پاکستان ته کوم اهمیت نه دی ورکړی.
اوس پنجاپی استعمار ته یوازې کابل ورپاتې دی. او په دې فکر کې دی چې د کابل ارګ کولی شي یو ځل بیا پنجاپی استعمار ته د نړیدو څخه نجات ورکړي.
نو ځکه یې اشرف غني ته اسلام اباد د سفر بلنه ورکړیده. داسې ښکاري چې دې سفر ته اشرف غني هم ډیر خوشاله دی .
مګر اشرف غني دې ته پام نه کوي :
په لسګونو زره د پښتنو درنې میرمنې د پنجاپی پوځ له خوا ( د وزیرستان ، سوات ، اورکزی ایجنسی ، دیر ، باجوړ او نورو سیمو څخه ) تښتول شوي او یا بیعزته شوي او په سلګونو زره پښتانه وژل شوي او په زرګونو کلي او کورونه یې وران او ښارونه یې ویجاړ کړي دي.
د پنجاپ تورې بندیخانې د پښتنو ځوانو مبارزینو ( پیغلې او زلمیانو) څخه ډکې او هره ورځ په زرګونو کسان نیول کیږي په پښتني سیمو کې د وینو لښتي روان دي.
پنجاپی پوځ پښتانه په ډیره بیرحمانه توګه ځپي .په وزیرستان او د پښتنو په نورو سیمو کې د وینو لښتي بهیږی ، هره ورځ په سلګونو پښتانه ځوانانو د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو د پاره د مبارزې له امله بندیخانو ته ټیل وهل کیږي او یا په پټه د پوځ له خوا ترور کیږي.
د ډیورینډ د منحوسې کرښې ها خوا د ازادی د پاره پراخ پاڅون پیل کړی دی د سوات ، چترال ، دیر، څخه نیولي تر کوټې او کرامچۍ ( کراچي ) پورې په سلګونو زره او یا په میلیونو خلک د خپلو حقه حقوقو د پاره راوزي او د پنجاپی ځناور پوځ په مقابل کې غږ پورته کوي.
په تیرو اویاو کلونو کې د پنجاپي پوځ له خوا په میلیونو پښتانه په بیرحمانه توګه ووژل شول د دوی کورونه ونړول شول او دوی یې د هر ډول انسانی او بشري حقوقو څخه بې برخې کړل . همدا خبره ده چې پښتنو د خپلو روا حقوو د پاره غږ پورته کړ . د پښتنو غږ د نړۍ هر ګوټ ته ورسید او ټولو په یوه خوله د مظلومو پښتنو څخه د ملاتړ د پاره غونډې روایستلې .
پنجاپی وحشي پوځ د مظلومو پښتنو په وړاندې د ډیرو وژونکو وسلو ( لکه ایف ۱۶ الوتکو ، درندو توپچی ، توغندیو ، کیمیاوی وسلو ، ذروي ککړ بمونو ...) څخه کار واخیستل . پنجاپ پلان درلود تر هغې چې خلک د پښتنو په وړاندې د پنجاپی پوځ د جنایتونو څخه خبریږی دوی به پښتون اولس په بشپړه توګه تباه کړي.
دوی د پښتنو سیمې د ( تړلي سیمو ) په توګه وساتلې او نه یې پریښودې چې د پنجاپی پوځ د جنایتوننو څخه څوک خبر شي . که څه هم د پنجاپی د جنایتونو څخه د کابل چارواکي خبریدل مګر دوی پټه خوله پاتې کیدل .د کابل میدیا هغه څه خپرول چې د پنجاپی پوځ د ویاند له خوا ورکول کیدل.
په سوات ، دیر ، باجوړ او د پښتنو په نورو سیمو کې د پښتنو د ځپلو پراخ عملیات روان دي .
اوس ټول پښتون اولس په یوه ځوان مشرتوب راغونډ شوی او په نړیواله سویه یې د ازادۍ ا و خپلو حقوقو د پاره غږ پورته کړی دی. اوس په سیمه کې یو متحد پښتون قوم را منځته شوی دی.
د ۲۰۰۲ کال راپدې خوا د پرویز مشرف ( د پښتنو قاتل) د حکومت څخه را پدې خوا د پنجاپی استعمار لاندې د پښتنو او بلوڅو او په افغانستان کې د پښتنو ځپل په شدت سره روان دي او په دې موده کې د کابل او اسلام باد تر منځ په مستقیمه ا و یا غیر مستقیمه توګه د ( تروریزم ) تر پردې لاندې( د پښتنو د ځپلو عملیات) روان دي.
