د پردې تر شاه د ملت په کور کې څه تېريږي؟ 

وروسته له هغې چې په کابل کې د سردارمحمد داوود خان پر روغتون خونړی بريد وشو او د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ د سقوط خبرونه ورکړل شول، ولسي جرګې د امنيتي سکتور د وزيرانو او د ملي امنيت د عمومي رييس د استیضاح غوښتنه وکړه. د امنيتي سکتور دوه وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس د تيرې يکشنبې ورځ د ولسي جرګې غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې د جرګې د غړو قناعت يې حاصل نه کړلی شو بلاخره تيره دوشنبې ورځ د ولسي جرګې غړو د کورنيو چارو او دفاع وزيران او د ملي امنيت د عمومي رييس پر خپلو څوکيو د پاتې کيدلو او نه پاتې کيدلو د پريکړې لپاره رايه اچونه وکړه. د رايې اچونې پايله دا شوه چې د افغان امنیتي سکټور چارواکي بیرته پرخپل ځای پاتې شول. 

د ولسي جرګې په دوشنبې ناسته کې د جرګې ۲۰۵ استازو امنیتي چارواکو ته رایې وکارولې او د هر یوه چارواکي د سلب صلاحیت لپاره ۱۱۸ د رد رایو ته اړتیا وه، چې هیڅ امنیتي مسؤل د پارلمان لخوا سلب صلاحیت نشو. د دغې استيضاحيه غونډې هدف دا و چې معلوم شي څوک د هيواد په وروستيو ناامنيو په ځانګړي توګه د سردارمحمد داوود خان پر روغتون په خونړي بريد او د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ په سقوط کې پړ دي؟ 

دا کار د ولسي جرګې د غړو قانوني حق دی چې د هيواد د امنيتي وضعيت د ارزولو په موخه د امنيتي سکتور چارواکي وغواړي او پوښتنې ترې وکړي. په همدې اساس د ولسي جرګې لخوا استيضاح هغه وخت ترسره کيږي چې د وزيرانو لپاره يوه سياسي دوسيه واچول شي، بيا د ولسي جرګې غړي ياد شوي وزيران؛ وزيرانو ته د پرتې دوسيې اړوند د وضاحت لپاره د جرګې تالار ته غواړي څو د وزيرانو د دوسيې اړوند د ولسي جرګې د غړو پوښتنو ته ځوابونه ووايې. پوښتنو ته له ځوابونو وروسته که وزيران د جرګې د غړو قناعت حاصل نه کړي نو وزيرانو ته د باور او يا د رد رايې د ورکولو په موخه رايه اچونه ترسره کيږي. په پای کې د رايو په اکثريت د وزيرانو د سلب اعتماد او يا بيا ځلي په څوکيو د پاتې کيدلو پريکړه کيږي. 

اوس د امنيتي بنسټونو د چارواکو د استيضاح اړوند د ولسي جرګې د غړو تند دريځ او په مقابل کې يې د ارګ تند غبرګون ته په کتو دوه نظرونه شتون لري چې ولې د ولسي جرګې د غصې سره ـ سره بيا هم ولې د امنيتي بنسټونو چارواکي په خپلو څوکيو پاتې شول؟ 

لومړی: که له استيضاح وړاندې د امنيتي سکتور د چارواکو د استيضاح اړوند د ولسي جرګې د غړو دريځ او بيا ورپسې د ارګ تند غبرګون چې بيا وروسته د ارګ لخوا رد شو؛ وکتل شي؛ داسې ښکاري چې ولسي جرګې د امنيتي بنسټونو د چارواکو په استيضاح کې سياسي معامله کړې ده. داسې معامله چې ولسي جرګه د خپلې بقا او ارګ د نويو وزيرانو د ټاکلو لپاره د خپلو منځي ناندريو له ويرې؛ ارګ او ولسي جرګې معامله ترسره کړي وي. ځکه د امنيتي بنسټونو د چارواکو له استيضاح د ارګ او ولسي جرګې د تقابل خبرونه ورکړل شول چې پر اساس يې ارګ ولسي جرګې ته  د امنيتي چارواکو د استيضاح او سلب اعتماد په غبرګون کې د دغې جرګې د لغوه کولو ګواښ کړی و چې بيا وروسته دا خبر د ارګ لخوا رد شو. يو نظر دا دی چې ولسي جرګې د خپلې بقا لپاره د امنيتي بنسټونو چارواکو ته د باور رايه ورکړه. 

دويم: بل نظر دا دی چې د ولسي جرګې غړو د هيواد وروستي امنيتي حالت او د حکومتي دستګاه داخلي ستونزو ته په کتو؛ د استيضاح شويو وزيرانو د بيا ځلي د ابقا پريکړه کړې ده. د ولسي جرګو غړو درک کړې په هيواد کې روانه جګړه مو کورنۍ جګړه نه ده بلکې پردۍ او د لويو استخباراتو جګړه ده چې د افرادو په بدلون او د وزيرانو په استيضاح او استجواب يې مخه نشي نيول کيدلی. داسې ښکاري چې ولسي جرګې د هيواد د ناامنۍ دلايل درک کړي وي او پوه شوي وي چې په امنيتي بنسټونو کې په پراخه کچه فساد، په حکومتي دستګاه کې د هيواد او ولس د دښمن د نفوذي اشخاصو شتون، په امنيتي بنسټونو کې د سالم مديريت نه شتون او د مديريت ضعف او د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نه شتون، د ناامنۍ دلايل دي. نو يوه شوي دي که افراد هر څومره بدلون شي او سيستم بدل نشي؛ په امنيت کې ښه والی نشي راتللی. په همدې موخه يې له يادو وزيرانو د باور رايه وانه اخيستله.