په توقیف خونه کې د لسو کلونو تیرولو وروسته او لا تراوسه په توقیف خونه کې بندي یو تامیل کډوال باید اوس له یوې نوی ننګونې یعنې سرطان ناروغۍ سره مبارزه وکړي.

دغه تامیل کډوال (سیاګورو نوان تراسا) نومیږي چې په کال ۲۰۰۸ کې له سریلانکایي کورنیو جګړو وتښتیده او په مالیزیا کې له یو کال تیرولو وروسته استرالیا ته په یوې کښتېۍ کې کډوال شو، خو نوموړی وینول شو او د استرالیايي حکومت لخوا د ناقانونه کډوال په توګه توقیف کړل شو.

سیاګورو لس کاله کیږي چې استرالیا کې د یو ناقانونه کډوال په توګه توقیف دی.

نوموړی لومړی د دغه هیواد په کریسمس ټاپو توقیف خونه کې ساتل کیده، بیا (ویلاووډ) توقیف خونې ته انتقال شو او اوس د ملبورن ښار په (بروډ میډو) توقیف خونه کې بندي دی، چیرته چې هغه باید له یوې نوې ننګونې سره مبارزه وکړي چې اوس د سرطان ناروغۍ په بڼه د هغه ژوند ګواښوي.

سره له دې چې سیاګورو د ملګرو ملتونو لخوا ریښتینی کډوال پيژندل شوې خو د استرالیا امنیتې ادارې هغه د هیواد امنیت ته ګواښ ګڼي او دا دلیل وړاندې کوي چې هغه مخکې تر دې د سریلانکا د تامیل پړانګانو د ډلې غړی پاتې شوی.

خو د کډوالو پلویان وايي، لکه څنګه چې تامیل پړانګانو استرالیا کې تراوسه کوم ډول غیرقانونې کړنې او یا سخت دریځه اعمال نه دي ترسره کړي، نو د امنیتي دلایلو په اساس د سیاګورو او د هغه په شان ۵۰ نور تامیلیان چې دا مهال استرالیا کې بندیان دي، لا نور په توقیف کې ساتل یې سم دلیل نشي کیدای او یوازې یوه بهانه ده.