ددې عملیاتو څخه موخه د پښتنو سیمو بشپړ اشغال او د پښتنو اولس ځپل دي:
1. قبایلي ټولې سیمې د پنجاپی پوځ له خوا اشغال شوې.
2. د پنجاپ پوځ په ډیرو سیمو کې د ډیورینډ د کرښې هم راتیر شو
3. په ټولو پښتني سیمو کې پښتون مشر توب له منځه یووړل شو
4. د بلوڅو او پښتنو روشنفکرانو او ازادي غوښتونکو د له منځه وړلو پروژه تر لاس لاندې ونیول شوه.
5. د کابل او اسلام اباد تر منځ ډیرې پټې موافقې تر سره شوي دي چې د خلکو څخه پټې ساتل کیږي.
6. په سیمه او نړۍ کې د پښتنو ضد ذهنیت د کابل او اسلام اباد له خوا رامنځته کړل شو. دوی پښتانه نړۍ ته تروریستان معرفي کړل.
7. په عمومي ډول سره هڅه وشوه چې پښتانه خپله روحیه د لاسه ورکړي او د خپلو حقوقو پوښتنه ونکړي.

د اشرف غني د حاکمیت په مهال داسې کړنې تر سره شوي دي چې کیدای شي د کابل او اسلام اباد د ګډ دریز له مخې تر سره شوي وي لکه:
1. د ډیورینډ په منحوسه کرښه اغزن تار وغزول شو.
2. په تورخم او نورو سیمو کې دروازې او تاڼې جوړې شوې .
3. د کرښې دواړو غاړو خلکو د پاره پاسپورټ او ویزه جبري شوه.
4. ازادې قبایلي سیمې د پاکستان د خاورې په توګه رسمیت پیدا کړ.
5. د افغانستان پوځ په مدرنو جنګي وسایلو نه سمبالیږی.
6. د کابل ارګ د کرښې په ها خوا پښتنو ( لر) باندې د پنجاپی پوځ د ظلمونو په هکله چوپ دي.
حالات په ډیره چټکتیا سره په بدلیدو دي اوس د افغانستان د سولې موضوع په ملي او نړیواله سویه مهمه نده بلکې اوس د نړیوالو پام د ازادی له پاره د پښتنو ستر غورځنګ ته اوښتي ده.
په هغه څه چې په ظاهري توګه په اسلام اباد کې د اشرف غني ورباندې خبرې کوي د نړۍ او افغانستان د خلکو د پاره په زړه پورې ندي.
ویل کیږي چې اشرف غني د پخوا په شان د ( د دوی په اصطلاح په سوله ، دوه اړخیزو همکاریو ، د وسله والو د پاره د روزنو د مرکزونو د بندولو ، کابل ته د سولې د مخالفینو سپارل ، افغانستان ته تر واګه بندره د لارې ورکولو ، د هوایی لارې پرانستل او نور ) د پاره روان دی.
کابل تر اوسه د پنجاپ سره په ګډه په همغه زاړو بابولالو ( د تروریزم په ضد جګړه ) باندې سر دی.او په دې هکله د همکاریو په هکله ټینګار کوي. تر اوسه کابل په دې نه پوهیږي چې دا تروریزم د پنجاپی پوځ له خوا رامنځته شوی ، اکمال او اداره کیږي.
حامد کرزی هم ( د تروریزم ضد مبارزه )کې د همکاری له پاره شل وارې اسلام اباد ته ولاړ او که اشرف غني ۲۰۰ ځلې هم اسلام اباد ته ولاړ شي بیا به هم پنجاپی استعماري پوځ د کابل په وړاندې خپلې ستراتیژي څخه د یوه ویښته سر په اندازه هم شاته نه کیږي یعني:
د پنجاپی استعمار : ستراتیژیک هدف ، د افغانستان اشغال، بشپړه تباهي او یا تجزیه ده
پورتنې هدف ته د رسیدو د پاره به:
1. په افغانستان کې د ملي ځواکمن دولت د جوړیدو مخنیوی کوي.
2. په افغانستان کې به بې ثباتي او نا امني را منځته کوي.
3. په افغانستان کې به قومي دښمنی را منځته کوي .
4. د افغانستان په ضد د وسله والو روزل ، سبمالول او اداره به دوام ولري
5. افغانستان او هند به د وچې له لارې سره ونه نښلول شي.
6. په افغانستان به اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي .
7. د سولې په نوم خبرې به هسې د وخت تیرولو او دوکې د پاره وي.
