ولسمشرۍ ټاکنو ته ځینې نوماندان په ولسمشر بې ځایه نیوکې کوي، د دوی دا غوښتنه، چې د جوزا له لومړۍ نېټې دې ولسمشر غني خپلې کاري مودې ته دوام نه ورکوي، د دوی په ناپوهۍ او له قانونه په ناخبرۍ دلالت کوي، د دوی دا خبرې چې که چرته ولسمشر د جوزا له لومړۍ نېټې څخه خپل کار ته دوام ورکړي؛ نو دوی به خپل لاریونونه او نور اقدامات وکړي، چې په نتیحه کې یې هر څه رامنځ ته شول، پړه به یې پر دولت او امنیتي ادارو وي.
خو دوی چې سترګې یې د واک وږې دي، لا هم د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو په صورت کې خپلو شومو موخو او ګټو ته منتظر دي، چې ورته وبه رسیږي؛ خو دا یې هیر دي، چې موقت یا سرپرست حکومت زموږهېواد په تېرو زمانو کې له کومو برخلیکونو سره مخ کړی دی او څومره زیان یې زموږ هېواد او ولس ته رسولی دی، چې اوس به یې په ګټه تمام شي.
دوی که له یوې خوا د ولسمشر غني په کاري موده د جوزا له لومړۍ نېټې بندیز لګول غواړي؛ نو له بلې خوا د سرپرست یا موقت حکومت رامنځ ته کېده هم غواړي، چې په وینا یې د سرپرست حکومت چارې به هم د دوی له خوا یو کس ته سپارل کیږي، چې دا یې تر ټولو لویه تېروتنه او نامشروع غوښتنه ده.
د افغانستان اساسي قانون د ولسمشر د واک د مودې په غځولو په پنځه ویشتمه (۲۵) یو شپېتمه (۶۱) او اوه شپېتمه (۶۷) ماده کې وایي، چې د ولسمشر کاري موده د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې غزېدای شي او دا یې قانوني حق دی، چې پرېکړه یې په سترې محکمې پورې اړه لري، تر څو د ولسمشر په نه شتون کې ستونزې ایجاب نه شي او د واک تشه رامنځ ته نه شي.
خو د ولسمشر په کاري موده مایوسه شوي سیاسیون بیا له دې هم نا خبره دي او صرف یې سترګې دې ته دي، چې کله به ولسمشر غني له ارګه د دوی په غوښتنه ووځي او دوی به خپله لوبه پیلوي، مګر خبر نه دي، چې د دوی دا غوښتنه نه اساسي قانون ته د منلو ده؛ نه سترې محکمې ته او نه افغان دولت ته، بلکې دا د دوی هسې یو خوب و خیال دی، چې یې ویني او ولس ته یې له دغه لارې نور هم ځان بې حیثیته او بې باوره معرفي کړی دی.
د دوی د سرپرست حکومت وړاندیز د نظام او اساسي قانون په خلاف دی، سرپرست حکومت چې هر کله په افغانستان کې رامنځ ته شوی دی؛ نو په نتیحه کې یې د وینو سېلابونه بهېدلي دي او وطن مو د بربادۍ کندې ته لوېدلی دی.
هغوی چې اساسي قانون ته غاړه نه ږدي او د سترې محکمې پرېکړو ته احترام نه لري او نه یې مني، په اصل کې هغوی د دې وطن او ولس دښمنان دي، ځکه چې ستره محکمه او اساسي قانونه دواړه د ولس خیر غواړي او څوک چې یې نه مني؛ نو هغوی بیا نه د ولس خیر غواړي او نه د هېواد، بلکې خپلې شخصي ګتې په نظر کې نیسي، چې دا هر څه مغرض سیاسیون د خپلو ګټو په خاطر کوي.
د دې ولس په زړه کې هغه څوک اوسېدلی شي، چې اساسي قانون او ملي ګټو ته یې درناوی وکړي، هغوی چې دا دواړه ملي اصلیتونه د خپلو خودغرضیو په غبار کې پټوي؛ نو هغوی به په راتلونکي کې څه د دې ولس په خیر وګرځي، چې سر له اوسه یې ملي ګټې له خپلو شخصي ګټو قربانول غواړي.
د ولسمشر غني د کاري مودې پر بندېدو دغه دیارلس کسیز ټیم هیڅ ملي ګټو ته ژمن نه دی، ځکه خو یې داسې نامشروع غوښتنو پسې را اخیستې ده، دوی پوهیږي، چې تر څو ولسمشر غني موجود وي؛ نو پر دوی به نه ولس باور وکړي او نه به یې واک ته ورسوي، ځکه خو یې له ولسمشر غني غوښتنه کړې، چې یا ولسمشرۍ ټاکنو ته له نوماندې تېر شه او یا د واک مودې ته د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د پای ټکی کېږده.
عاطف بریال