د بېل شارټن کارګر ګوند چې دمګړۍ د استرالیا د راتلونکې میاشتې ټاکنو لپاره په کمپاین بوخت دی، په یوه اعلامیه کې ویلي، که بریالي شي نو د مهارت لرونکو ویزو پر درلودونکو به کاري قوانین سخت کړي.

کارګر ګوند ویلي، دغه ډول ویزې به یوازې هغو سيمو پورې محدوده کړي کومو ځایونو کې چې په ریښتیني ډول د مهارتونو کمښت لیدل کیږي او همدارنګه د دغو ویزو د ورکړې ارزونې به هم تقویه کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې بهرني کارکونکي سم مهارتونه او مسلکي جوازونه ولري.

کارګر ګوند همداراز ژمنه کړی چې د دغو ویزو ځینې قواعد به هم بدل کړي او له هغو ناسمو ګټه اخیستنو به مخنیوی وکړي چې له مخې یې د استرالیايي وګړو پرځای بهرني وګړي په اسانۍ سره په کار ګمارل کیږي.

برسیره پر دې کارګر ګوند د دغو ویزو د معاشونو د لوړولو خبره کړی او ویلي دي چې د مهارت لرونکو ویزو درلودونکو ترټولو ټیټ کلنی معاش به له ۵۳ زرو ډالرو ۶۵ زرو ډالرو ته لوړ کړي.

د دغه ګوند د کارموندنې وزیر برینډن اوکانر په یو بیان کې ویلي، « دا حقیقت د ۲۰۱۳ کال راهیسې پیل شوی او د استرالیايي وګړو د دندو تحفظ یې ګواښلی ځکه د دغو ویزو د اسانه اصولو له امله ډیری کار ګمارونکو ته اوس د استرالیایان پرځای د بهرنیو وګړو ګمارل ډیر اسانه او ارزانه پریوځي.»

نوموړي ویلي، « د دغو ویزو په درلودونکو کې له هرو پنځو بهرنیانو څلور یې په داسې ځایونو کې په کار ګمارل شوي چیرته چې په حقیقت کې هغوی ته هيڅ اړتیا نه لیدل کیږي.»

نوموړي ویلي، کارګر ګوند به په دې برخه کې د استرالیا د مهارتونو د ارزونې خپلواکه اداره رامنځته کړي ترڅو دغه ویزې یوازې هغو سیمو پورې محدوده کړي چې هلته یې ضرورت وي او همداشان دا ډاډ ترلاسه کړي چې اخیستونکي یې په سمو مهارتونو او مسلکي جوازونو سمبال دي او په دغو سیمو کې د مهارتونو کمښت پوره کولای شي.