8. په افغانستان کې د نا امنیو او ورانکاریو د پاره نوي پلانونه ترتیبوي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پاکستان ته به د کابل د اولسمشر تګ هیڅ کومه کټه ونلري بلکې ډیر زیان به هم وکړي:
په نړیواله سویه:
1. د وزیرستان د مظلومو خلکو څخه نه ملاتړ به په ټوله نړۍ کې پښتانه او بلوڅ مایوسه کړي.
2. د کابل له خواغ د افغانیت او بشر دوستۍ ادعاوې به پوچې وخیږي.
3. پنجاب به پښتنو او بلوڅو ته دا ښکاره کړی چې کابل هم ددوی همکار دی.
4. داسې به ښکاره شي چې کابل د ډیورینډ دکرښې رسمیت مني.
5. نړیوال به داسې فکر وکړي چې پنجاپی استعمار د تروریزم تولیدونکی ندی.
په داخلي ډګر کې :
1. د پنجاپی استعمار لاندې مظلوم پښتانه او بلوڅ به فکر وکړي چې کابل یو ځل بیا په پنجاپی استعمار خرڅ کړو
2. د افغانستان خلک به د ارګ څخه خپل ملاتړ په بشپړه توګه پریږدي.
3. د افغانستان خلک به په بشپړه توګه د موجوده سیاستوالو څخه کرکه وکړي
4. په هیواد کې بې ثباتي به زیاته شي
5. دولتي اداره به کمزوري شي
په دې کې شک نه شته چې ټولنه مخته ځي ، سیاستوال او حکومتونو په تکامل باندې اغیزه لري مګر په بشپړه توګه د هغه مخه نشي نیولی تاریخی تکامل خپل نورمال خط السیر تعقیبوي نو ځکه:
د سیمې سیاسي جغرافیا به حتمن بدلیږي او یو نوي ستر هیواد پښتونستان به په سیمه کې را منځته کيږي هغه پښتونستان چې ۶۰۰۰ کاله مخکې د پښتیخا او پښتونخوا په نومونو یادیده او لوی احمدشاه له خوا ورته سرحدونه وټاکل شول رامنځته کیږي.
نو ځکه دد ې له پاره چې د پښتنو او بلوڅو په ضد کابل د اسلام اباد د همکار په توګه ونه پیژندل شي باید:
1. په نړیواله سویه باید د ډیورینډ د منحوسې کرښې په هکله عدالت غوښتنه وکړي.
2. د ډیورینډ منحوسه کرښې باید د ملګرو ملتونو په سازمان کې مطرح کړي.
3. د کابل څخه د اسلام اباد سفارت وشړل شي
4. د پیښور او کوټې څخه د کابل کونسلګری را ټولې شي.
5. په کابل کې دې ټول بهرنی سفیران راو غواړي او ورته دې د ډیورینډ کرښه ړنګه اعلان کړي.
6. د هیواد څخه بهر د کابل سفارتونو ته دې دنده ورکړل شي چې د ډیورینډ کرښې د ړنګولو د پاره پراخ کیمپاین وکړي.
7. د افغانستان سیاسی جغرافیا نکشه کې دې د پښتنو او بلوڅو ټولې سیمې شاملې کړي.
8. د بلوچستان ، پښتونخوا او افغانستان کنفدریشن دې اعلان کړل شي.لب
9. امنیتي ځواکونو او خلکو ته دې اجازه ورکړل شي چې د ډیورینډ په کرښه اغزن تار ټول کړي.
10. د پښتونخوا او بلوچستان خلکو ته دې د افغانستان د تذکرو ویش پیل کړي.
11. په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې دې د پښتونخوا او بلوچستان خلکو د پاره د دوی د نفوس په اندازه څوکۍ بیلې کړل شي.
12. د پورتنیو موخو د پاره باید پراخ رسنیز کیمپاین پیل کړل شي.
اوس وګورو چې کابل د پنجاپ سره د پښتنو او بلوڅو په ضد ګډ دریز ته دوام ورکوي او که د خپلو خلکو سره اوږه په اوږه د ظلم او استبداد په ضد د ازادی او د هیواد بیا یووالي د پاره مټې رانغاړي.
له همدې امله د کابل د اولسمشر څخه په کلکه غوښتل کیږي چې د اسلام اباد سره په خپلو اړیکو د سره کتنه وکړي او د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د اسلام اباد سره د افغانستان دښمن هیواد په توګه چلند وکړي.
د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني څخه په کلکه غوښتل کیږي چې د وزیرستان ، سوات ، دیر، باجوړ ، اورکزی ، تیرا ، د پښتنو او بلوڅو د سیمو میرمنو او پیغلو چیغو ته غوږ ونیسي چې د پنجاپی وحشي پوځ له لاسه په دوی څه تیریږي؟