د راتلونکې شنبې په ورځ (مۍ اتلسمه) استرالیا کې د پارلمان او سنا مجلسونو ټاکنې ترسره کیږي. ټاکل شوې چې په دغو ټاکنو کې ۱۶ میلیونه استرالیایان د بیلابیلو ګوندونو نوماندانو ته رایې وکاروي.

د دغو ټاکنو دوه مخکښ ګوندونه یعنې د لبرال ایتلاف ګوند چې اوس یې حکومت په لاس کې دی او اپوزیسیون کارګر ګوند د راتلونکو ټاکنو لپاره پراخ کمپاینونه ترسره کړي او په دغو کمپاینونو کې یې خپلې پالیسۍ او تګلارې استرالیايي وګړو ته ښکاره کړي.

د لبرال ګوند ویلي چې د بشري مرستو له مخې به هر کال یوازې ۱۸۷۵۰ پناه غوښتونکي استرالیا کې قبلوي چې ۶۰ سلنه به یې ښځې تشکیلوي او د دغو پناه غوښتونکو ۴۰ سلنه به د استرالیا په اطرافي سیمو کې ځای پر ځای کوي.

خو د کارګر ګوند بیا د بشري مرستو له مخې د پناه غوښتونکو د قبلولو کلنۍ شمیره ۲۷ زره ښودلې او ویلي دي چې د ۲۰۲۵ کال پورې به دې کار ته دوام ورکړي.

برسیره پر دې د لبرال ګوند ویلي هغه کډوال چې استرالیا ته د اقتصادي ګټو او پرمختګ لپاره راځي او یا راوستل کیږي د هغوی کلنۍ شمیره به ۱۶۰ زره ټاکي چې ۱۱۰ زره به یې مهارت لرونکي او په کارپوه کډوال وي او پاتې ۵۰ زره به د هغوی د کورنیو غړي وي.

د کارګر ګوند هم ورته پالیسي اعلان کړې خو ویلي دي چې دوی به د دغه ډول کډوالو میاشتني معاشونه لوړ کړي.

د سرحدونو د امنیت په هکله د لبرال ګوند ژمنه کړې چې خپلې اوسنۍ سختې او جدي پالیسۍ ته به دوام ورکوي او د خپلواکو سرحدونو د عملیاتي پروګرام له لارې به هغه ناقانونه کډوال بیرته ګرځوي چې په کښتیو کې استرالیا ته د راتګ کوښښ کوي.

د کارګر ګوند هم په پولو د غښتلي امنیت ژمنه کړې او د کډوالو د سمندري پروسس مرکزونو او د ناقانونه کډوالو د کښتیو د بیرته ګرځولو او همداشان په سیمه ایزه کچه د کډوالو له بیامیشتیدنې سره یې ملاتړ ښودلې.

کارګر همداراز ویلي چې د بهرنیو هیوادونو په هوايي ډګرونو او بندرونو کې به د استرالیا د سرحدي ځواک او د فیدرالي پولیسو د موظفو چارواکو او مسولینو شمیره درې چنده کوي ترڅو د استرالیا په لور د راتلونکو قاچاقي هڅو مخنیوی په اغیزمن ډول وکړی شي.